ولسي جرګه: له امریکا سره امنیتي تړون دې وارزول شي

۲۱ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۰۵ ب.ظ -

د ولسي جرګې غړو نن د رایو په اکثریت سره د افغان ـ امریکا امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه .

د جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د عمومي غونډې مشري یې کوله، له بحثونو او پریکړې وروسته وویل، چې ولسي جرګې په لومړي سر کې د دغه تړون په تایید کې بېړه کړې وه .

د جرګې یو شمېر غړو وویل، چې دغه تړون په افغانستان کې د سیمه ییزو هېوادونو د زیاتو لاسوهنو سبب شوی .

امریکا او افغان حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی .

j

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .