يوناما دې کندهار کې د کډوالو ښارګوټي په جوړولو کې مرسته وکړي

۲۵ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۲۳ ب.ظ -

د کندهار والي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې یوناما او مرستندوی هېوادونه دې په دغه ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي په جوړولو کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټوبي لنزر چې کندهار ته راغلی و، له والي او یو شمېر چارواکو سره یې ولیدل.

زلمي ویسا په دې لیدنه کې په کندهار کې د پوهنې، روغتیا، کرنې او د کډوالو په برخو کې له شته ستونزو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې له د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه، سږ کال له پاکستان څخه ډېر کډوال کندهار ته را ستنېږي چې دلته باید اسانتیاوې ورته برابرې شي او بشري مرستې ورسره وشي.

 
نوموړي یادونه وکړه چې یوناما او نور مرستندویه هېوادونه دې په کندهار کې د کډوالو د ښارګوټي په جوړولو کې مرسته وکړي.

ویسا د شته ستونزو په لړ کې په کندهار کې د پولیو د پيښو د ډېروالي یادونه هم وکړه او ویې ویل چې ولایتي ادارې له مخورو، دیني عالمانو او مدني فعالانو په ملتیا هڅې پیل کړي څو د لیرې ولسوالیو اوسېدونکي وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټوبی لنزر وویل، یوناما هڅه کوي خپل خدمات تر هغو سیمو هم ورسوي چې تر اوسه یې په کې فعالیت نه درلود.

هغه زیاته کړه، دغه اداره غواړي د نورو برخو تر څنګ د کرنې په برخه کې مرستې وکړي او خلکو ته کار وموندل شي.

لنزر د کندهار د والي د غوښتنو په ځواب کې وویل، چې غوښتنې او ستونزې به یې د مرستندویه هېوادونو له سفیرانو سره شریکې کړي او له هغوی به په بېلابېلو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړي.

دغه راز دواړو لورو په دې لیدنه کې د کوکنارو د کښت پر مخنیوي او له بزګرانو سره پر مرستو هم خبرې وکړې.

د یوه بل خبر له مخې د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب د پوهنې او ښار جوړولو د ریيسانو په ملتیا د کندهار ښار د شهید اکرم خاکریزوال په عالي لېسه کې د مرکز ساینس ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

منیب د ياد مرکز د بنسټ ډبرې ايښودلو پر مهال وویل، دا د هېواد په کچه دویم مرکز دی چې په کندهار کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د کندهار ساینس مرکز ودانۍ پر جوړېدو ۳۱،۹ ميليونه افغانۍ مالي لګښت راځي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا ورکول کېږي.

نوموړي د دغې پروژې پيلېدل لويه لاسته راوړنه وبلله او ویې ويل چې په دې مرکز کې به د زون په کچه ښوونکي روزل کېږي.

د کندهار ساینس مرکز ودانۍ به ۱۷ خونې ولري او په یوه کال کې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

کندهار کډوال

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .