ټاکنيز ټيمونه: د ولسمشر ډله غواړي ټاکنې انحصار کړي

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۱۸ ق.ظ -

ټاکنيزې ډلې او د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو شورا وايي، د ولسمشر غني ډله هڅه کوي د اصلاحاتو په نوم ټاکنې انحصار کړي.

دوی وايي، د ټاکنو د قانون په تعديل کې کې خبرې بنبست ته رسېدلي دي او په دې اړه تر اختلاف وروسته افغان حکومت يوه تخنيکي کمېټه جوړه کړې.

د دې ګډې کمېټې غړو ویلي چې له حکومت سره تر اوسه د تعدیل د اصلاح پر طرحه هوکړې ته نه دي رسېدلي او په دې برخه کې ډېر مخالفتونه را ولاړ شوي دي.

 د دوی په خبره، حکومت هڅه کوي چې خپل اصلاحات پر نوماندانو او یا ګډه کمېټه ومني، خو دمګړۍ د حکومت او نوماندانو ترمنځ خبرې بې پایلې او مخالفتونه پر خپل ځای دي.

۹۱ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed