ولې موږ په قهرېږو؟

۱۶ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۱۱ ق.ظ -

لیکنه: مجیب خپلواک

کله چې یو شخص تحریک او وینه یې سرته وخيژي، نو نوموړی شخص د قهر احساس کوي، ډېرو څېړنو او تجربو دا ثابته کړې ده چې ممکن د قهر(غوسه)کېدو یوه لامل دا هم وي، چې موږ کله په فزیکي ډول سټړي، ناراضه، بې خوبه او هر کله چې د لوږې او تندې احساس کوو، نو تر بل هر وخت موږ په دې وخت کې ژر غوسه کېږیو، نسبتاً عادي حالت ته، او بله اصلي او مهمه نقطه یې ممکن دا هم وي، کوم کار چې نور ترسره کوي د هغې سره موږ جوړ نه یوو او د ځان لپاره یې مناسب نه ګنو او برعکس موږ چې کوم کار پخپله خوښه ترسره کوو، هغه بیا د مقابل شخص ته د منلو وړ نه وي، چې دادې قهر(غوسې)عمده ټکي دي څنګه موږ باید پوو شو چې مقابل شخص په قهر دی لاندې ټکي په دقت سره په نظر کې ونیسئ!

①د قهر په حالت کې د قهرجن شخص رنګ سور کېږي نسبتاً عادي حالت ته

②د مرۍ د ځینو رګونو پړسېدل او غږ کې یې بدلون مومي نسبتاً عادي حالت ته

2

③سترګې یې غټېږي

④لاسونه، پښې او حتی ټول بدن یې په لړزیدا پیل کوي د قهرجن شخص نه څنګه ځان خوندي وساتوو! د قهرجن شخص په مخکې باید موږ تر بل هر وخت ځان چوپ او ارامه اختیار کړو، تر څو د مقابل شخص قهر سوړ او عادي حالت ته راشي او د هغې سره وروسته په اړونده موضوع باندې خبرې وکړو.

او دې ټکي ته مو باید هم پام وي، چې د قهر په حالت کې د مقابل شخص سره دخبرو په انعکاس کې او هغې ته د یوې خبرې پر ځای دوې خبرې کولو، پوچو او ناوړه الفظو سره د نوموړي شخص قهر څو چنده زیاتېږي، چې په اخر کې به ډېرې ناوړه پایلې ولري او کله هم چې نوموړی شخص له قهر څخه ووځي، نو پخپلو کړنو، رفتار به سخت خفه وي او مقابل شخص به په بار بار کوښښ او هڅه کوي، تر څو د تېرې کړنې جبران او له تاسو بښنه وغواړي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .