ولې خسوف دومره اوږدېږي؟

۶ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۳۰ ق.ظ -

د جمعې ورځې پر ماخوستن اروپا، منځني ختیځ، استرالیا او د اسیا او جنوبي امریکا په ډېری برخو کې سپوږمۍ تر ټولو اوږده ‘۱۰۳ دقیقې’ تندر ونیوله.

دا په یوویشتمه پېړۍ کې د سپوږمۍ تر ټولو اوږده او بشپړه تندر نیوله بلل شوې ده.

د سپوږمۍ تندر نیول د افغانستان پر وخت د شپې له یوې بجې وروسته پیل شول، چې سپوږمۍ پکې په بشپړه توګه سره شوې ده.‌

_102671138_4af170e2-bfa6-48a8-9831-bd6363419768

د بي بي سي د راپور په حواله، دا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د ځمکې سیارې ته د مریخ تر ټولو نژدې واټن ګڼل کېږي چې ښايي دا چاره څو ورځې دوام وکړي.

ولې خسوف دومره اوږدېږي؟

د مانچسټر پوهنتون د فضايي چارو د استاد تیم اوپرین په وینا، سپوږمۍ په پراخه نقطه کې د ځمکې پر سیوري تېرېږي او هلته ډېره وخت نیسي چې دا تر ټولو اوږد خسوف (د سپوږمۍ تندر نیونه) ګڼل کېږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .