ولي او پر څه خبریالانو ته د مرګ ګواښونه کېږي؟

۷ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۵۳ ب.ظ -

 بسم الله وطن دوست خبریال

وطن دوست

دا لومړی ځل نه دی چي موږ ووایو چي خبریالان په نښه کېږي او یا هم په نښه کړل سوي دي، بلکي د پاکستان له پیدایښت سره سم افغان ټبر کي د پوهي او مخ کسان په نښه کړل سوي دي. پنجاب تل غواړي چي موږ کي د سر سړي له منځه یو سي او د دوی جاسوسان په خلاصو تڼیو او پرته له وېري هغوی ته غلامي وکړي. نن سبا نړۍ تر ډېره پوري پر تبلیغاتي او رسنیزي جګړې بسنه کوي او دې برخي تر ډېره پوري ښه پایله ورکړې ده. دا باید ومنل سي چي د جمهور رئیس غني پر مهال تر اوسه پوري پاکستان نړۍ ته په ډول، ډول نومونو ورپېژندل سوی او دې برخه کي هم رول د رسنیو وو. په ټولیزه توګه رسنیو پاکستان ته په یو ډول نه په یو ډول سخته ضربه ورکړې ده او دا لړۍ لا هم دوام لري. دا چي رسنۍ د دولتونو څلورمه قوه بلل کېږي همدا ئې لاسته راوړني دي چي ستر قدرتونه پر ګونډو کوي او یا ئې هم نړۍ ته ښه معرفي کوي. د خبریالانو په اړه څو کرښي: لومړۍ: د منظور پښتین په راپورته کېدو کي د خبریالانو پر مهم رول سترګي نه سي پټېدای او دا اوس، اوس همدا خبریالان دي چي د محکومي پښتونخوا د ولسونو ږغ تر نړۍ پوري رسوي. دا چي پاکستانۍ رسنۍ د منظور پښتین پر سترو لاریونونو او غونډو سترګي پټوي د هغوی غلامي په ګوته کوي، خو دا چي افغان خبریالانو له ښاغلي پښتین سره همږغي پیل کړه او لا هم دوام لري پنجاب ئې غوسه کړی دی. دوهمه: دولتونه، سازمانونه او داسي نوري ډلي ټپلي پر هغو ملتونو راج چلوي چي ویده وي او د عامي پوهاوي کچي ئې ټيټه وي، نو دا چي خبریالان د عامه پوهاوي برخه پیاوړي کوي نو داغه ډلي ئې له منځه وړي. درېیمه: داغه رسنۍ دي چي فاسدین بربنډوي، خاینان رسواء کوي، غصبګر ټولني ته معرفي کوي او داسي نوري کړۍ افشاء کوي او له داغسي کسانو سره په شکل د اشکالو بهرني استخبارات په اړیکه کي دي او د دوی د ملاتړ پر مهال خبریالان تر ګواښ لاندي راځي. څه کول په کار دي: دا چي خبریالان د ولس له منځه راټوکېدلي دي ولس باید د هغوی ملاتړ وکړي او چا ته وخت ورنه کړي چي پر خبریالانو برید وکړي او یا هم ګواښ ورته وکړي. مسؤل بنسټونه باید د خبریالانو پر سر د پروژو اخستلو پر ځای د هغوی ژوند ته وګوري او ورته پېښ ګواښونو په له منځه وړلو کي پوره کار وکړي.

 

جاوید احمد سمسور خبریال

سمسور

په دې وروستیو کي په افغانستان کي د خبریالانو وژني زیاتي سوي، چي مثالونه یې په کندهار کي د عبدالمنان ارغند او په خوست کي د بي بي سي د خبریال وژني او دغه راز په کابل کي پر خبریالانو برید یادولای سو. دغه ډول بریدونه چي پړه یې یا داعش ډلي پر غاړه اخیستې او یا هم هیڅ کومي وسله والي ډلي نه ده منلې، زیاتي پوښتني را پورته کوي. له یوې خوا داعش هغه ډله ده چي هیڅ لوری یې معلوم نه دی او هر څه چي کوي کوم ځانګړی هدف نه لري. پر خبریالانو بریدونه که له یوې داخلي مافیايي کړۍ کوي له بلې خوا ګاونډي استخبارات چي په سر کي يې پاکستان یادولای سو هم د دې بریدونو تر شا دی، ځکه په وروستیو کلونو کي خبریالانو د افغانانو په عامه پوهاوي کي ډېر ستر رول ولوبوی او خلک له ډېرو موضوعاتو څخه خبر سول، په خاص ډول د ګاونډیو په دوه مخي توب او د پاکستان په شیطانت، نو له همدې امله ګاونډي هیوادونه هم غواړي چي د افغانانو سترګي وباسي چي هغه خبریالان دي او په دې ډول غواړي چي بیا هم ولس بیده پاته سي او د افغانانو دښمنان خپلو موخو ته ورسږي. نو کله چي په یوه ټولنه کي خبریال وژل کېږي معلومه خبره ده چي تر خلکو پوري حقیقتونه نه رسېږي او په دې سره هره ډله کولای سي چي خپلي موخي ترسره کړي، هغه که د خلکو په زیان وي او که د هیواد په زیان وي، ځکه خلکو ته بیا د دوی اصلي څېره څوک نه سي ښکاره کولای.

 

محب الله شبیر خبریال

شبیر

په روان کال کي تر دا مهاله په نړۍ کي ۱۸ تنه ژورناليستان وژل سوي دي چي تر ۸۵ فیصده زیاته برخه يې افغاني ژورناليستان جوړوي.  ژورناليست د ولس ژبه ده، د هغه لاوډ سپيکر دی، د هغوی د ستونزو راسپړونکي، بيانوونکي او تر مسؤلو چارواکو رسوونکی دی. دا چي ولي د ټوپک خوله له نورو څخه په يو وار خبریال ته واوښتل او د هغه ژوند اخلي، لاندي لاملونه موجود دي: ۱- خبريال د مفسدو چارواکو او فساد کوونکي رازونه افشاء کوي، د فساد په تور لیسټ کي افغانستان درېيم مقام لري او د خبريال دنده بيا د فساد په وړاندي مبارزه ده. دا چي دلته فساد څوک او څنګه کوي، چيري يې کوي، له چا سره يې کوي، خبريال ټول جريان له ولس او لوړو مسؤلینو سره شریک کوي. هغه کسان چي په فساد کي ښکېل دي، له لويه سره د انسان ژوند ورته مهم نه دی، نو دا چي خبريال د هغه د فساد راز افشاء کوي، په هيڅ معنی نه غواړي تر خپل ګټي تېر سي، نو د خبريال ژوند اخلي. ۲- د خبريالۍ اصول په پام کي نه نيول په افغانستان کي مسلکي خبريالي ډېره نوې ده او په دغه ډګر کي کار کوونکي هم ډېر کم دي. دا چي مسلکي کسان هم په کښي کم دي، نو اصول هم زياد نه په کي مراعت کېږي. کله د دولت وسله والي ډلي خوا ته ورډېر سوی وي او کله هم د دولت خوا ته. يعني کله د دولت پر فساد سترګي پټي کړي او کله د مفسد پر فساد او کله هم د دولت د مخالفي وسله والي ډلي پر فساد؛ دغه کار د هغه ژوند ګواښلی دی. د خبريال بې طرفه پاته کېدل، د هغه ژوند تضمينوي، نو دا چي طرف نيسي، اصل تر پښو لاندي کوي او ژوند ته يې ګواښ پېښوي. ۳- خبريال د رسنۍ د نوم او یا له هغه سره د کار کولو له امله وژل کېږي په افغانستان کي د نړيوالو رسنیو خورا ډېر کارکوونکي کار کوي. دلته ځيني داسي رسنۍ سته چي د دولت وسله وال مخالفين يې نه غواړي، په پراخه توګه فعاليت وکړي، نو د رسنۍ د نوم او د هغه پاليسۍ له امله د هغه کارکوونکی او غړی وژل کېږي او له منځه وړل کېږي. دا چي دا کار څوک کوي، معلومه خبره ده چي د هغه رسنۍ مخالفت کوونکي يې کوي. ۴- د امنيتی وضعیت خرابوالی امنيتي وضعیت خرابوالی لکه د نورو خلکو په څېر د خبريالان ژوند هم ګواښوي. کله چي پېښه کېږي، نو خبريال لکه يو عسکر، ډاکټر او یا بل کس ژر ځان هم هغه ځای ته رسوي. کله چي بريدګر تکتیکي بريدونه پلان کړي وي، نو خبريالان د هدفي کسانو سره، خپل ژوند هم له لاسه ورکوي. په دغه راز پېښو کي د خبريالانو سره ډېره ملکي وګړي هم قربانيان سوي دي. ۵- ځيني جورنالستان فساد کوي! ځيني داسي ژورناليست سته چي په فساد کي ښکېل دی. له فساد څخه موخه دا ده چي دوو مخالفو ډلو تر منځ د يوه بې حده ستاينه کوي، تبليغ ورته کوي، پر بدو يې پرده اچوي او ښو ته يې انعکاس ورکوي. کله چي مقابل طرف دغسي تبليغ ويني، نو د نه زغم له امله د هغه ژوند اخيستلو ته هرومرو چمتو کېږي. ۶- له ژورناليست سره مهم معلومات موجود وي! ژورناليستانو سره د اشخاصو، چارواکو، کړيو، سياسي او مخفي ادارو خورا جالب معلومات ورسره وي. د دې له پاره چي دغه معلومات افشاء نه سي، نو هغه کړۍ چي معلومات يې ورسره وي، د هغه ژوند اخلي او وژني يې. دغه کار نه يوازي په افغانستان کي موجود دی، ولي په ټوله نړۍ کي کېږي. ۷- د افغانستان د پرمختګ نه زغمونکي هيوادونه خبريالان تل هڅه کوي هغه خبرونه خپاره کړي چي د ولس توجه جلب کړي، نو د افغانستان د پرمختګ خبرونو يو له هغه ډول خبرونو دي چي خبريالان يې تل خپروي؛ نو هغه هيوادونه چي د افغانستان پرمختګ نه سي زغملای، بد يې ځني راځي او نه غواړي دغه کار دوام وکړي، نو دغسي خبريالانو ته اخطارونه ورکوي، ګواښوي يې او بالاخره ژوند يې اخلي.

 

پيرمحمد سيلاب دسياسي چارو کارپو

سیلاب

که موږ د خپلې ټولنې اړخونه مطالعه کړو، نو په حقه ویلای سو چي زموږ د ټولنې اکثریت خلک بې سواده دي او نسي کولای چي د جامعې عیني حقایق درک کړي. له بله اړخه زموږ د ټولنې روڼ اندي قشر هم ندی توانېدلی چي د ټولنې عیني حقایق لکه څنګه چي لازمه ده ندي بیان کړي، یا هم په بل عبارت له هغوی څخه درست درک نلري. ددې ټولو مسایلو د حل او لیري کیدو لپاره د بیان ازادۍ شرط دی. ولې پوښتنه دلته ده دا چي ژورنالیستان د بیا ازادۍ د طرحه کیدلو او عملي کیدو برخه کې مهم رول لري او د ټولنې حقایق بیانوي، نو په داسې هيواد لکه افغانستان کي دا کار ډېر خطر هم ایجادولای سي. یو ستونزه د خبریالانو هم ده، هغه دا چي ډېری يې غیرمسلکي او ځینې يې ان حقیقتونه تحریفوي، خو زیات شمېر با وجدانه او هيواد ته صادقه خبریالان حقیقتونه خپروي. رشوت، زورواکي له قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنه او دې ته ورته نورې غیرقانوني کړني په ورځني ډول هيواد کي یو دود ګرځېدلی. نو پر هيواد مین او ژمن خبریالان د دې ظلمونو او غیرقانوني کړنو په وړاندې هر وخت ږغ پورته کوي او دا خلک ټولنې ته په ښکاره ډول معرفي کوي، نو په همدې توګه څوک چي قانون او دولت ته ژمن نه وي، نو ښکاره ده چي د بیان ازادۍ ته هم نه دي ژمن او د همدې قانون ماتوونکو غوسه د خبریالانو پر ضد را پارېږي او بېلابېل خڼډونه او ستونزې ورته جوړوي، خو متاسفانه باید وویل سي چي دا ستونزې زموږ د دې رښتینو خبریالانو د ژوند په بیه هم تمامېدایسي. که چیري په ټولیزه توګه د مافیا، فساد قانون ماتونې مخه ونه نیول سي، نو تل به هيواد کي د بیان ازادۍ خوله ګونګه وي، داچي خبریالان په شهادت رسېږي او ورته ستونزې جوړېږي د دې معنی نه لري چي نور به باوجدانه او صادقه ژورنالیستان له حقایقو په شا سي، دا لړۍ به لاهم دوام لري.

 

انجنير زلمى د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز مرستیال زابل

وطن

خبريالان چي د یوې ټولني سترګي، غوږونه او ژبه بلل کېږی او تل يې هڅه کړې چي په ټولنه کي پېښېدونکي واقعات او حقايق په دقيق ډول راپورته او دبېلابېلو لارو يې تر خلګو ورسوي، تر څو ټولنه ويښه، فعاله او د هر ډول ستونزو ځان خلاص کړي. د بيان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی او د رسنيو نور بېلابېل قوانین هم همدې هدف ته رسېدولو لپاره جوړ سوي، خو زموږ په ټولنه کي د دې ټولو قوانينو په شتون کي بیا هم د خبریالانو په وړاندي يو عالم ستونزي سته. په ټولنه کي د ناپوهي او شعور سطحي د ټيټوالي له امله هر څوک خبريال خپل دښمن ګڼي او يا یې هم په خپل ګټه د کارېدو کوښښ کوي، همدا اوس مو په ټولنه کي هره ورځ خبريالان شهيدانېږي، ژوبل کېږی، يرغمل کېږی او په بېلابېلو لارو تحديد اوسانسورېږی. د بېلابېلو اشخاصو او ډلو لخوا په يو اوبل نوم د خبريالانو کواښل بل هغه لامل دی چي خبريالان خپل کار کولو ته نه پرېږدي او نه هم د دغه ستونزي له امله د بيان ازادي تاميندالای سي. د خبريالانو کواښلو او تحديدولو په دې وروستيو کي تر بل هر وخت زيات زور اخيستی، ځکه دولت او حکومت د څو تنو خبريالانو پرله پسې شهادت له امله هيڅ قاطع تصميم او اقدام ونه کړ، چي د خبريالانو څخه د حکومت دغه تش په نوم ملاتړ نورو زورواکانو ته د دې زمینه برابره کړه چي هر يو پر خبريالانو خپله غوسه سړه او سترګي راغټي کړي او حتی ځیني زورواکان خو يې لا په مرګ وکواښي. او د خبريالانو په وړاندي دغه ګواښونو د يو شخص يا لوري نه دي، بلکي هره ورځ په بېلابېلو بڼو خبريالان د بېلابېلو لوريو کواښل کېږي. وکيلان او قومي مشران يې د شخصي ګټو، شخصي کمپاين کولو، د نورو سره په سيالۍ کي لوړ راوستلو، د مځکو د غضب، ظلم فساد او نور مسايلو نه روښانه کولو په خاطر کواښي. دولتي او سياسي چارواکي يې د خپل غفلت، تېروتنو، فساد او نورو قضيو په پټولو کواښي او يا يې په خپله ګټه د استعمالولو کوښښ کوي. وسله وال مخالفين يې بيا په نورو نومونو او يا د دولتي اشخاص سره د تړاو په نوم کواښي. همدارنګه ځيني نوري ډلي سته چي د بېلابېلو لاملونو له امله هره ورځ خبريال کواښي. خو خبريالانو د دې ټولو ګواښونو د شتون سره سره خپل سر په لاس کي اخيستی او د بيان ازادۍ او معلوماتو رسولو د اتلانو غوندي مخته ځي، خو دولت هم بايد د خبريالانو دغه قربانۍ عبث او بې څه نه کړي، ځکه په ديموکراتو هيوادونو کي د خبريالانو ساتنه او بيان ازادۍ څخه ملاتړ او د خبريالانو لپاره د کواښونو خلاص محيط رامنځ ته کول د حکومت په اساسي مسؤليتونو کي راځي. نو د ملي يووالي حکومت څخه هيله لرو چي اوس لا نه دی ناوخته هغه وعدې چي د انتخاباتو پر وخت يې کړي او يا يې هره ورځ کنفرانسونو پر محال کوي تر يو حده عملي کړي. پر خپلو ژمنو وفا وکړي او د خبريالانو په وړاندي دغه ستونزي، ګواښونه، تحديدونه او وژنو مخنيوی وکړي. که نه نو د بيان ازادۍ دغه ژبه او قلم به ګونګ او په ټولنه کي به يو غوبل جوړ سي. د زورواکانو او چارواکو چي څونده ظلم، فساد او غصب زړه غواړي هغه ډول به يې ترسره کوي.

 

کامران ( غمشریک ) د زابل اوسېدونکی

کامران

شروع به له دې وکړو چي خبریال یا ژورنالیست د ټولني هغه فرد یا شخص دی چي د ټولني او هم د یو هیواد او یو ولایت د چاپېریال په مدار کي د یو ګرځندوی سیارې په شکل ګر ځي او لټون کوي، تر څو دا ولس او د ټولني هراړخیز ویلي او ناویلي د پردې شاته پټ په هر وخت او هر ځای کي هغه حالت چي ټولنه او ولسونه ورسره مخ ده خبریال یا ژورنالیست په خپله خوږه او باوري ژبه هغه حالت راوسپړي او جوته کړي چي څوک او څنګه او څه حالت دی او بله دا چي خبریال یا ژورنالیست د ټولني د سترګي، ژبي او هغه څه دی چي د یو ولس هغه ګونګ حالت ګویانوي او عیانوي او همدارنګه خبریال هغه پل دی چي ټولنه او ولسونه له دغه طریقه خپل پېچلی حالت تر شاپرېښودلای شي او خپل هدف لیدلای شي او ځان ورته رسولای شی. بدبختانه باید ووایو چي موږ په یو داسي هیواد کي ژوند کوو چي هره لحظه او هره ثانیه او هر حالت یې یو خبر دی. نو له دې سره په داسي ټولنه او داسي حالاتو کي خبریال ته اشد ضرورت شته. که څه هم په دې ټوله پوهېږو چي خبریالان خپلواک او ناپیېلي اشخاص دي، خو له دې سره سره په بعضي مواردو کي له بده مرغه خبریالانو سره داسي سلوک کېږي چي د خبریالانو د قانون سره سره یو قانون هم که نړيوال وي او که د افغانستان اساسي او د ژرنالیستانو قانون وي اجازه نه ورکوي هر هغه شخص ته چي د خبریال په وړاندي غیرقانوني اوغیرانساني اوغیراصولي حرکت وکړي. په تعصب سره په نننۍ ټولنه کي بعضي کړۍ او بعضي اشخاص د خپلو شخصي ګټو او همدارنګه بعضي یې د خپل موقف د ساتلو لپاره د خبریالانو توهین کوي او حتا هغوی په مرګ ګواښي. هر فرد پوهېږي چي ژورنالیست په ټولنه کي په زیاته کچه موثریت اومثمیریت لري، نو د لوی خدای (ج) له دربار څخه دا هیله او ارزو کوم چي خبریالان او د افغانستان هر فرد په خپل آمن کي وساتي. بیا هم باید ووایو هغه شخص چي یو ګونګ حالت او یو ګونګه ټولنه ګویانوي او دردونه او کړاوونه یې نړۍ ته ښکاروي چي ژورنالیستان دي، چي د دوی په حق کي تېری ونه شي او د هغوی حق د ژورنالیستانو په وړاندي د قانون له نظره او د اساسي قانون له نظره خوندي وساتل شي او همدارنګه د افغانستان د ملی وحدت د حوکمت څخه مو دا هیله ده، چي د ژورنالستانو امنیت تامین، تر څو د هغوی حقوق پایمال نه شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .