ولسمشر غني: هیله ده چې د مبارکې خرقې له برکته په افغانستان کې د سولې او ثبات فضا حاکمه شي

۲۲ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۱۱ ق.ظ -

افغان ولسمشر محمداشرف غني او ورسره پلاوي په حضور کې نن مازدیګر د کندهار خرقه مبارکه کې د جمهور رئیس په ځانګړي حکم خرقه شریفه له ځانګړي صندوق څخه راوېستل شوه.

په پیل کې د خرقې شریفې متولي محمد نسیم اخندزاده جمهور رئیس غني او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د خرقې شریفې د تاریخي شالید، تبرک او طهارت په اړه خبرې وکړې او وې ویل د خرقې شریفې درناوی په ټولو افغانانو او د نړۍ په مسلمانانو لازمي دی.

نوموړي د خدای تعالی دربار ته دعا وکړه چې د خرقې شریفې له برکته دې په هېواد کې روان جنګونه او ناامنۍ ختمې او تلپاتې سوله او د افغانانو په منځ کې اخوت، ملي یووالی او صمیمیت زیات شي.

35076741_1696260900450145_973645437913268224_n

ورپسې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار ډاکټر فضل محمود فضلي له ځانګړي صندوق څخه د خرقې شریفې د راایستلو په اړه د جمهور رئیس حکم ولوست. په حکم کې راغلي و چې، د خرقې شریفې له محترمو متولیانو په سر کې الحاج مولوي محمد نسیم اخونزاده د خرقې شریفې رئیس او متولي څخه غوښتنه کوم چې د حضرت محمد مصطفی (ص) مبارکه خرقه چې د دې ښار او ګران هېواد لپاره یو برکت ده، د افغانستان د خیر، فلاح، سولې او په افغانستان کې د وینې توییدو د پای په هیله راوباسي.

وروسته د خرقې شریفې متولیانو د جمهور رئیس په حضور کې خرقه شریفه له ځانګړي صندوق څخه را وېستله او د هغې له مسحه کولو او ځانګړي درناوي وروسته یې د خدای تعالی په دربار کې د تلپاتې سولې، اتفاق او اتحاد دعا وکړه.

وروسته جمهوررئیس محمد اشرف غني په خپله وینا کې وویل ، دا یوه تاریخي ورځ ده چې د دریم ځل لپاره د افغانستان خلک خرقې شریفې ته مراجعه کوي او د حضرت محمد مصطفی (ص) مبارکه خرقه د خدای تعالی په دربار کې زموږ د شفاعت لپاره له ځانګړي صندوق څخه راېستل کېږي. هغه زیاته کړه، هیله ده چې د دې خرقې له برکته په افغانستان کې د سولې، ملي یووالي، ورورولۍ او ثبات فضا حاکمه شي. همدارنګه یې د خرقې شریفې له متولیانو څخه په ښه توګه  د دغه لوی امانت د ساتنې له امله مننه وکړه.

جمهوررئیس زیاته کړه، نن چې د روژې مبارکې میاشتې اوویشتمه شپه ده، د افغانستان جمهور رئیس دغه مبارک ځای ته د خدای تعالی په دربار کې په هېواد کې د تلپاتې سولې د دعا لپاره راغلی دی. هغه څرګنده کړه، همغه درناوی چې لوی احمدشاه بابا خرقې مبارکې ته درلود، د افغانستان اسلامي جمهوریت یې هم لري. دا هغه ارزښتناک او لوی میراث دی چې ټوله اسلامي نړۍ ورباندې نازېږي.

محمد اشرف غني وویل، د افغانستان درې زره کسیزه علماو فتوی د هېواد په تاریخ کې بېسارې ده او د هغې پر بنسټ موږ د اوربند اعلان وکړ او دا یو مثبت حرکت وو چې له امله یې طالبانو هم د اوربند اعلان وکړ. هغه زیاته کړه، علما باید ولس او ټولو ته لارښوونه وکړي چې د مذاکراتو، سیاست او جرګو له لارې په سوله ییزه توګه خپلو ستونزو ته اساسي حل لارې ولټوي، ځکه د اسلام مبارک دین کې وینه تویول هیڅ جواز نه لري.

وروسته په جنوب لویدیځ زون کې د سولې په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي محمد مسعود اخندزاده جمهور رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال له هغه څخه له دې امله مننه وکړه، چې نن یې خرقه شریفه په هېواد کې د امن، سولې او ثبات د تامین لپاره د خدای دربار ته شفیع کړه.

نوموړي همدارنګه د افغان وسله والو طالبانو پر ضد د حکومت د اوربند د اعلان مننه وکړه او وې ویل، د سولې، ښې حکومتولۍ، ملي برنامو او اقتصادي پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د حکومت او جمهور رئیس غني ټینګ ملاتړي دي.

د خرقې مبارکې له زیارت څخه وروسته، جمهوررئیس غني د ورسره پلاوي په ملتیا د احمدشاه بابا له مزار څخه لیدنه وکړه او د هغه روح ته یې دعا وکړه. همدارنګه یې د ماښام لمونځ او روژه ماتی د کندهار له علماو او مشرانو سره یو ځای وکړ.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .