وړیا او اسانه نبوي سنت او بې شمېره روغتیايي ګټې يي

۲۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۱۲ ب.ظ -

۵

مسکا؛ هغه نبوي سنت چې د اسلام له نظره ځانگړی ارزښت لري بې شمېره روغتیايي گټې هم لري او انسان له یو شمېر وژونکو ناروغیو ژغوري.

مسکا سربېره پر دې چې انسان مهربانه، ځوان او زړه راښکونکی ښيي، د انسان عمومي روغتیا هم بهتره کوي او له ناروغیو څخه مخنیوی کوي. هر ځل مسکا د روغتیا له نظره داسې دی لکه چې داسې یوه گولۍ مو کارولې وي چې ستاسې پر اعصابو او بدن مثبت اغېز لري او د وینې فشار او د درد احساس کموي.

دلته مو د مسکا له یو شمېر گټورو او ناروغیو څخه مخنیوی کوونکو ځانگړنو سره اشنا کوو:

د زړه درزا ورو کوي

مسکا مو ارامه کوي او د زړه درزا ورو کوي. د انسان د زړه درزا تل باید چټک نه وي ځکه چې د زړه په رگونو ناوړه اغېز کوي. هر کله چې فکر کوئ د زړه درزا مو ډېر چټک شوی، ارام شئ او مسکی شئ. دا مو د زړه روغتیا غوره کوي او څېره مو زړه راښکونکی کوي.

لنډې مودې لپاره د وینې فشار ټیټوي

د وینې لوړ فشار هغو روغتیايي ستونزو څخه دی چې زړه ته تر ټولو زیاته ضربه رسوي او د زړه د حملې لامل گرځي. د چارپوهانو په اند، تاسې خپله دا معلومولی شئ چې ایا مسکا د وینې پر فشار د پام وړ اغېز لري او که نه. یوازینی کار چې باید يي ترسره کړئ دا دی چې څو دقېقو لپاره مسکی شئ، د وینې فشار اندازه کولو اله واخلئ، او په داسې حال کې چې بیا هم مسکی یاست خپل د وینې فشار معاینه کړئ.

ذهني فشار کموي

مسکا په ځانگړي ډول هغه مهال چې د کور او دفتر کارونو له ذهني فشار او ستړیا سره مخ کړي یاست یو غوره انتخاب دی. دا یو ثابت شوی حقیقت دی چې مسکی کېدل بدن کې انډورفېنونه (Endorphins) چې د فشار هورمون کورټېزول (Cortisol) له منځه وړي د ترشح لامل گرځي. کله هم چې د ذهني فشار احساس کوئ، خپل بدن او ذهن ارامولو لپاره مسکی شئ.

انسان خوشحالوي

کومه ورځ چې فکر کوئ د مسکی کېدو لپاره هېڅ کوم دلیل نه لرئ، د خوښۍ احساس پیدا کولو لپاره په زوره مسکی شئ. څنگه چې یادونه وشوه، مسکا بدن کې د انډورفېنونو، هغه هورمون چې انسان خوشحالوي، تولید زیاتوي. نو هر کله چې مو د خپگان احساس درلود، خپله ورځ مسکا سره ښایسته کړئ – حتی که دغه مسکا له زړه څخه نه وي.

درد اراموي

دا کومه د راز خبره نه ده چې تجویز شوي درمل او د درد درمل منفي پایلې هم لري. که غواړئ درد مو ارامه شي او ترڅنگ يي نورې مثبتې پایلې هم ترلاسه کړئ نو مسکی شئ. د مسکا د درد وژنې ځانگړنه هم د انډورفېنونو له امله دی. انډورفین سربېره پر دې چې مو خوشحاله ساتې، درد له منځه وړونکې ځانگړنه هم لري.

د بدن دفاعي سیستم غښتلی کوي

له دې امله چې مسکا بدن سره ارام کولو کې مرسته کوي، د بدن دفاعي سیستم ته د غوره فعالیت زمینه برابروي. مسکا خپل عادت گرځول د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کولو سره د بې شمېره عادي او وژونکو ناروغیو څخه مخنیوی کوي. که غواړئ له ناروغیو خوندي واوسئ نو مسکی شئ.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .