يو پلاوی د هلمند د کرنيزې برخې ارزونه کوي

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۴۵ ب.ظ -

ياد پلاوی د کرنې وزير له لوري په هلمند کې د بولان څېړنيز فارم د روانو ودانيزو چارو لېدنې او څارنې په موخه را لېږدول شوی دی، چې په تېرو څو ورځو کې يې په ياده برخه کې خپلې څېړنې بشپړ کړي دي او نن يې راپور له هلمند والي سره هم شريک کړ.

د پلاوي مشر احمدشاه صافي وويل: د بولان څېړنيز فارم له روانې پروژې يې لېدنه وکړه، په ډيزاين او تخنيکي چارو کې يې ځينې نيمګړتياوې لرلې، چې په اړه به يې لازم اجرات وشي.

هغه زياته کړه، پدې هکله يې هغه ستونزې او غوښتنې، چې اړتيا ورته لېدل کېږي، را ټولې کړې دي او د حل لپاره به يې له اړوند وزارت سره شريکې کړي.

28055872_1337783756366951_309079342231490161_n

هلمند والي حیات الله حيات د کرنې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ مننه وکړه، چې په ياده برخه کې يې کره څېړنه او څارنه ترسره کړې او هيله يې وښوده، چې لا به هم دې ولايت د کرنې او مالدارۍ برخه کې معياري خدمتونه وړاندې شي.

ښاغلي حيات زياته کړه، هلمند يو کرنيز ولايت دی او اړينه ده، چې د معیاري څېړنيزو فارمونو سربېره د مالدارۍ برخه کې هم اغېزلروونکې پروژې په لاره واچول شي، ترڅو ددې ولايت بزګرو او مالدارانو ته ګټه ورسېږي او له مخې يې د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .