ولې د ماهي غوړي باید وکاروو؟

۲۰ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۵۴ ق.ظ -

2

په پیل کې یې یادول اړین بولم چې د ماهې د غوړیو یا OMEGA-3 په نامه بازار کې موجود غوړې له دوه معتبرو طبیعي منابعو لاس ته راځي

۱-حیواني منابع

۲- انساني منابع

پوښتنه دا ده چې موږ یې ولې کاروو؟ او یا یط په کوم وخت کې کارولی شو؟ ایا جانبي عوارض لري؟ لاندې به په مفصل ډول دغو پ،ښتنونه ته ځوابونه ووایم!

د اومیګا ۳ غوړیو کارونه او د زړه روغتیا:

ایټالویانو د یوې څیړنیزې مطالعې په ترڅ کې دا ثابته کړه چې نوموړي غوړي د زړه د حملاتو مخه نیسې،په ځانګړي ډول هغه ناروغان چې د زړه ناروغي لري د هغو لپاره یې کارول نوموړې زدکړې فرض بللی.

ددې تر څنګ هغه کورنۍ چې د زړه ناروغۍ پکې په اثي ډول موجوده ده د هغه لياره یې کارول د ژوندانه د تضمین په معنی ده !

څه ډول یې وکاروو؟

په هفته کې ددغو غوړیو یو کپسول مو د بدن تصاضا پوره کوي! که تر یوه کپسوله ډیر هم وغوړل شي ستونزه نلري

۲- د مفاصلو د دردونو ناروغي Osteoarthritis:

په نوموړې ناروغۍ کې د مفاصلو غصروفونه،او د هډونو هغه ساحې چې په یو مفصل کې سره مخامخ دي هغه د ډیرې سولیدا له امله له منځه ځي،چې په ناروغ کې د ډیرو شدیو دردونو،د تګ په وخت کې د مفصل د ټکهار او د ناستې په وخت کې د مفصل د شخیدو او بیرته د پورته کیدو په وخت کې د ډير شدید درد سبب ګرځي، ددغو دردونو د درمان لپاره هم تاسو کولی شي د اومیکا۳ غوړیو څخه ګټه واخلئ!

په اونۍ کې له دریو تر ښبږ کپسولو پورې.

۳-د ژون اوږدوالی increase life spam :

ګرچه دغه موضوع زمونږ د دینې او مذهبې عقایدو سره اړخ نه لګوي مګر ساینسپوهانو د مختلفو تجاربو په ترڅ کې دا ثابته کړې چې اومیکا۳ غوړي د انسان په DNA کې د هر ټیلومر telomere په پای کې موجود دي او هر څومره چې ټیلومر اوږدیږي هغومره د ژوندانه موده اوږده ساتي!

۴-د یاداشت یا حافظي د پیاوړتیا سبب ګرځي improved memory :

د امریکې یوه معتبر څیړنیز مرکز دوه ډلې انسان سره دا ډول پرتله کړې! هغۍ چې په ورځني ژوند کې یې له اومیګا۳ غوړیو ګټه آخسته د هغو حافظه پنځه بربره د هغو پر وړاندې چې له دغو غوړیو استفاده نکوله ځواکمنه وه.

۵-د رواني ناروغي درملنه treatment of depression:

یوه اروپایې څیړنیز ژورنال ثابته کړه چې نوموړي غوړي د رواني ناروغ هغه نورمال ژوند او عادات چې وړاندې تر ناروغۍ یې درلودل بیرته ورستنوي! ددې تر څنګ د مغزو د سکتې او د وینې د لوړ فشار مخنیوي کوي ځکه اومیګا۳ غوړي د کولسټرول ضد خاصیت لري نو چې کله مو په بدن کې مضزه کولسټرول کمیږي هغومره به د وینې له لوړ فشار، د مغزو له سکتې او د زړه له حملاتو واټن نیسو.

په پای کې باید یادونه وکړم چې نوموړي غوړي دری ډوله دي!

۱- Eicosapentaenoic (EPA)

۲-Docosahexaenoic acid (DHA)

۳- Alpha-linolenic acid (ALA)

دوه لومړني یې له حیواني منابعو لاس ته راځي او دریم یې له نباتي منابعو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .