يو داسې ولسمشر چې هيڅ خبرې نه کوي

۲۱ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۵۳ ق.ظ -

ولسمشران خو به مو ليدلي وي چې په ساعتو ساعتو خبرې کوي، غونډو ته ويناوې، پارلمان ته، ملت ته، جلسو ته او بالاخره ټوله ورځ يې په خبرو تيريږي.

خو يو داسې ولسمشر هم شته چې خبرې نه شي کولی، راځئ په لاندې مطلب کې ترې خبر شئ.

د الجزايز ولسمشر چې ۸۲ کاله عمر لري په ډېرې سختۍ خبرې کوي، ښايي د عمر ډېروالی يې د دې لامل وي چې خبرې نه شي کولی.

ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه شپږ کاله مخکې دماغي سکتې سره مخامخ شوی و.

داسې حال کې چې ولسمشر بوتفلیقه د یکشنبې پر ورځ د نوملیکنې لپاره هم خپله نه و حاضر شوی، د ډېرو خلکو باور نه کېده چې نوموړي اپریل کې د پنځم ځل ټاکل کېدو لپاره بیا کاندید کېږي.

ولسمشر بوتفلیقه وروستی ځل ۲۰۱۴ کال کې د ټلویزیون پر پرده راڅرګند شو او په ټاکنو کې یې پر ده د باور کولو له کبله خلکو مننه وکړه.

۲۹۰ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of