ولسمشر غني نن کندهار ته راځي

۲۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۳۴ ق.ظ -
ټاکل شوې ده، چې ولسمشر اشرف غني نن ناوخته کندهار ولایت راشي.   د هغه لپاره د کندهار د ولایت مقام د ودانۍ په شا او خوا سيمو کې کلک امنیتي تدابير نېول شوي او تېره ورځ په يادو سيمو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړۍ ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. دولتي سرچينې وایې، چې تېره مازيګر کندهار ولایت ته د کابينې يو شمېر غړي رارسېدلي او ټاکل شوې ده، چې ولسمشر اشرف غني نن مازيګر کندهار ته راشې او له روژمات وروسته په کندهار کي يوې لويي غونډي ته وينا وکړي. که څه هم کندهار ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په اړه ډېر جزيات نه دي په ډاګه شوي خو باور دا دی، چې هغه به په دې غونډه کې له وسله والو سره د اعلان کړي اوربند جزيات په ډاګه کړي. دا د ولسمشر کېدو راهيسې کندهار ته د ولسمشر اشرف غنی څلرم سفر بلل کیږي. ولسمشر کندهار

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .