وېسپا کمپنۍ خپل لومړی برېښنايي موټر سایکل معرفي کړ

۲۱ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۱ ق.ظ -

۵

د سکوټر ډوله موټرسایکل جوړولو په برخه کې وېسپا کمپنۍ ځانگړي مینه‌وال او شهرت لري. دغه کمپنۍ اوس خپل نوی برېښنايي موټرسایکل بازار ته وړاندې کولو پرېکړه کړې.

تر ټولو ښه خبره دا ده چې دغه موټرسایکل له پېټرول پرته ۶۲ میله یا ۱۰۰ کیلو متره سفر کولو وړتیا لري او هوا ککړتیا په کمولو کې هم د پام وړ مرسته کولای شي.

همداراز د دغه موټرسایکل یو هایبرډ بڼه هم شته چې په گازو چلېدونکی جنرېټر په کې ځای پر ځای شوی او موټر سایکل ته د ۱۲۴ میله سفر وړتیا ورکوي.

وېسپا کمپنۍ تېر کال په برېښنا چلېدونکی موټر سایکل د جوړولو اعلان کړی و او سږکالې دغه موټر سایکل يي د ایټاليا په میلان ښار کې د موټرسایکلو نندارتون ته وړاندې کړ.

د کمپنۍ په وینا دغه به یو ۵۰ سي سي موټر سایکل وي او دا لومړی موټرسایکل دی چې فضا او چاپېریال ته به  زهري لوگی نه خارجوي.

وېسپا کمپنۍ همداراز وايي چې دغه موټر سایکل ښاري چاپېریال لپاره ډېره غوره دی او تنگو لارو کې هم خلک خپل مقصد ته رسولو کې مرسته کولای شي.

دغه موټر سایکل د چارج هر ډول مرکز څخه یوازې څلورو ساعتونو کې بشپړ چارجېږي او په کې شته برېښنايي بېټرۍ لس کاله ژوند لري.

دغه موټر سایکل کې ۴٫۳ انچه ټي اېف ټي ډوله رنگه مخ‌پاڼه ورکړل شوې چې کاروونکو ته مختلف معلومات لکه سرعت، نقشه او د چارج اندازه ښيي.

د دغه موټر سایکل مخ‌پاڼه د پیغامونو او غږیزو اړیکو لپاره هم کارول کېدای شي.

وېسپا کمپنۍ تر دې دمه د دغه موټر سایکل بیه نه ده په ډاگه کړې خو په وینا يي راتلونکی کال به مختلفو بازارونو کې کاروونکو ته وړاندې شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .