ولسمشر غني: په سيمه کې ځينې کړۍ له نړیوالو سره زموږ اړیکې شلول غواړي

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۱۶ ب.ظ -

ولسمشر اشرف غني وايي، په سیمه کې ځینې کړۍ غواړي چې د افغانستان نړيوالې اړیکې له منځه یوسي، هغه څه چې په عقل او قربانۍ ترلاسه شوي، ولې په احساساتو له لاسه ورکړل شي.

ولسمش اشرف غني دغه څرګندونې په ارګ کې د شهديانو اوونۍ د نمانځنې په مراسمو کې وکړې او  ويې ويل چې جهاد او شهادت د افغانانو له ګډو ویاړونو دي.

هغه په پیل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په ټول هېواد کې د وروستيو ترهګريزو پېښو او نورو ټولو قربانيانو روح ته دعا وکړه او د شهیدانو اوونۍ او د محرم میاشتې د را رسېدو له امله یې د افغانستان عظیم او مسلمان ولس ته تسلیت ووایه.

ولسمشر غني د شهیدانو اوونۍ په مناسبت وړاندیز وکړ چې د دغه بحث لپاره نوې لیدلوري ته اړتیا لري، اصلي مسئله دا ده چې د ټولنې او هېواد د ثبات لپاره ټولنیز تړون مهمه وسیله ده.

ولسمشر: په نورو هېوادونو کې پر ټولنیز قرارداد اجماع د دې لامل شوې چې په پرمختللو هېوادونو کې له تورې ورځې وروسته ثبات رامنځته شوی؛ په دې معنا چې د دغو هېوادونو خلک د ټولنیز قرارداد له طریقه د عدالت او ترحم په منځ کې انډول رامنځته کړی. هغه زیاته کړه، که چېرې دغه توازن ته ونه رسېږو، زموږ دردونه به درمل نه شي.

ولسمشر غني دې ته په اشارې چې درد عام دی او چاره یې هم عامه ده، زیاته کړه، په هېواد کې هر فرد دا فکر کوي چې مظلوم دی او د نورو په پرتله زیات ظلم پرې شوی.

هغه څرګنده کړه،  دغه راز هر فرد فکر کوي چې د افغانستان په مقدس جهاد کې یې ونډه زیاته ده، نو اړتیا ده داسې حل لاره پیدا کړو چې غمونه مشترک شي نه انحصاري.

ولسمشر وويل: ((راځئ چې ومنو او په ګډه دې اجماع ته ورسېږو چې جهاد او شهادت زموږ ګډ ویاړونه دي او ټول په یو غږ ومنو چې په دغه ویاړ کې زموږ ستر ولس ونډه لرله.))

هغه د کابل په لوېدیځ کې وروستيو تروریستي پېښو ته په اشارې وویل، د جعفري فقهې هر پیرو او هر اهل تشیع د دغه ولس ویاړ دی.  افغانان د ملي یووالي بېلګه دي، هره ژبه مو ویاړ ده، د افغانستان هر قوم ستر تاریخ لري، هر ولایت مو د دولت یا امپراتورۍ هسته ده.

نوموړي ټینګار وکړ، د افغانستان دښمنان دې په واضح ډول پوه شي چې دا ملت نه شي محوه کولی او هر څوک چې د دغه ملت د له منځه وړو خیال لري، قبر یې د دغه هېواد په غرونو او دروکې دی.

ولسمشر پر دې په ټینګار چې زیانمنې شوې سیمې مشخصې او بیارغونه یې خپل مسوولیت وګڼل شي، وویل، په هوایي ډزو، په سړکونو، لارو او کوڅو کې د شور او غوغا په جوړولو سره نه یواځې دا چې د شهیدانو، معلولینو او ټپیانو  په وړاندې مسوولیت او پور نه ادا کېږي، بلکې په دغه ډول اعمالو سره هېوادوال په تکلیفېږي او د ملت د شهیدانو ارمانونو ته سپکاوی کېږي.

غني: زموږ د شهیدانو او احمدشاه مسعود شخصیتونه تر هغې لوړ دي چې موږ یې په اړه منفي چلند ولرو. دا باید روښانه کړو چې د عادلانه نظام له جوړولو پرته عدالت نه تامینېږي او عادلانه نظام پر بهرنیو مرستو نه، بلکې زموږ پر خپلو پیاوړو مټو جوړېږي.

ولسمشر وايي، که موږ په دې تمه و اوسو چې بهرنیان زموږ لپاره نظام جوړ کړي یا موږ له لوږې او بې وزلۍ وژغوري، واضح ده چې خپل مسوولیت مو هېر کړی دی. هر ملت چې خپل مسوولیت هېر کړی، بریا ته نه دی رسېدلی.

اشرف غني د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنو ته په اشارې وویل: ((موږ باید ټاکنې پر داسې ملي بحث بدلې کړو چې زموږ یووالی، ټولنیز عدالت او مذهبي یووالی په کې تمثیل شي.))

هغه وايي، ایا په ۲۱مه پېړۍ کې د میراث ادعا لرئ، یا ولسي میراث پیاوړی کوئ چې حق حقدار ته ورسېږي.

ولسشمر پر دې په ټینګار چې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو باورمندي شته او اوس د څلوېښت کلن بحران او د جګړې پای ته رسولو فرصت دی، وویل: ((زموږ پر وحدت، ټولنیز عدالت، مذهبي یووالي او تاریخ برید دوام لري. د سیاسي اقشارو، سیاسي نخبه ګانو، مدني ټولنو او رسنیو او علماوو په ګډون زموږ د ټولو جمعي مسوولیت د بل هر وخت په پرتله مهم، عاجل او ټاکونکی دی.))

د هغه په وينا، کله چې ويل کېږي، جنګ تعریف شي، په دې معنا ده چې اوسنۍ جګړه، سیمه‎ییزه او بین المللي ده. څلوېښت کلن بحران ختمېدلای شي؛ ځکه پر ترورویستي ډلو او ملاتړو یې بین المللي اجماع او بېساری فشار موجود دی.

هغه څرګنده کړه، په سیمه کې ځیني غواړي چې د افغانستان نړيوالې اړیکې له منځه یوسي، هغه څه چې په عقل او قربانۍ ترلاسه شوي، ولې په احساساتو له لاسه ورکړل شي.

ولسمشر د شهیدانو وارثینو د وړاندیزونو په اړه وویل: دا چې د شهیدانو وارثینو ادرس مو  پیدا کړ مننه کوم، د چارو ادارې، کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او اعلی سرقوماندانۍ ته لارښوونه کوم چې د شهیدانو د اولادونو ملي ټولنې ته واضح دولتي مرکز جوړ او امکانات ورته برابر شي.

غني د شهیدانو کورنیو ته د زیاتو مرستو په اړه وویل، په نږدې راتلونکي کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو۱۰زرو کورنیو ته کوپون برابر او وروسته به افغانستان شموله شي. دغه راز هغه زیاته کړه، د هېواد په خصوصي پوهنتونونو کې څلور زره تحصیلي بورسونه د شهیدانو کورنیو ته ځانګړي شوي دي.

په دغو مراسمو کې عطاالله صافي او عبدالرازق بشردوست د شهیدانو د زامنو ملي ټولنې په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل: ((زموږ پلرونه د وطن د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي نوامیسو څخه د دفاع په خاطر شهیدان شوي دي.))

دوی له ولسمشره وغوښتل چې د شهیدانو وینو ته د درناوي په پار په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره زیاتې هڅې وکړي؛ ځکه زموږ هېوادوال له جګړې ستړي شوي. دغه راز هغوی د شهیدانو وارثینو ته د کارموندنې د زمینې برابرولو او د شهیدانو کورنیو ته د ولسمشر د پاملرنې غوښتنه وکړه.

41600020_1835234709886096_6647626578316492800_n

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .