ولسمشر غني په چین کې میشت یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل

۲۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۰۵ ق.ظ -

ولسمشر غني چین ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ په دغه هېواد کې د میشتو افغان سوداګرو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

دغه سوداګر چې د چین له بېلابېلو لرې پرتو ښارونو څخه شنګډاو ښار ته راغلي ؤ په پیل کې عزیزالله او ظریف فقیري د نورو په استازیتوب اقتصادي مسائلو او سوداګرو ته د جمهوررئیس له پاملرې څخه مننه وکړه، وې ویل، د پاکستان د کراچۍ بندر او د ایران د عباس بندر له لارې افغانستان ته صادرات د وخت او قیمت له پلوه ګران تمامېږي او له جمهوررئیس څخه یې د بدیلو او ارزانه لارو د موندلو او پرانیستلو غوښتنه وکړه.

دغو سوداګرو د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو پراخیدل هېواد په ګټه وبلل او زیاته یې کړه چې کله دوی له چین څخه افغانستان او یا برعکس پیسې انتقالوي له سختو ستونزو سره مخ دي، د دوی په وینا پخوا اکثره معاملات د حوالو له لارې کېدل خو اوس پرې محدودیتونه زیات شوي دي.

1I2A9958-copy-730x300

همدارنګه دوی وویل چین میشتې افغان سوداګر غواړي د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ یو لوی سهامي شرکت جوړ کړي چې په لویه پیمانه د افغانستان صادراتي اقلام چین ته وارد کړي. دوی چین ته د ازبکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې د پنبې او میوې د صادراتو په مخ کې د پرتو خنډونو یادونه هم وکړه.

جمهوررئیس په چین کې د افغانستان سوداګرو بریالیتوبونه وستایل وې ویل ستاسو بریالیتوب ځکه مهم دی چې افغانستان ته مو ګټه رسېږي. هغه زیاته کړه، د ازبکستان له لارې د انتقالاتو ستونزه تر ډېره حل شوې ده او ترمز ښار کې د افغاني توکو د صادراتو او بسته بندۍ مرکز په جوړیدو به دا ستونزه بیخي حل شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .