وېروونکي فلمونه او پر روغتیا یې منفي اغېزې

۱۵ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۰۶ ق.ظ -
په هالنډ کې په یوه تازه څېړنه کې په ډاګه شوې چې د وېروونکو یا Horror فلمونو لیدل د انسان پر روغتیا په مستقیمه توګه اغېز کوي. د هالنډ څېړونکو ویلي چې د دغه ډول فلمونو لیدل د انسان د بدن وینه پړنوي او د منجمد کېدو حالت ته يې بیايي. د هالنډ د لادین پوهنتون څېړونکو ویلی چې د انسان د وینې له پړنېدو سره په بدن کې د وینې جریان د بندېدو خطر ۲۰ سلنه زیاتېږي او د زړه د درېدو لامل کېږي. که څه هم هالنډي څېړونکي د وېروونکو فلمونو لیدل د زړه د درېدو خطر بولي، خو افغان کتونکي په هېواد کې یو شمېر تصویري خبرونه او یو شمېر بوږنوونکې ویډیوګانې د انسان صحت ته ستر ګواښ بولي. دغه څه بیا د ماشومانو لپاره بېخي خطرناک دي. د فلمونو تر څنګ څېړنو ثابته کړې چې کمپیوټري او یا هم په ځیرکو موبایلونو کې یو شمېر لوبې د ماشومانو پر رواني حالت منفي اغېز کوي. د ارواپوهنې متخصصين وایي، هغه ماشومان چې د کمپیوټر او یا هم ځیرک موبایل په وسیله جنګي لوبې کوي، له رواني پلوه يې راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي. LostCameraStill-17-660x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .