ولي پر نشه د ‎روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلي زياتېږي؟

۲۷ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۳۸ ق.ظ -

رحمت الله افضلي: د پوهنتون استاد

زموږ په ټولنه کي رښتيا هم چي پر نشه د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلي ډېرېږي، چي دا ډېرېدل بېلابېل لاملونه لري، چي زه دلته په لنډه توګه ورته اشاره کوم: که څه هم دولت د نشه يي توکو کښتونو باندي بنديز لګولى دى، خو بيا هم په ډېرى سيمو کي کوکنار او بنګ کرل کېږي، چي د کښت سره ډېرى خلک پر نشه روږدي شي.

رحمت الله افضلي: د پوهنتون استاد

رحمت الله افضلي: د پوهنتون استاد

بل زموږ په لويو ښارونو کي لا هم په ښکاره ډول د نشه يي توکو پېر او پلور روان دى، دولت په دې برخه کي هيڅ اقدام نه دى کړى او داسي هم ويل کېږي چي يو شمېر دولتي قوماندانان هم د نشه يي توکو له کاروباريانو سره لاس لري، تر څو ستونزي ورته جوړي نه سي. بل لامل د نشه يي کسانو پر وخت نه درملنه ده، کله چي يو څوک په نشه روږدي سي، لومړى خو ترې کورنۍ ژر نه خبرېږي، که خبر سي بيا يې ژر درملنه ناشونې وي، پر ځاى د دې چي درملنه يې وکړي، وهل -ټکول ورسره کوي، چي په دې سره نشه يي ځوان نور هم نشې ته مخه کوي او خپل سکون په نشه کي ويني. بل لامل يې په ادارو کي د نشه يي کسانو پر دندو ګمارنه ده، چي دا خپله له ځان سره نور ګڼ کسان پر نشه روږدي کوي او د نشه يانو د ډېرېدو باعث کېږي، نو دولت او اړونده ادارې دي پورته لاملونو ته په کتو سره اقدام وکړي، لېري نه ده، چي پر نشه د روږدو کسانو کچه راټيټه شي.

عبدالستار ستورى:  د پوهنتون استاد

 پر نشه د روږدو کسانو د ډېرېدو ښه ډېر او ښکاره لاملونه سته، چي تر ډېره پوري ترې خلک خبر هم دي. له بده مرغه، ليدل کېږي چي په لښکرګاه ښار کي نشه يان په آزاده توکه نشه يي توکي رانيولاى سي، هيڅ ممانعت يې پر وړاندي نسته او د بدمرغۍ ځاى خو دا دى، چي اکثره تفريحي پارکونه د نشه يانو د نشې پر مرکزونو بدل سوي دي. په عام بازار کي نشه يان نشه کوي، ښاريان هم ورته ګوري، پوليس هم ورته ګوري او هغه کسان چي د نشه يانو د نيوني مسؤليت لري هغه هم ورته ګوري او هيڅ ورته نه وايي. په لښکرګاه ښار کي د نشه يي توکو لوى مرکزونه فعاله دي او ويل کېږي، چي د پردې تر شا ټکس هم ترې اخيستل کېږي، نو خود به پر نشه د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلي ډېرېږي. له بده مرغه دولت هم د نشه يانو په نيونه، د دوى په راټولونه او درملنه کي پاتي راغلى او په دې برخه کي هيڅ اقدام نه کوي.

عبدالستار ستورى:  د پوهنتون استاد

عبدالستار ستورى: د پوهنتون استاد

لومړى دولت او بيا د دې ټولني هر وګړى مسؤليت لري، چي په دې برخه کي خپل مسؤليت ادا کړي او ځوانان له نشې وژغوري. دولت بايد تر ټولو لومړى خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي، ځکه بېکاري د نشې د شروع کېدو سرچينه بلل کېږي.

بسم الله پښتونمل: مدني فعال

په افغانستان کي اعتیاد له جګړې راوروسته تر ټولو لویه ستونزه ده، چي نه یواځي په اوس مهال کي، بلکي په راتلونکو څو لسیزو کي به ملت ورسره لاس او ګرېوان وي. د خواشینۍ خبره دا ده، چي ورځ تر بلي د معتادینو شمېر زیاتېږي، چي زما په ګومان بېلابېل عوامل يې تر شا دي، په دې لړ کي تر ټولو لومړی ناامني ده، چي هم يې د نشه یي توکو کښت ته زمینه برابره کړې ده او هم یې د دولت پام له اعتیاد له مبارزې

بسم الله پښتونمل: مدني فعال

بسم الله پښتونمل: مدني فعال

څخه د امنیت ساتلو ته اړولی دی، تر هغه وخته چي په هيواد کي جګړه وي، ورسره به د نشه يي توکو د معتادینو شمېر هم زیاتېږي. همدارنګه وزګارتیا هغه بل لامل دی، چي اکثره ځوانان یې په نشه يي توکو روږدي کړي، اکثره هغه ځوانان چي په زابل کي په نشو اخته شوي او زه یې پېژنم هغوى سالم، دایمي او ګټور کار نه درلود، اوس يې هم نه لري، وزګارتیا د مایوسۍ، خوابدۍ او له ناوړه ملګرو سره د ناستي پاستي لامل کيږي او طبعي خبره ده، چي ډېر ژر سړی تر چرسو او هیروینو رسوي، په لېري پرتو سیمو کي د معتادینو د درملني د مرکزونو نشتوالی هم یو علت دی، چي د نشه یانو شمېر یې زیات کړی، څومره چي کسان معتاد کيږي د هماغه شمېر خلکو درملنه نه کيږي، د بېلګي په توګه په زابل کي د معتادینو د درملني هیڅ معیاري مرکز نشته. په داسي حال کي په زرګونه کسان دا مهال په نشه يي توکو روږدي دي، پورته یاد شوي ټکي د دولت مربوط کيږي، خو ولس هم په دې اړه بې تفاوته دي، دیني عالمانو په هغه اندازه چي اړتیا ده د نشه يي توکو د ناروا والی او ټولنیزو زیانونو په اړه تبلیغ نه دی کړی، کورنيو خپل ځوان اولادونه په سم ډول نه دي کنټرول کړي، هغوى يې له بې ځایه ګرځېدو او ناوړه ملګرو سره له ناستي پاستي نه دي منع کړي او همدارنګه عام ولس له پولیسو سره د نشه یي توکو د خرڅلاو په مخنیوي کي په لازمه اندازه مرسته نه ده کړې، چي دا هر څه پخپل وار سره د معتادینو د شمېر په زیاتوالي کي مرسته کوي. دا چي اعتیاد یوه ملي ستونزه ده، نو د مخنیوي لپاره یې هم هر عام سړی او دولتي مسؤل تر خپله حده پوري مسؤلیت لري، په یواځي دولت هم دغه ستونزه نه شي حل کيدای، ځکه د نشه یانو شمېر تر درې میلیونه اوښتی او لا هم ورځ تر بلي زیاتېږي، د ښې راتلونکي لپاره د دغي عمومي ستونزي پر وړاندي جدي، پر وخت او صادقانه هڅو ته اړتیا شته.

نثار احساس: مدني فعال

دا چي ورځ تر بلي په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زیاتېږي زما په نظر، عمده علت یې دا دی، چی په هیواد کي د کاري فرصتونو نشتوالی او د هغه تر څنګ سرمایه لرونکو او پانګوالو ته د دولت نه توجه د دې لامل سوې، چي زیاتره پانګوال زړه نه ښه کوي چی په هیواد کي دننه پانګونه وکړي او د هغه تر څنګ امنيتي چارواکي هم تر ډېره ګرم دي، چي د ښار په منځ کي په عامه د ساقي خانو شته والی د دې لامل سوی دی چي ورځ تر بلي د نشه یي کسانو په شمېر کي زیاتوالی راغلی دى او بل عمده لامل یې دا دی، چي دولت د هغو کسانو په نیولو کي پاته راغلی چي نشه یي توکي په عام ډول خرڅوي.

نثار احساس: مدني فعال

نثار احساس: مدني فعال

که چېري امنيتي مسؤلین دا کسان ونيسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري زما په نظر، چي حتما به په نشه د روږدو کسانو په شمېر کي کموالی راسي او روږدي کسان دي روغتیایي مرکزونو ته ورولېږل سي، چي له یوې خوا به په نشه د روږدو کسانو درمنله وسي او له بلي خوا به نور ځوانان په نشه نه اخته کيږي.

رحمت الله تسل: ورزشکار

په نشه د روږدو کسانو زیاتوالى زیات لاملونه لري، د مثال په ډول ویلای شو لکه بې کاري، د سواد د کچي ټیټوالى، ذهني فشارونه… هغه عمده لاملونه دي چي له وجه یې نه یوازي خلک په نشه روږدي کيږی، بلکي زیات شمېر نوري ستونزي هم زېږوي. همدا بې کاري ده. ډېر کسان له همدې وجه چي کوم مصروفیت نه لري له داسي کسانو سره یې اړیکه پیدا کيږي چي هغوی په نشه يي توکو روږدي وي. نو همدا لامل کيږي چي دوی هم په نشه روږدي شي او د دې تر څنګ د عامه پوهاوي برخه هم تر ډېره حده کمزورې ده، هغه کسان چي سواد نه لري او یا د نشه یي توکو د زیانونو په هکله پوره نه دي خبر، یاد کسان هم تر ډېره حده د دې ستونزي ښکار ګرځي.

رحمت الله تسل: ورزشکار

رحمت الله تسل: ورزشکار

همدارنګه ویلای شو چي په عموم کي د ټول هیواد په کچه د نشه یي توکو کښت، پلورلو او پېردلو ته لاس رسی هم زیات شوی دی، د دولت لخوا په جدي توګه د نشه یي توکو د کښت، خرڅولو او رانیولو مخه نه ده نیول شوې او په ښکاره ډول پلورل کيږي، چي دا خپله دې ته لار هواروي چي نور کسان هم په نشه روږدي شي. همدارنګه په نشه باندي د روږدو کسانو د درملني د مجهزو صحي کلینیکونو کمښت هم د دې لامل شوی، چي په نشه د روږدو کسان شمېر زیات شي.

عیسی محمد قلم یار: محلي خبریال

دا چي په هېواد کي د نشه یې توکو کرکیله ورځ تر بلي زیاتېږي، هېواد ته مو په دې سره دوه ستر زیانه رسېږي، له یوې خوا په نشه یې توکو د روږدو کسانو شمېر زیاتېږي، دبلي خوا د دولت وسله وال مخالفین د نشه یې توکو په پیسو باندي په هېواد کي روانه جګړه مهاروي، دا چي په هېواد کي مو ورځ تر بلي د جګړې لمن پراخېږي او په دې سره د کارکچه را کمېږي او خلک نشه یي توکو ته مخه کوي. متاسفانه چي دولت د نشه یي توکو سره په مبارزه کي پاته راغلی دی او د دې ناوړه پديدې مخه یې په سم ډول نه ده نیولې.

عیسی محمد قلم یار: محلي خبریال

عیسی محمد قلم یار: محلي خبریال

که چېري دولت د هيواد په هر ګوټ کي په نشه باندي د روږدو کسانو لپاره صحي کلینیکونه پرانیزي، زه باوري یم چي د دې ناوړه پديدې مخه به ونیول سي. نشه یي توکي هغه څه دي، چي زموږ کورنۍ، کلی او حتا هيواد تباه کوي.

احمد فیضان: ټولنیز فعال

زما په فکر، په هيواد کي د نشه يي توکو په زیاته اندازه کرکيله او په عامه په ښارونو، کليو او بانډو کي د نشه يي توکو پلورل او پېرل لامل شوى، تر څو په نشه د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلي زیات ش،ي چي دولت یې نه تنها چي مخنيوى نه کوي، بلکي د حکومت خپله بعضي کسان په نشه روږد او د نشه يي توکو کاروبار کوي. په هيواد کي جنګ جګړو له یو طرفه د افغانانو څخه هر ورځ قرباني اخلي، بل پلوه ګران افغانستان د نشه يي توکو ستر تولیدوونکى هیواد دى.

احمد فیضان: ټولنیز فعال

احمد فیضان: ټولنیز فعال

په افغانستان کي فقر، غربت، بېوزلي او د کار د نه شتون سره سره کورني، ټولنیز او محیطي مشکلات د نشه يي توکو د استعمال مهم عوامل دي. افغان حکومت باید په نشه د روږدو کسانو مخنيوى وکړي او د هغوى د تداوي لپاره عاجل اقدامات وکړي او په ولایت او ولسواليو کي د معتادینو لپاره صحي مرکزونه ایجاد کړي. د نشه یي توکو د کرکیلي او د مخدره موادو مرکزونه او کاروباریانو مخه دي ونیسي او هم دي د ښار او کلیو څخه معتادینو د ټولولو پراخ کمپاین پیل کړي.

حکمت الله صلحي: مدني فعال

دا چي په افغانستان کي د زیات وخت راهیسي کورنۍ جکړې سوي دي او اوس هم جریان لري، چي له امله یې بې سوادي، بېکاری، د عامه پوهاوي نه شتون او نوري دربدرۍ رامنځ ته کړي دي، چي د هغو له جملې څخه په نشه باندي د خلکو روږدېدل دي، بل عامل یې په ټولنه کي نشه یي توکو ته په اساني د خلکو لاس رسی دی. او همدارنګه په ښاري سیمو کي د پولیسو ناغېړي او په قاچاق کي د دوی یو لاس کيدل یې هم د مهمو عواملو څخه دي.

حکمت الله صلحي: مدني فعال

حکمت الله صلحي: مدني فعال

پکار ده، چي دولت او ملت يو ځاى د دې ناوړه پديدې مخنيوى وکړي. که چېري دولت او ملت د دې موضوع په اړه جدي ونه اوسي، نو لېري نه ده چي په ډېر نږدې وخت کي به په هيواد کي زياتره ځوانان د دې ناوړه پديدې څخه ضررمن سي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .