ولسونه د پنجاب په وړاندې غزا ته چمتو دي

۲۴ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۵۵ ب.ظ -

مطبوعاتي اعلاميه!

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز؛ مطبوعاتي دفتر

نېټه: ۱۳۹۶/۱۰/۲۴

2-120-300x277-1

د وخت استعماري پرنګي رژيم د افغان ولس د بېلتون ناکامه هڅه وکړه ۱۲۴ کاله وړاندې يې د متحد افغان پر سینه د بېلتون داغ کېښود او تر ننه دغه وياړلی ولس له همدې ناسور ټپ څخه فرياد کوي.

ظاهرا يو لوی ولس د فرضي کرښې په وسیله بېل وګڼل شو، خو حقيقت کې افغان وياړلي ملت خپل ملي رسالت سر ته رسولی او لا تر اوسه لګيا دی، چې د بېلتون د ټپ درملنه وکړي.

۱۹۴۷ ز کال انګريزانو د خپلو ګټو د ساتلو او قانون رایجولو لپاره يو بېل هيواد رامنځ ته کړ او د پاکستان نوم يې ورکړ، پاکستان له رامنځ ته کېدو اويا کاله کېږي، پنجاب جنوبي او شمالي وزیرستان، قبایلو، محکوم بلوچستان او محکومې پښتونخوا باندې تورې منګولې خښې کړې او له وګړو يې د ازادۍ واک واخيست، د پاکستان خلاف کسان يې د ترهګرو په نوم له منځه يووړل او يو شمېر افراطي ډلو ته د  پاکستان فوځ او ای، ایس، ای ستراتيژي جوړوي، دا افراطي ډلې د پاکستان ستراتيژي پر مخ وړي او د پنجاب غير مستقيم فوځ بلل کېږي.

په دې وروستيو کې پنجاب ډيورنډ فرضي کرښې پر امتداد د اغزنو سیمونو د کشولو او کټارو درولو لړۍ پيل کړې ده، چې د کرښې دواړو غاړو اسېدونکو له توند غبرګون سره مخ شوي دي، لومړی د خوست مېړنیو ولسونو د اغزن سیم د کشولو مخه ونيوله او  دا ځل د کونړ غيور ولس د پنجاب د کرغېړن عمل په وړاندې د غزا غږ پورته کړی دی، دا ولسونه د کټارو په درولو نه بېلېږي، ددې ولسونو بېلتون  د اغزنو سیمونو په وسیله  ناشونی کار او ناکامه هڅه بللی شو.

پنجاب ورو، ورو  د خلکو له کرکې او نفرت سره مخ کېږي، پرون که د خوست ولسونو د ډيورنډ فرضي کرښې پر امتداد اغزن سیم د غځولو مخنيوی کړی، دا ځلې د علامه سیدجمال الدين افغان د ټاټوبي مېړنی ولس د پنجاب په وړاندې درېدلی او د ډيورنډ فرضي کرښې پر امتداد د سامراجي هر ډول تحرک په وړاندې عکس العمل ښيي.

لوی کور له سره اباديږي، دښمن له شرموونکي ماتې سره مخ دی، راځئ چې ددې مېړڼيو ملا وتړو او د پنجاب په وړاندې خپله سپېڅلې غزا سر ته ورسوو.

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .