يخ موسم کې د بدن دفاعي سيستم پياوړي کولو لپاره دا خواړه وخورئ

۲۲ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۵۲ ب.ظ -

۳

د يخ موسم له رارسېدو سره سم خلک په بېلا بېلو ناروغيو اخته کېږي، چې زکام او د ستوني او سينې درد يې مشهورې هغه دي. روغتيا پوهان وايي چې پر انسان هغه مهال يوه ناروغي زور کوي چې د بدن دفاعي سيستم يې کمزوری شي.

د دې سيستم د پياوړي کولو لپاره هغوی د بېلا بېلو خوراکونو ټينګار کوي، چې ورسره د يادو او نورو موسمي ناروغيو مخه نيول کېدی شي.

المانۍ طبي مجلې فروينډين په يوه مطلب کې دا خواړه په ګوته کړي چې په لاندې ډول دي:

وټامن سي:

وټامن سي د يخنۍ له امله د رامنځته کېدونکو زکامونو پر ضد پياوړې وسله بلل کېږي، ځکه نو د ليمو، مالټې او نارنج ډېر خوړل ګټور دي. وټامن سي دغه راز په سور مرچک، سټرابرۍ (يو ډول توت) او نورو مېوو کې هم شته.

زنک (Zink):

زنک د بدن دفاعي سيستم پياوړی کوي او د وينې د سپينو کورياتو په جوړولو کې مرسته کوي. هغه خواړه چې زنک په کې موجود دی، د چرګو غوښه، د چنګاښ غوښه، د خواږه کدو زڼي، مستې او ځينې نور خواړه دي.

اوميګا۳:

د اوميګا۳ غذايي اسيدونه د بدن په ژوندي ساتلو کې ستره ونډه لري، خو بدن دا اسيدونه خپله نه شي توليدولی، ځکه نو بايد د تغذيې له لارې ترلاسه شي، چې په بېلا بېلو کبانو لکه سالمون، تونا، سردين او مکريل کې شته دي.

سبزۍ او ترشي:

سبزيانې او ترشي يوازې د  خوړو خوند نه برابروي، بلکې د بدن دفاعي سيستم هم پياوړی کوي او د هضم په جريان کې مرسته کوي. ځکه نو د يخنۍ موسم کې له داخله د بدن د ګرمولو لپاره ادرک، سور مرچ او ژېړ لرګی وخوړل شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .