ولسي وېښتيا کې د پښتو ادبياتو ونډه

۸ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۰۱ ب.ظ -

څېړنه: بصيرالحق عادل

IMG_0924

زموږ خلک چې له خپل ادب سره بې سارې مينه لري، پر نظم او شعر ميين دي او تل يې د خپلو بريو، سوبو او د جګړو پر ډګر د ولسي ادب له بېلابېلو سندرو، ټپو او نظمونو ګټه اخيستې ده او جګړې يې ګټلې دي.

د ولسي ويښتيا لپاره ادب په تېره بيا ادبياتو کې د شعر او نظم برخه ښکاره او څرګند اغېز لري، موږ په خپل ادب کې په دې اړه ګڼې بېلګې لرو، تر ټولو مشهوره بېلګه يې د ملالې ټپه ده چې د زلميو احساسات يې راوپارول او پر دښمن يې چپاو ورووړ او بالاخره بری يې خپل کړ.

يوازې زموږ ادب نه بلکې اسلامي تاريخ کې هم د نظم اغېز جوت دی، کله چې صحابو «رض» د محمد «ص» سره يو ځای د احزابو غزا لپاره خندق کېندو نو محمد «ص» ورته اشعار ويل او صحابو ورسره بدرګه کول. دوی د خپل بري او حوصلې لوړولو لپاره شعرونه ويل.

د پښتو لرغونې دوره کې موږ د ولس پارونې ډېرې بېلګې لرو چې شاعرانو به د خپلو جنګيالو د حوصلې لوړولو او د دوښمن پر وړاندې د مقاومت پيدا کولو په پار ويلې، يوه بېلګه يې د ملکيار غرشين ده چې په شپږمه هجرۍ پېړۍ کې يې د اسلامي جنګيالو د روحيې مظبوط ساتلو لپاره لاندې سندره وويله:

څښتن مو مل دی

اوس مو يرغل دی

هېواد د بل دی

غازيانو ګورئ

څښتن مو مل دی

تورې تېرې کړئ

دښمن مو پرې کړئ

منګولې سرې کړئ

څله به تښتو

څښتن مو مل دی

که ټينګ کړو زړونه

په بري يونه

چې زمري يونه

اسلام راڅخه دی

څښتن مو مل دی

غازيانو راسئ

ټول شاوخوا سئ

د شهاب په ملا سئ

دښن مو غوڅ کړئ

څښتن مو مل دی.

سرمحقق استاد زلمي هېوادمل د يادې سندرې په اړه پښتو ادب تاريخ کې ليکلي: «دا لوړه سندره د خپل جوړښت له پلوه پښتو سندرو کې شامله ده او شاعر د اسلامي لښکرو د روحيې او د اسلام په ننګه جنګ ته د دوی د هڅولو په منظور ويلې ده.»

د ملکيار غرشين دا سندره چې ډېر جنګيالي يې راوپارول، د خلکو احساسات يې پياوړي کړل، استاد هېواد مل يې په اړه وړاندې ليکي: «يو ځل د سلطان پر لښکرو د کفر د لښکرو قوت زيات شو او نژدې و چې د اسلام لښکر ماتې وخوري نو د پښتنو شاعر ملکيار غرشين چې په دې لښکرو کې شامل و، دا سندره وويله چې اسلامي لښکر يې جنګ او مېړانې ته وهڅاوه او مسلمانان لکه زمريان د کفر پر لښکرو راتوی شول او سوبه د افغان سلطان شهاب الدين غوري د لښکرو په نصيب شوه.»

اوومه هجرۍ پېړۍ کې چې چنګيزيانو زموږ د هېواد پر بېلابېلو سيمو بريدونه وکړل، عالمان يې ووژل،  فرهنګي مرکزونه يې له منځه يوړل، دوی دلته واک چلاوه نو يو پاڅون او انقلاب ته اړتيا وه خو ولس داسې وو، چې يو غږ ورته پکار و چې د دوی ويده احساسات يې راويښ کړي وای او پر دښمن يې بريد کړی وای.

دغه وخت کې بابا هوتک يوه سندره وويله چې پښتانه يې په جوش راويستل او پر چنګيزيانو لکه د توپان ورغلل.

دا سندره چې محمد هوتک په پټه خزانه کې رانقل کړې ده يوه برخه يې په لاندې ډول ده:

پر سور غوبل راته نن اور دی

وګړيه جوړ راته پېغور دی

پر کلي کور باندې مغل راغی

هم په غزني هم په کابل راغی

غښتليو ننګ کړئ دا مو وار دی

مغل راغلی په تلوار دی

په پښتونخوا کې يې ناتار دی

پر کلي کور باندې مغل راغی

آ د مرغۍ غښتليو راسئ

پر ننګ ولاړ د پښتونخوا سئ

تورې تېرې غشي تر ملا سئ

پر کلي کور باندې مغل راغی

پورته سندره کې وينو چې يو جوش پکې پروت دی، چې لوستونکی او اورېدونکی د دښمن پر وړاندې قوي مبارزې او تود جنګ ته رابولي، نو ځکه سندرې، نظمونه او شعرونه د ولسي ويښتيا په برخه کې لوی ونډه لري. موږ لرغونې دوره کې نورې هم ګڼې بېلګې لرو چې دلته زه په پورته دوه بېلګو بسنه کووم.

د پښتو ادب منځنۍ دوره کې د ولسي ويښتيا سندرې او بيتونه:

د پښتو ادب کلاسيکه يا منځنۍ دوره په دا ډول بېلګو مالامال ده، خپله له پير روښان او د ده له پلويانو راپيل به د يادې دورې تر وروستيو پورې نزدې هر شاعر د جګړې د يوې برخې ذکر کړی دی او خپل خلک يې د دښمن په وړاندې بريدنو ته هڅولي دي.

د يادې دورې د شاعرانو په شعرونو کې د تورې، مېړانې او قهرمانۍ کيسو ډېر رول پکې د کلاسيکې دورې د دويم پړاو لوی شاعر خوشال خټک او د هغه کورنۍ لرلی دی.

خوشال خټک د تورې سره لوبې کول او سربازي کول لوی هنر ګڼي لکه په لاندې بيت کې چې يې ويلي دي:

چې څرګنده سربازي کاندي په تورو

زه خوشال خټک تر هسې هنر جار شم

بل ځای وايي:

د خوشال خټک خوښي په هغه ورځ ده

چې برېښنا وشي د تورو او د زغرو

په پورته بيتونو کې موږ تاسو وينو سره له چې د خان بابا خپل ذوق او شوق دی چې له جګړې سره يې لري، د دوی د عمر ډېری برخه جګړه کې تېره شوې ده، نو بل پلو ترې تورې او جګړې ته د خلکو هڅول هم برېښي. نوموړی چې د خپل قوم مشر هم پاتې شوی دی او پښتانه د ده تر مشرۍ لاندې راټول وو نو دغه ډول شعرونه پر ولس بې اغېزې نه دي.

بل ځای د تورې تړل او راپورته کول د افغان ننګ بولي چې دغه د ننګ خبره يې خلکو ته د هڅونې پېغام لېږدوي، خان بابا فرمايي:

د پښتون په ننګ مې وتړله توره

ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم

د خوشال خټک، د ده اولادې او د پيروانو په شعرونو کې يې موږ سلګونه دا ډول بېلګې موندلی شو چې خپل خلک ولسي ويښتيا ته هڅولي دي، د دښمن په وړاندې يې راپارولي دي او لوی لوی سوبې يې ترلاسه کړي دي.

د کلاسيکې دورې بل شاعر چې دې برخه کې کار کړی دی او ولس يې د دښمن پر وړاندې جګړې او ننګ کولو ته هڅولی دی د اوسني افغانستان بنسټګر لوی پاچا احمدشاه بابا و.

احمدشاه بابا سره له دې چې د خپل وطن سره يې بې حده مينه لرله، د خلکو يووالي، مينې او مېړانې ته يې ګڼ شعرونه هم ليکلي دي.

د نوموړي چې ډېری عمر يې جګړو کې تېر شوی دی خپل هېواد ته خطاب کې وايي:

ستا د عشق له وينو ډک شول ځيګرونه

ستا په لاره کې بايلي زلمي سرونه

بيت کې وينو چې د وطن سره د مينې او عشق په خاطر د زلمو د سرونو بايلل يا شيندل نورو زلميو ته د هېواد لپاره د قربانۍ پېغام او بلنه ورکوي.

بل ځای وايي:

پښتانه دې ټوله لاس سره يو کاندي

چې مو نن غزا هر لوري شاوخوا ده

پورته بيت کې له يوې خوا د يووالي قوي پېغام پروت دی بل پلو د دښمن پر وړاندې د خلکو راټولولو ته پکې لوی خطاب دی، چې د ولس وېښونې لپاره د داسې پاچا چې شاعر هم وي د دا ډول بيتونو ويل لوی اغېز لري.

بل ځای د هغو خلکو ستاينه کوي چې پر وطن يې ننګ کړی وی او د دښمن له لاسه وژل شوی وي چې دا خپله هم د هڅونې يو قوي پېغام او هغه کسان چې د دښمن پر وړاندې کوم غبرګون نه ښيي د هغوی لپاره پېغور دی.

احمدشاه بابا فرمايي:

پر ننګ مړ خو څه مړ نه دی

د بې ننګه ژوند جفا ده

لاس به وانخلم له ننګه

که په ننګ پاتې دنيا ده

بل ځای فرمايي:

چې د هند د ملکو فتحه مې نصيب شوه

نور ايران لره په توغ په نغاره ځم.

د کلاسيکې دورې د ډېری شاعرانو شعرونه د ولسي ويښتيا لپاره ليکل شوي دي چې د يادې دورې شاعرانو په دېوانونو کې يې سلګونه بېلګې موندلی شو.

پښتو ادب معاصره دوره کې د ولسي ويښتيا لپاره ادبي ګامونه:

مخکې مو ولوستل چې لرغونې او منځنۍ دوره کې ډېرې داسې بېلګې لرو چې د ولس وېښونې لپاره ويل شوي دي، معاصر ادب بيا له داسې بېلګو مالامال دی، دلته يو بل بدلون هم راغلی دی چې وسايل پيدا شوي دي، د پېغام رسولو لپاره جريدي، کتابونه، راډيو، ټلوېزيون او په اوسني وخت کې ټولنيزې شبکې يې ښه وسيله ده.

کانديد اکاډميسن محمد صديق روهي پښتو ادب تاريخ کې ليکي: «که څه هم انګريزي استعمار په ۱۸۹۳ کال کې د ډيورنډ په تحميلي کرښې سره د افغانستان خاورې يوه برخه له اصلي پيکر څخه بېله کړه خو ويې نشو کولی چې د پښتنو د ګډو ارمانونو، ګډو ارزښتونو او ګډو وياړونو ترمنځ د بېلتانه کرښه وباسي.»

د پښتنو ترمنځ په فکري او فرهنګي لحاط بېلتون په دې خاطر نه راتلو چې وېښ شاعران يې لرل، تکړه ليکوال او کار خلکو يې ښه ښه پېغامونه ورکول او دوی يې وېښ ساتل.

مولوي صالح محمد کندهاری، عبدالهادي داوي، علام محي الدين افغان، مولوي عبدالواسيع کندهاری، مولوي عبدالباقي او د دوی هم عصره د پښتو ادب د معاصرې دورې د لومړي پړاو هغه شاعران او ليکوالان و چې ولس يې وېښ ساتو او د سراج الاخبار له لارې يې خپل پېغام تر خلکو رساوه.

د مولوي صالح محمد کندهاري لاندې شعر چې د ولسي وېښتيا لوی څرک پکې پروت دی، لوی انقلاب راويست حتی انګريزان يې دې متوجه کړل چې د مولوي صالح محمد کندهاري شعرونه او ليکنې په سراج الاخبار کې بندې کړي.

دا شعر چې اوږده مثنوي ده ځينې بيتونه يې دا دي:

يو سحر زما تر غوږ سوه له بلبله

په قفس کې يې ژړل دا يې ويله

چې بندي سوم د صياد له سخته دله

ولې نه پوښتي څوک حال زما يو له بله

ولې نسته بې فغانه کارو بار زما

ولې حبس ابدي راغی په وار زما

چاته وژاړم، پر چا باندې فرياد کړم

چاته خاورې پر خپل سر باندې باد باد کړم

چاته وګورم په څه شي زړګی ښاد کړم

د صياد له لاسه چاته عرض و داد کړم

څه راوسوه چې د تور قفس بندي سوم

نه خلاصېږم په دې بند کې ابدي سوم

دا يوه اوږده مثنوي ده چې د هغه وخت د محکومو او بې وزلو خلکو حال پکې بيان شوی دی چې په رمزي ډول ليکل شوی دی او په سمبوليک شکل پکې د خپلواکۍ جزبات څرګنديږي.

پوهاند عبدالحی حبيبي ويلي دي، دا شعر دومره مقبول شو چې کندهار کې د ښځو له خولو اورېدل کېده او د وطن له مينې به يې ژړل.

دې ورته ډېرې بېلګې شته چې د معاصر پښتو ادب لومړي پړاو کې شاعرانو مبارزه کړې ده، خلک يې ويښتيا ته هڅولي دي چې د دوی هلې ځلې، هڅې او د دوی پر شعرونو ليکنو او پېغامونو د خلکو ذهنيت جوړول و چې غازي امان الله خان د خپلواکۍ اخيستلو نيت وکړ نو خلک ورته ذهناً اماده وو، دوی په شعوري ډول روزل شوي وو چې د افغانستان د خپلواکۍ اخيستلو سبب شو.

د معاصر ادب دويم پړاو کې د استاد ګل پاچا الفت شعرونه او نثرونو څخه د انقلاب معطر بوی خېژي، هغه ډېر شعرونه ليکلي دي چې د ويده وجدان په بيدارولو کې لويه ونډه لري.

استاد الفت خپله يوه ليکنه کې د شاعر په اړه وايي: «که يو شاعر د نورو په شان هر چاته او هر شي ته سرټيټوي او په فکر کې يې د بغاوت جذبه نه وي موجوده له هغه نه د ښه شعر هېله نه شي کېدلی، شاعر بايد د فکري انقلاب علمبردار او بت شکن وي.»

د الفت صيب  له لوړو کرښو مالومه شوه چې له شعر څخه په ولسي پاڅون او انقلاب کې ستره ګټه اخيستل کېدلی شي او مخکې چې مو پرې بحث وکړ ترې اخيستل شوې هم ده، د الفت صيب په شعر او شاعرۍ کې د انقلاب بېلګې ډېرې ليدل کېږي.

په يو بيت کې وايي:

تعبير کړی ما په ظالمانو به چپه شي

اوربل يې ما په خوب کې پرېښان ليدلی دی

دغه راز د معاصرې دورې د اوښتون  پړاو مشال شاعر سليمان لايق هم هغه شاعر دی چې شعرونه يې له جوش او خروشه ډک دي، د خپل خلکو او ولس د وېښونې لپاره يې کتابونه ليکلي دي او ډېری شعرونه يې له اوسني حالاتو رنګ اخلي، د خپلو خلکو پر يووالي ټينګار کوي او د دښمن ماتې يې هدف دی.

هغه په خپلو اشعارو کې ولس جذبات ډېر ښه ځای پر ځای کړي دي چې لوستونکی او اورېدونکی هم په ولولو راولي.

نوموړی د چونغر په نامه ترانه کې وايي:

زما د نيکونو او پلرونو کوره

اې د رنګينو خاطرو چونغره

ستا هره تړه د تاريخ پاڼه

اې د لرغونو عظمتو چونغره

***

په دغو شا او خوا درو کې وايه

ستا شازلميان او سربازان څه شول؟

د هغو مړو لمبو ايرې کومې دي

د هغه اور سمندران څه شول؟

***

هغه بېباکه عاشقان چېرې دي

هغه د ژوند ښکلې ليلا څه شوه؟

دا ستا د خاورې په قدم قدم کې

د عشق او مينې تمنا څه شوه؟

***

ستا په درو کې چې شاهان خوځېدل

اوس هلته ويره او مرګو خوره ده

ستا په ښارونو او ماڼيو باندې

شګه او خاوره د قرنو خوره ده.

دا تر وروستيو يوه اوږده ترانه ده چې د خلکو د وېښونې لپاره پکې لوی پېغام پروت دی او د همدې ترانو زور و چې ډېری خلک د روس په وړاندې او دې ورته د نورو چپاونو په وړاندې راپاڅېدل او لوی بري يې ترلاسه کړل.

په دغه پړاو کې عبدالباري جهاني، استاد عبدالرووف بېنوا، استاد قيام الدين خادم، دروېش دراني، رحمت شاه سايل او ګڼو نورو شاعرانو د ولس خوځونې او بيدارونې سندرې او شعرونه ويلي دي.

دلته به د اوسني انقلاب يا پاڅون چې په لر او بر کې پيل شو د شاعرانو پر ونډه او د دوی د شعرونو څو بېلګې هم را واخلو.

په دې وروستيو کې د ۱۳۹۶ لمريز کال کې د خيبر پښتونخوا د مسعودو قبيلې يو زلمی د نقيب الله مسيد په نوم کراچۍ کې د پاکستاني پوځيانو لخوا ووژل شول، ظاهراً رسنيو کې د نوموړې د وژنې انګېزه دا وه چې د دولت ضد ډلو سره لاس لري، خو وروسته له پلټنو مالومه شوه چې هغه بېګناه و.

د دغه زلمي وژنې رنګ راوړ او د پښتو له بېلابېلو سيمو پراخ لاريونونه پيل شوه چې تر اسلام اباد ورسېدل، افغانستان کې هم ګڼو پښتو د خيبر پښتونخوا د لاريونونو په ملاتړ غونډې وکړې چې پکې کابل، خوست، ننګرهار، مزار کونړ او يو شمېر نور ولايتونه شامل وو، لاريونوال چې شمېر يې سلګونه زره کسانو ته رسېدل لس ورځې يې دوام وکړ او بالاخره پاکستاني حکومت يې غوښتنې ومنلې.

دې لاريون کې هم شاعرانو ښه ونډه لرله، دا چې په اوسني عصر کې ټولنيزې شبکې د اواز رسولو ښه وسيله ده، د مدني فعالانو، ځوانانو او مبارزينو ترڅنګ چې پر فيس بوک، ټوېټر او يو شمېر نورو شبکو له لارې يې خپل اوازونه رسول، دې ډله کې شاعران او ليکوالان هم وو چې ځينې بېلګې يې ما د ټولنيزو شبکو څخه راخيستي دي او دلته پرې بحث کوو.

په دې ډله کې استاد عبدالغفور لېوال، حاجي پير محمد کاروان، ممتاز اورکزی، ډاکټر احسان الله درمل، سيد حسينه ګل تنها او ما بصيرالحق عادل هم ورته ځينې شعرونه وليکل.

دا نعره چې له ډېره وخته وروسته د يووالي او ملي راټولېدنې غږ وو، هر پښتون او هر افغان دا غږ بدرګه کاوه چې شاعرانو هم ښه شعرونه وويل او ډېر ويده خلک يې راويښ کړ.

استاد عبدالغفور لېوال د انقلاب تر سرليک لاندې لاريون ته دا شعر وليکو:

د مارګلې لمن کې ټول په غورځنګو پرګنو

د اباسين د شور په شانې په څپو پښتنو

اې د سرتور باچا لښکر، په ولولو لېونو

اې د خوشال له رزمه ډکو پورتنو ښکتنو

*

وخت د دې وخت له مغول خېلو د حساب نږدې دی

افق ته ګورئ سباوون د انقلاب نږدې دی

***

اې د صمد شهيد په وينو رنګېدلو خلکو

د ځوان نقيب پر شهادت راقهرېدلو خلکو

اې د ملالې په ټپو کې زنګېدلو خلکو

له خپل قسمته ناخبره کړېدليو خلکو

له وينو ستړيو! ملګرتوب مو د کتاب نږدې دی

افق ته ګورئ، سباوون د انقلاب نږدې دی

***

اې د پرديو په جګړو کې جنګېدليه ولسه

د بل په عيش کې څرخېدله غورځېدله ولسه

اې د هېلمند او اباسين پر غاړو تږيه ولسه

د ړوند راهب په منترونو غولېدليه ولسه

پر اغزو ژوبله! بس يو دوه ګامه ګلاب نږدې دی

افق ته ګورئ سباوون د انقلاب نږدې دی

***

که دا ځل ولوېدې نو بيا دې هسکېدل نه شته دي

که د کاروان تر پښو لاندې شوې بيا تلل نه شته دي

ستا په تاريخ کې بيا په يو غږ خوځېدل نه شته دي

ستا د شعور او فکر داسې ځلېدل نه شته دي

ګوره غوسه کې دې ډوبيږي تور پنجاب نږدې دی

افق ته ګورئ، سباوون د انقلاب نږدې دی

دا شعر چې نورې برخې هم لري خلکو ته لوی پېغام لري، دوی په ولولو راولي او دا شعر پر ټولنيزو شبکو دومره لر او بر کېږي چې ډېر زلميان رابيداروي او د پښتنو د راپورته شوي غږ سره خپل غږ يو ځای کوي.

ډاکټر احسان الله درمل چې د نقيب مسيد د وژنې په غبرګون کې د پښتو د ملي غورځنګ ته يې شعرونه ليکل تر اوه ډېر انقلابي سرودونه وليکل چې وخت په وخت به يې خلک په جذبو راويستل او د ده شعرونه به يې لوستل.

د يو سرود ځينې بيتونه يې په لاندې ډول دي چې شور ترې څاڅي او د ولسي ويښتيا لپاره پکې لويه جذبه پرته ده:

لار که رښتيا هم وي پر څوکو د لمبو، راووزئ!

د باران څاڅکي شئ! يو ځای شئ! په شېبو راووزئ!

لکه د ډار احساس ميشته شئ د غليم په زړه کې!

له خپلو زړو لکه لښکرې د جذبو راووزئ!

پښتانه وير هم په سندرو کوي پېغلو زلمو!

د ننګ ډګر ته په ډولونو په چمبو راووزئ!

دا شعر هم تر پايه له ولولو ډک دی، فيس بوک کې هم ډېر بدرګه شو او د ځوانانو راپارولو کې مؤثر تمام شو.

معاصره دوره کې د سمون پړاو شاعرانو او تر ډېره کره کتونکو نويو شاعرانو ته توصيه کوي چې شعر دې د شعار په ډول نه ليکي او د هنر په مالګه دې يې ولړي، خو دغه شان وختونو کې داسې شعرونه وليکل شول چې هم په هنر لړلي و او هم يې خلک د خپل حق غوښتلو ته راوبلل.

حاجي پير محمد کاروان چې د معاصرې دورې د سمون پړاو له نوموتو شاعرانو دی د پښنتو لخوا پورته شوي سپېڅلي غږ ته يې يو غزل وليکو چې ځينې بيتونه يې په لاندې ډول دي:

پر سر يې سرې ټوپۍ ته وا غاټول د بيابان دي

لښکرې را روانې د ښاغلي باچا خان دي

راويښ د مرګ له خوبه د بابړې شهيدان دي

چې پښې يې د اتوم د څښتنانو په لړزان دي

لګېږي پر تندي د بولهب د ابوجهل

تېره پښتانه غشي بيا راخوشې له کمان دي

پرون وې تړمې اوښکې د افغان د يتيمانو

دا نن ترې جوړې ټکې، تندرونه د اسمان دي

د جنګ بلا چې ووژني موسکا پر ټولو وېشي

د کرکې نه، د مينې اود امن ميينان دي

حکومت سليماني به بيا د سولې د سپوږمۍ وي

فرمان به يې مني که غرونه غرونه تور دېوان دي

باروت باروت فضا به په خوشبو کاندي بدله

د پرخو لاروي د ګلابونو د کاروان دي

د کاروان صيب په پورته شعر کې وينو چې د خلکو ارمانونو ترجماني يې کړې ده او ورته يې ويلي دي چې اوس مو د غږ اچتولو وخت، ستاسو مبارزې رنګ راوړی دی.

د کاروان صيب کمال بيا دا دی چې دغه ډول تورو ته دومره هنري رنګ ورکړي چې ويده وجدانونو راوېښ کړي او بېواکه د لر او بر يو افغان نعره پورته کړي.

ښځينه شاعرانې هم بې خبره پاتې نه شوې او د خپلو زلميانو د راوېښولو لپاره يې پر ټولنيزو شبکو، له لنډيو، کاکړيو او شعرونو ګټه واخيسته، ډېری ځوانان يې وهڅول چې خپله درنا يا پرلت جاري وساتي.

د دوی له ډلې د خېبر پښتونخوا شاعره اغلې سيده حسينه ګل تنها وه چې خپل کمپاين يې تود وساتو هغه ځوانان چې د دښمن تر چړې لاندې د بېغورۍ په خوب ويده وو داسې بيتونه يې ورته وليکل:

راغلی پښتنو کې چې بدلون دی مړه پاڅه

غورځنګ پکې د نوي شان ژوندن دی مړه پاڅه

وطن نه د تيارو قافلې ورکې شوې پنا شوې

رڼا شوله يو نوی سباوون دی مړه پاڅه

نجيب نه تر نقيبه د حساب و کتاب وخت دی

په لر او بر کې يو شانتې پاڅون دی مړه پاڅه

دا زېری به اوس درنګ ساعت له ټولو ته رسېږي

د تور بدرنګ پنجاب نه مو بېلتون دی مړه پاڅه

بيدار شه په غورځنګ شه اوس خو تاته مو دي سترګې

دا ناسته خو دې هسې زړه چاودون دی مړه پاڅه

پوهېږم نن چې دي خو والله که اوس په سر يم

څه داسې لېونتوب او سخت جنون دی مړه پاڅه

دا تکه توره کرښه به اوس درنګ ساعت له نه وي

يو زېری د بې مثله پيوستون دی مړه پاڅه

په دې بيتونو کې يې وروستی بيت کې د تکې تورې کرښې څخه هدف د ډيورنډ تحميلي کرښه ده چې پښتنو په خپله دغه ملي پاڅون کې وويل، موږ لر او بر افغان بېرته يو ځای کېدل غواړو او موږ تر خپل منځ راښکلې کرښه نه منو.

په دغه څېړنه کې مو ولسي وېښتيا باندې د پښتو ادب اغېز ځينې بېلګې را واخيستې، دلته يوازې هدف دا نه دی چې شعرونو، يا نظم په دې برخه کې خپل اغېز ښودلی دی، بلکې نثر هم خپل مقام دې برخه کې ساتلی دی، په تېره بيا هنري نثر.

موږ که استاد ګل پاچا الفت نثرونه وګورو تر ډېره يې د ولس ويښونې لپاره ليکلي دي او هغه يې ښې بېلګې هم کېدلی شي.

دغه راز معاصره دوره کې مو ډېر شعرونه راواخيستل، لرغونې او منځنۍ دوره کې هم ډېرې بېلګې شته خو ما يو څو بېلګې په لنډه توګه راواخيستلې، ښايې راتلونکي کې په دې اړه يا زه خپله اوږده څېړنه وکړم او يا هم د يو بل څېړونکي ورته پام شي او زموږ له ادب دغه ډول موضوعات راټول کړي.

زه خپله دا څېړنه په خپلو څو بيتونو پای ته رسووم چې ما هم دغه لاريون چې د نقيب مسيد له وژنې يې رنګ واخيست او لس ورځې پښتانه پر يوه ټغر راټول کړل، وليکو:

ازادۍ ته زما سرود

پرې ورخېژئ انقلاب دی زنده باد دی

کور خراب د تور دښمن اسلام اباد دی

راوېښ شوي دي زلميان د پښتنو دي

يوه نعره يې ده دښمن مو مرده باد دی

دلته سپنه رڼا هلته تورتمونه

تاسو ګورئ هغه هغه نن برباد دی

پاڅېدلي پاچاخان او خوشال خان دي

را روان د خپلواکۍ معطر باد دی

هم ده توره هم قلم د عادل لاس کې

دا وطن خو په دې خپلو زلمو ښاد دی

پای

بصيرالحق عادل

اراکوزيا پوهنتون – هلمند

۱۳۹۶/۱۱/۲۳

ماخذونه:

۱: رښتين، پوهاند صديق الله، د پښتو ادب تاريخ، ۱۳۹۱، څلورم چاپ، مومند خپرندويه ټولنه

۲: هېواد مل، سرمحقق زلمی، د پښتو ادبياتو تاريخ، ۱۳۷۹، لومړی ټوک، دانش خپرندويه ټولنه

۳: روهي، سرمحقق محمد صديق، د پښتو ادبياتو تاريخ، ۱۳۷۸، دويم ټوک، دانش کتابتون، پېښو

۴: عادل، بصيرالحق، د پښتو ادبياتو تاريخ منځنۍ دوره، ۱۳۹۶، د پوهنتون چېپټر

۵: عادل، بصيرالحق، د پښتو ادبياتو تاريخ، اوسنۍ دوره، ۱۳۹۶، د پوهنتون چېپټر

۷: کاروان، پير محمد، فيس بوک پاڼه، د پښتنو لاريون ته ليکل شوی غزل

۸: درمل، ډاکټر احسان الله، فيس بوک پاڼه، د پښتنو لاريون ته ليکل شوی غزل

۹: لېوال، څېړندوی عبدالغفور، د پښتنو لاريون ته ليکل شوی نظم

۱۰: تنها، سيده حسينه ګل، د پښتنو لاريون ته ليکل شوی غزل

۱۱: عادل، بصيرالحق، فيس بوک پاڼه، د پښتنو لاريون ته ليکل شوی غزل

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .