ولي د برېښنايي تذکرو د وېش پر مهال سياسي مخالفتونه راپورته سي؟

۸ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۳۳ ب.ظ -

شاه آغا اکرمي – سياسي فعال

د برېښنايي تذکرو موضوع دا درې کاله کېږي، چي د خبرونو سرټکي جوړوي. درې کاله دمخه ولسمشر اشرف غني د برېښنايي تذکرو د وېشلو قانون توشېح کړ، چي له مخي به يې په هغه کي د افغان او اسلام کليمه نه ذکر کېدل، چي د ولسمشر دغه کار د هيواد په سطحه خورا د توندو غبرګونونو سره مخ سو او خلک مظاهرو ته وهڅول سول او د عام ولس غوښتنه هم همداوه، چي په برېښنايي پېژندپاڼو کي دي د اسلام او افغان کليمې ذکر سي، ځکه اسلام مو دين دی او افغانيت مو هويت دی او د هيواد څخه بهر موږ نړيوال د افغان په نوم پېژني، نه د پښتون، تاجک، ازبک او نور، خو ځيني بيا په دې باور دي، چي د افغان کليمه يوازي د افغانستان د يو خاص قوم نماينده ګي کوي، چي هغه عبارت دي د پښتون څخه او په دې هکله ځيني تاريخي شواهد هم وړاندي کوي، خو دا چي دا به څومره حقيقت ولري، په دې خداى ج ښه خبر دی او زه دلته نه غواړم چي د دې خبري تاريخي شاليد بيان کړم. زما په نظر، هر وخت چي د بريښنايي تذکرو د وېش لړۍ د پيلولو خبره راپورته سي، ورسره سم سياسي مخالفتونه هم زور واخلي او په يوه او بله بهانه دغه ملي پروسه دا درې کاله کېږي، چي د خاصو کړيو د فشار له کبله ځنډول کېږي، دغه خاصه کړۍ په دې پوهېږي چي دغه برېښنايي پېژندپاڼي د سيمي د هيوادونو په کچه خورا بيساري دي او ډېري ګټوري دي، چي له يوې خوا څخه به د ټولو مېشتو قومونو دقيق ارقام معلوم سي او له بل لوري به هر قوم ته د هغه د نفوس په اندازه واک او اختيارات ورکول کېږي او په دې سره به د هر چا خپله برخه معلومه وي او څوک يې د حق خوړولو او د هغه تر پښو لاندي کولو جرئت نه لري، حتي د هيواد اقليت هيوادوال چي هغه هندوان دي هغو ته به هم خپل حق ورورسېږي او له بلي خوا به د دغو برېښنايي پېژندپاڼو په وېشلو سره موږ د يو شفاف او عادلانه ټاکنو شاهدان واوسو، ځکه هر هغه څوک چي دغه تذکره اخلي، نو هغه به بايومټريک کېږي، چي په دې کار سره به هيچ چا ته د فساد زمينه برابره نه سي او هر فرد به د يوې رايي ورکولو حق لري او بس.

شاه آغا اکرمي - سياسي فعال

شاه آغا اکرمي – سياسي فعال

او همدارنګه هر کله چي يو څوک د بايومټريک له پروسې څخه تېر سي، نو د هغه نوم په مربوطه ډيټابېس کي ثبت سي او په راتلونکي کي که چېري د کوم جرم مرتکب سي، د موټر چلولو لېسنس او يا يې هم خپل ماليه نه وي تحويل کړې، دا او دې ته ورته نور په لس هاوو نوري ګټي هم لري، چي په عملي کولو سره يې د جرايمو او د فساد ګراف د پام وړ کمښت مو مي. يوه بله مهمه موضوع چي افغان حکومت بايد ورته جدي پاملرنه وکړي هغه دا ده، چي پر دغو برېښنايي تذکرو باندي اوس فقط د افغانستان نقشه ده او هغه د ډيورند فرضي کرښه نه ده پکښي ترسيم سوې، چي دا خپله دا مانا ورکوي، چي ګواکي افغانان دغه فرضي کرښه په رسميت پېژني او هغه د پاکستان جغرافيې ته مربوط ګڼي. حال دا چي داسي نه ده، حکومت بايد دغه باريکي نقطې ته توجه وکړي او پر برېښنايي پېژندپاڼو باندي هغه د افغانستان جغرافيايي نقشه له سره اصلاح او د ډيورند فرضي کرښه دي هم ورسره ترسيم سي، تر څو پاکستان او نړيوال په دې پوهه سي، چي دا کرښه د افغانستان د جغرافيې مربوط ده او دا زموږ ده.

عبادالله ماموند – مدني فعال

په افغانستان کي هره ستونزه په يو نه يو ډول بهرني لاملونه لري، له هغې ډلي د افغاني هويت مخالفت هم بهرنۍ اجنډا ده، چي متاسفانه يو شمېر هيوادوال يې په ډېري سپين سترګۍ سره اجرا کوي.

عبادالله ماموند - مدني فعال

عبادالله ماموند – مدني فعال

د افغانستان خلک ټول د قانون له مخي او هم د تاريخي هويت او منشا له مخي افغانان دي، خو دا چي د الکترونيکي تذکرو وېش سلګونه ګټي لري او آن د بې امنۍ او بې ثباتۍ په ختمولو کي مستقيم آغېز لري، پر دې بنسټ ګاونډي او نور هيوادونه چي د افغانستان ثبات او امنيت نه سي زغملای خپل لاسپوڅي د دغي مهمي، ملي پروسې ننګولو ته هڅوي، غوره ده چي د دې د سيسو مخه په جديت سره ونيول سي.

همايون نايل – ليکوال او ژورناليست

د افغان کليمې یاني د خپل ملي هویت په ذکر کولو سره د برېښنايي تذکرو په وېش د یو شېر قومپالو او نژاد پرستانو تعصبي نظريې او د خلکو راپارونه د ایران د جاسوس چنګېز پهلوان له وخته سرچینه اخلي، یعني د افغان یا افغاني پر وړاندي د هغې مفکورې ریښې لا اوس هم سته او تر پخوا یې غښتلي کړي دي، چي ویل به یې (ما افغانستاني هستیم) او یا باید خراساني وویل سي، دا ځکه چي په افغانستان کي د یرغلګرو ځواکونو پر وړاندي د یو لوی اکثریت مقاومت او د هغوی د یووالي د له منځه تللو هڅه باید سوې وای او د ټولو هغو کړیو، چي د جاسوسۍ افتخارات یې درلودل او د یرغلګرو ملاتړي یا د اوښتو پلونه ګڼل کېدل، ګټي په ګواښ کي وې. په افغانستان کي د وګړو د شمېرني له مخي، د اکثریت او اقلیت انټروال له ډېري اوږدې مودې په همدا ډول ثابت پاتي دی، چي پښتون قوم اکثر او نور قومونه په اقلیت کي راځي، خو که د وګړو شمېرنه له پامه غورځول کېږي یا نه، بیا هم څوک نه سي کولای چي د اقلیت او اکثریت د دغه انټروال نښي له منځه یو سي. د ببرک کارمل د واک ته رسېدو له پیله دا مفکوره بېخي څرګنده وه، معتصب او قومپال هڅول کېدل، تر څو باید د اکثریت او اقلیت انټروال نور مات سي. خو د نجیب الله د حکومت په رامنځ ته کېدو سره روسیې او ایران غوښتل چي د افغانستان صدراعظم سلطان علي کشمند په واسطه د افغانستان د تجزیه کېدو او همدا راز د یاد انټروال د خواوو په بدلولو کي خپلي موخي په بریا کي ولټوي. له ایران څخه راغلي کشمند دلته له سته اقلیتونو سره ژمنه کړې وه چي په هر ډول وي، چي دوی به اکثریت پښتون په اقلیت او اقلیت به اکثریت ته ورسوي.

همايون نايل - ليکوال او ژورناليست

همايون نايل – ليکوال او ژورناليست

له همدې امله خو د خلق دیمکراتیک ګوند غړو مخالفتونه پیل کړل او د کشمند خوله یې ورماته کړه. د هغه پیغام غیرپښتنو ته همدا و، چي دوی باید افغان یوازي پښتون ته وکاروي او خپله باید افغانستاني یاد کړل سي. چنګېز ځکه دا مشوره ورکوله چي دوی په ایران کي هیڅ ایراني ته داسي نه ویل چي دی ایران دی، بلکي د اوس په څېر به یې هغه وخت هم د ایران اوسېدونکی د ایراني په ملیت نوماوه. دوی ته یې وویل، چي که دوی هم د افغان پر ځای د افغانستان غیرپښتون نژادو ته افغانستاني ووايي، د ایران په څېر به ځانګړي سي او له دې سره به د ایران مرستي پر دوی لا ډېري سي. خو د هغه وخت غیرپښتون جنګسالارانو به دا فکر نه کاوه چي که موږ افغان پښتون ته اطلاق کوو، نو په خپله افغانستاني هم بيرته هماغه د پښتون لپاره د اطلاق مانا لري او دوی پرته له دې چي افغانستاني ووایي، کولای سي چي افغاني هم ورته ووايي، خو د جاسوسۍ کوم جال چي د دوی پر ذهنونو او سترګو را غوړېدلی و او یا یې پر زړه د غلامۍ تور مهرونه لګېدلي ول، له دغي مفکورې یې انکار نه سو کولای. د ماندګار په نامه د ولي مسعود ورځپاڼه، چي دغسي لانجمونو موضوعاتو ته ډېره لمن وهي، د افغان یا افغاني کليمه به یې که په کوم ځل په سؤتفاهم کي کارولې وي، وي به، خو نور یې له ولسمشره تر عادي افغان او آن مهاجرو پوري ټولو ته همدا د افغانستاني کليمه کارولې ده. د روسانو په مقابل کي که جهاد سوی دی، د دغو جنګسالارانو ونډه پکي لکه د لمر په څېر روښانه ده او دې ته اړتیا نسته چي ووایو، پر روسانو به یې په تېروتنه کوم ډز کړی وي او که نه، خو دا هم څرګنده وه چي د هغه وخت مرستي له چا سره کېدې او له یرغلګرو سره د هغوی د ګازي موټرو په لېږد کي چا مرسته کړې ده؟ په بلخ، کندوز، تخار، بدخشان، هرات او ورته د نورو ولایتونو د پښتو په کلیو چا بمبارونه کړي دي او چا د پښتون قوم د په نښه کېدو هڅه کړې ده؟ هماغه خلک نن هم د افغانستاني خبره یادوي او هیڅ کله د افغان په نوم د تذکرو اخیستلو ته زړه نه ښه کوي. د ټوپک له خولې خوړونکي پرته له ټوپکه، د خپلي خولې مړۍ د مار په حلق کي ویني، نو ځکه خو باید خپلو مخالفتونو ته په شدت ورکولو سره خپلي موخي د تېر په څېر ومني. خو اوس ښکاره ده، چي د داسي حلقو په له منځه تلو کي بې ساری پرمختګ ليدل سوی، لاره او ګودر ترې هېر سوي دي او پرته له دې چي د تاریخ د جوړېدو ورکه لار پیدا کړي. یوازي د خراسان خبره چي اوس یې هم د ایران جاسوسان زمزمه کوي، په دې لا نه دي خبر چي خراسان د تاریخ په اوږدو کي هیڅ کله هم ځانته پاچاهي نه ده کړې او نه هم ځان ته د کوم هيواد یا مملکت سیمه ګڼل سوې ده، بلکي د ایران او افغانستان تر منځ د ځینو سیمو برخه ده، چي په ټوله مانا د ایران او یا د افغانستان نه ګڼل کېږي. د همدې لپاره باید جوته سي او دوی دغه مفکوره له یاده وباسي، چي کواکي د خراسان دي هر افغان ته وکارول سي. د افغان کليمه له شک پرته د ټولو هغو وګړو لپاره چي په افغانستان کي مېشت دي او د افغانستان د ملي هویت پاڼه ورته ور کول کېږي، افغان دی او هیڅ کله د پښتون مانا نه لري.

داؤد سليمي – د ځوانانو فعال

د هیواد په جغرافیي جوړښت کي مختلف قومونه، مذهبونه…. او آن تر ګوندونو پوري مېشت دي، چي د څو لسیزو وړاندي او بیا تر ننه موږ د ګاونډي هیوادونو سره هم مذهبه، هم ژپه او هم کلتوره مېشت ولسونه لرو. دا ولسونه چي زیات وخت برېښنایي پیېندپاڼي د همدې سلسلو قرباني کېږي، بله اساسي مسئله د ګاونډیو استخباراتي لاس وهنه ده، دلته ګڼ شمېر وکیلان، لوړپوړي چارواکي چي تر یو عادي مامور یې هم امکان سته زیات وخت همدوغو مسایلو ټکنۍ کړي دی.

داؤد سليمي – د ځوانانو فعال

داؤد سليمي – د ځوانانو فعال

بل پلو، د ټول هیواد مېشت ولسونه چي د زده کړي له بهیر او ستر نعمت بې برخي وو، په بېلابېلو نومونو بېل او ووېشل سوه، شاید! تاسو ته سوال پیدا سي چي د ولسونو بېلوالی او برېښنایي پېژندپاڼو یې سره څه؟ نفاق لویه بلا ده، چي آغېز یې د هیواد ناورین حالت څرګند او ژوندی مثال دی، که چېري ولسونه په یوه آواز او یوه ږغ سي، شته ناخوالي به سلسلنه خاتمه مومي او دا هیواد به د رڼا ګانو شاهد واوسي.

نظرمحمد رودي – د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز مشر

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر مهال ځکه هر وخت سیاسي مخالفتونه راپورته کېږي، چي په دې موضوع کي بهرنۍ کړۍ مداخله کوي، په حکومت او ملي شورا کي داخل کېدای سي. ځیني کسان د ځیني بهرنيو هيوادونو په اشاره په لوی لاس د دې ملي پروسې په مخ کي خنډونه پيدا کوي او هر وخت چي د دې پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیلېږي، نو ځيني وخت د داسي کسانو لخوا هم خنډ رامنځ ته کېږي، چي موږ هیڅ دا طمع نه سو ځیني کولای.

نظرمحمد رودي - د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز مشر

نظرمحمد رودي – د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز مشر

خو ټول دي په دې پوه سي، چي اسلام هغه مقدس دين دی، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت څخه بیا تر اوسه پوري مسلمانانو ډېري قربانۍ پرې ورکړي دي او هم موږ چمتو یو چي خپل سر پر قربان کړو. د دې تر څنګ افغانیت هم زموږ ننګ دی او موږ د افغانیت پنځه زره کلن تاريخ لرو، موږ برېښنايي پېژندپاڼي هغه وخت غواړو، چي دغه مقدسي کلیمې پکښي ځای پر ځای سي او د دې پرته په هیڅ صورت چمتو نه یو، چي دغه پېژندپاڼي واخلو، دا زموږ قوي ايمان او وجدان دی او هیڅکله مو ايمان او وجدان دا نه مني.

ذبېح الله رشيديمدني فعال

څرنګه چي په افغانستان کي مختلفي مافیایي او متعصبي ډلي، چي غواړي د تل لپاره د واک پر ګدۍ پاته سي، نو د پردیو د استخباراتي سازمانونو په اشارو او همدارنګه د خپلي نامشروع سیاسي سوداګرۍ د دوام لپاره د(یو تن او یو وجود) افغان ملت تر منځ د کرکي زهر شیندي، تر څو پوري چي لاندنیو اهدافو ته رسېدلي وي او هم یې خپل بهرني بادارن خوشحاله ساتلي وي: ۱- که چېري برېښنایي پېژندپاڼي توزیع کېږي، نو د ټاکنو د شفافیت تضمین ورکوي، کله چي په ټاکنو کي شفافیت رامنځ ته کېږي، نو د مافیا ګټي له خطر سره مخ کېږي، ځکه د شفافیت په نتيجه کي د ولس رښتیني استازي دولت ته لاره پیدا کوي.

ذبېح الله رشيدي - مدني فعال

ذبېح الله رشيدي – مدني فعال

۲- څرنګه چي په برېښمایي پېژندپاڼو کي د قوم کليمه ذکر سوې ده، فلهذا د اقلیتونو هغه اشخاص او افراد چي هم یې د هغه اقلیت پر ستوني پښه لګولې او هم یې د دې اقلیت په نامه کلونه-کلونه د یو هيواد د اکثریت حقوق پایمال کړي دي، نه غواړي چي له دې لاري یې حقیقت خلکو ته څرګند سي او هم د نړیوالو سازمانونو ترلاسه کېدونکي کومکونه له لاسه ورکړي. زه متیقین یم، که د هغوی دا غوښتنه “چي له تذکرو څخه دي د افغان کليمه لېري کړل سي” هم ومنل سي، بیا به هم هغوی د دې ملي او حیاتي پروسې د لاري خنډونه جوړېږي، ځکه د هغوی هدف دا نه دی چي افغان کليمه دي یا وي او یا هم نه، بلکي هغوی غواړي د ټولني د نالوستي قشر له احساساتو څخه په ګټه اخیستني سره خپلي نامشروع واکمنۍ ته لا نور هم دوام ورکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .