ټاټوبی بازار

نویسنده:ګل احمد څاروان

په افغانستان کي اوس مهال (۴) میلیونه وګړي انټرنیټ ته لاسرسی لري، دلته د انټرنیټ استعمالونکي د ښځو ترڅنګ د نورو هیوادونو برخلاف زیاتره نارینه دي. د موبایلونو د انټرنیټ کلتور ورځ تر بلي د ودي په حال کي دی. زیاتره خلک اوس د انټرنیټ په مټ غواړي، سهولتونو او اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي او د نوري نړۍ په ډول د انټرنیټ څخه استفاده وکړي.
د خلکو ددې هیلي د پوره کېدو لپاره په لومړي ځل دادی، د ټاټوبي نيوز خبري شبکې ادارې په هیواد کي د (ټاټوبي بازار) په نوم ویب پاڼه او فېسبوک ګروپ پرانیستی دی. خلک کولائ شي، چي خپل توکي هم دلته وپلوري او هم یې وپېري.
لکه څنګه چي د نوم څخه یې ښکاري، چي ټاټوبی بازار دی، همداسي د ټولو هیوادوالو لپاره د رانيوني او خرڅوني پرلیکه او انلاین بازار دی، چي د رانیولو لپاره هم هر څه پکي موجود دي. ټاټوبی بازار د ټاټوبي نيوز خبري شبکې ادارې لخوا په ۲۰۱۷ کال د یاد بنسټ د مشرتابه عبدالحلیم حلمیار په نوښت پرانیستل شو. نور تاسي د سودا کولو لپاره بازار ته تلو اړتیا نه لرئ، په ټاټوبي بازار فېسبوک ګروپ کي د سودا او ضرورت ټول توکي موجود دي. د یادوني وړ ده، چي په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره د ټاټوبي نيوز خبري شبکې اداره په دې وتوانېده، چي د خلکو د اسانتیاوو لپاره یو انټرنیټي انلاین بازار جوړ کړي. دا بازار د نورو بازارونو سره ډېر توپیر لري. ټاټوبی بازار د هیوادوالو لپاره ۲۴ ساعته په وړیا ډول خدمات عرضه کوي، چي نور بازارونه دغه معيار نه شي پوره کولای. ټاټوبی بازار په هره رخصتۍ او دغه راز د شپې او ورځي خلکو ته وړیا خدمات وړاندي کوي. خلک په ټاټوبي بازار فيسبوک ګروپ او ويب پاڼه (Tatobaybazar,com) کي هم خپل توکي پکې پلورلای شي او هم د خپل خوښي وړ توکي رانيولای شي. د ټاټوبي انلاین بازار بله ځانګړنه داده، چی ددې بازار کاري ټیم اوسمهال د هيواد په ۵ لويو ښارونو کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ او هرات کي ‏‏‏‏‏فعالیت لري. تاسي کولائ شی، چي خپل هر ډول توکي د خرڅولو لپاره ټاټوبي بازار ته وړاندي کړئ. اوس خلک کولای شي، چی خپل موټران او نور توکي د ټاټوبي بازار په مټ ډېر ژر او په لنډ وخت کي وپلوري. ټاټوبي بازار هیوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، هغه موټران چي تاسي یې ټاټوبي بازار ته د پلورولو لپاره وړاندي کوئ، هم استفاده ترې کولائ شئ او هم یې پلورلای شئ. دا بازار ۲۵ تنه کاري ټيم لري. البته ياد کارکوونکي د هيواد په ۵ ولایتونو کي فعالیت کوي، ترڅو خلکو ته سهولتونه برابر کړي. د فېسبوک ګروپ پته: facebook.com/groups/Tatobay.Bazar ويب پاڼه: Tatobaybazar.com
۲۸۸ ځله کتل شوی
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed