ټاکنیز چمتووالی څنګه ارزوی؟

۷ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۳۴ ب.ظ -

شفیق فیض مدني فعال

فیضي

باد راوړي ټاکني د محکوم ملت سرنوشت نه سي ټاکلای، دا ټاکني يوازي نړيوالو ته دا ښيي، چي موږ د ټاکنو په رول کي د ډيموکراسۍ درواغجن اکټونه کوو. کله چي زه د ټاکنو نوم اورم، نو مي ذهن د ځبېښاک ګړنه رامغشوشوي، د افکارو څخه مي د چنګوښو ترازو جوړ سي، توازن د لاسه ور کړي. موږ تر اوسه په دې نه پوهېږو، چي رايه چاته او د څه لپاره ور کړو، رايه څه ده، که د رښتيا هم د رايي پروسه د يو زر او يوې شپې نکلونو ته ورته وي، فلسفه نه وي، نو بيا ئې موږ ولي نتيجه د سر په سترګو نه وينو، ولي د غرب يوه پرېکړه زموږ تر ميليونو رايو په تول درنه سي. دغه خبري دي، چي دا پروسه ئې پيکه کړې ده، که نه نو نور د دې هيواد خلک تږي دي، چي پخپل لاس رايه هغه چاته ور کړي، چي د هيواد د پرمختيا يوه سوژه ولري، د خلکو په باور ملنډي ونه وهي. د دې تازه ټاکنيزي پروسې په لړۍ کي د پخوا په پرتله د رايو مرکزونه کم دي، د مامورينو د استخدام په پروسه کي ئې وړ او لايق اشخاص نه دي ګمارلي، خطونه ئې داسي دي لکه مېږيان چي په رنګ ولړې او پر سپين کاغذ ئې ايله کړې، د دې بر علاوه په کار کي هم ساړه دي، خلک په جوپو جوپو ورته ولاړ وي، بيرته نااميده کور ته ځي، نوبت نه ور رسېږي. پر تذکره به يو ډول سرېښناک کاغذ موښلوي، چي ستا د رايي ورکولو اړوند مالومات پکښي ليکل سوي دي، په کندهار کي هر يو مکلف دی؛ چي پر تذکره سټيکر و موښلوي، که ئې ونه موښلوي نو تذکره ئې ناچله کيږي، د سټيکر سره ئې بيا مسؤليت دوه برابره کيږي. دا پروسيجر چي ئې کوم دی، د دې مېکانيزم څه ناڅه ښه دی. خو موږ به لا د شفافو ټاکنو خاوندان ونه اوسو، موږ به هغه ټاکني ونه لرو، چي هغه کم مصرفه وي، نتيجه ئې ژر مالومېږي او د ولس دې په خوښه وي. په دې هيله چي يو ورځ موږ هم اليکترونيکي ټاکني ولرو او د ډيموکراسۍ اکټ ونه کړو، بلکي ډيموکراټ واوسو.

 

ثناءالله مخلص سیاسي فعال

مخلص

د افغانستان ولس له ډېري مودې راهیسي د ولسي جرګې ټاکنو ته منتظر دی او غواړي د ولسواکۍ په فضاء کي د روڼو او عادلانه ټاکنو له لاري خپل سرنوشت وټاکي. بدبختانه چي حکومت د ولسي جرګې موده څو کاله غیرقانوني وغځول، آن اوس یې د نسبي ټاکنو د ترسره کولو اعلان او نېټه معلومه کړه. موږ اوس هم خوشحاله یو هغه متل دی چي وايي: (تاوان چي پر هر ځای راوګرځول سي ګټه ده)، خو که حکومت په خپلو وعدو کي هم صادق واوسي، دا به ښه وي. روان ټاکنیز چمتووالی د سرتاسري او عادلانه ټاکنو لپاره هیڅ مېکانیزم نه دی، د رايي ورکوني د نومونو د پیل څخه آن تر اوسه پنځه لکه انسانانو هم نوم لیکنه نه ده کړې. په داسي حال کي، چي په افغانستان کي شاوخوا څلوېښت میلیونه نفوس ژوند کوي. له یوه طرفه پر ټاکنو بې باوري ده، افغانان دې ته زړه نه ښه کوي، چي په ټاکنو کي برخه واخلي، له بل طرف څخه په ټاکنو کي د پراخو درغلیو احتمال سته، ممکن د تېر په څېر بیا ډېري درغلۍ وسي. په داسي حال کي چي زه خپله هم له کابله ولسي جرګې ته د کاندیدېدو پلان لرم، اما تشویش مو دا دی چي پر دې فکر او مېکانیزم هیڅ شونې نه ده چي موږ دي عادلانه او سرتاسري ټاکني ولرو. یوه جدي ستونزه خو دا ده، چي ډېر خلک تذکرې نه لري، له بل طرفه کاغذي تذکرې په هر ځای کي جوړېدای سي، هغه ځکه چي موږ د تذکرو لپاره یو ښه کمپوټري ډیټابېس نه لرو، چي وکولای سو، اصلي او جعلي سره جلا کړو. ټاکني عادي او کوچنۍ خبره نه ده، د افغانستان د خلکو سرنوشت ورسره تړلی، نو حکومت باید په کمزوري مېکانیزم او کوچني فکر دا مسئله عادي او کوچنۍ ونه بولي، بلکي د ترسره کيدو لپاره یې باید اساسي او رغنده رول په جدي توګه ولوبول سي.

 

سردار ولي سرحدي د نظر خاوند

سرحدي

په یوه داسي هیواد کي چيري چي پوره پنځه لسیزي جګړه تېره شوې وي، ولسواکي، دیموکراسي او د یو باقانونه نظام څرک نه لیدل کيږي او ورسره سم مافیا، قاچاق او انسان وژني پروژې، ډلي او ټپلي تر بل هر کار ښه فعاله وي، نو په هماغه هیواد کي بغیر له عامه پوهاوي، په لوړ معیار سره د ټاکنو د بهیر نوملیکني پیل ستونزمن نه، بلکي ناکام هم دی. د دې تر څنګ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چمتووالی او ورسره د ولس د دې بهیر سره یو ځای کيدا لپاره تر تېرو جعلي ټاکنو دا ځل هره برخه نیمګړې ده. د تېر برخلاف دا ځل په ټاکنو کي عامه پوهاوی، د کارمندانو کمښت او روزنیزو سیمینارونو نه شتون او همدارنګه د امنیتي سکتور سره نه هماهنګي د دې لامل ده، چي دا بهیر یې ټکنی کړی او له ناکامۍ سره یې مخ کړی دی. زه په دې پوره باوري یم، چي که چیري د ټاکنو لپاره همداسي نیمګړی او بغیر له یوه دقیق پلانه چمتوالی روان وي، یوازي د ټاکنیز بهیر د ناکامۍ سبب نه، بلکي د دې سره به فرقه پرسته جګړه او همدارنګه د قومونو تر منځ سمتي ناانډولیزم رامنځ ته شي، ځکه که چیري همدا ټاکنو ته وګورو، نو د شمال او ختیځ زون کي به د ثبت لپاره په زیات شمیر خلک مراجعه وکړي، ولي د دې برخلاف د لوی کندهار په زون کي به له ناامنۍ څخه یوازي د یوې ولسوالۍ په اندازه ثبت نام وشي، چي له دې سره به بیرته هماغه د نفوس شمېرني او ثبت نام پروسې بهیر له خنډ او بې باورۍ سره مخ شي.

 

ملاله میوند ژورنالیسته

ملاله

که څه هم په پيل کي خلک په دې باور وو، چي پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکني به پر خپل وخت ترسره شي، خو داسي ونه شول. له ‌‌‌‌‌‌ډېرو کشمکشونو نه وروسته بلاخره حکومت د ټاکنو لپاره نېټه اعلان کړه او د رايي ورکوونکو لپاره یې د نوم ثبتولو بهیر پيل کړه، چي د ولس له تود هرکلي سره مخ شو. خو د امنیتي ستونزو له امله دغه بهیر له ‌‌خنډ او ځنډ سره مخ شوی، چي ښه بېلګه یې په کابل کي د نوم ثبتولو پر یو مرکز برید وه، چي له امله یې ګڼ شمېر هیوادوالو ته مرګ ژوبله واوښتله. د نوم لیکني بهیر نه ‌‌‌‌‌‌ډيرې ورځې تیریږې خو لاهم د هیواد په ګڼو لرې پرتو سیمو کي د نوم ثبتونې مرکزونه د امنیتي ستونزو له امله نشته چي ګڼ شمېر هیوادوال به دغه بهیر څخه پاتې شي او داکړنه پخپله پر ټاکنو د خلکو بې باوري زیاتوي.

 

عمران اشنا لیکوال او مدني فعال

اشنا

د ټاکنو د نوملیکني په روان بهیر کي د خلکو کم رنګي راتلونکي ته اندېښنې! لیکنه عمران اشنا نږدې دوه اوونۍ کيږي، چي په ټول هيواد کي د راتلوونکو پارلماني ټاکنو د نوملیکني مرکزونه پرانیستل شوي دي، خو څه ډول چي راتلونکو ټاکنو ته تمه کيده، د تمي خلاف حالت لېدل کيږي. د خپاره شوو معلومات له مخي، هره ورځ د نوملیکني مرکزونو ته له ۱۰۰ ــ ۱۵۰ کسان د نوملیکني لپاره ځي او ځانونه په راتلونکو ټاکنو کي د رایي ورکولو لپاره ثبتوي. د خلکو د کم رنګۍ او بې علاقه ګۍ دلایل ګڼ دي؛ خو یوازي په مواردو یې لنډ او مختصر بحث کوم:  په تېرو ټاکنو کي خلکو په پراخه پېمانه ګډون وکړ، هیلي داوې چي راتلونکي به یې روښانه وي او د دوی استازي به ورته د ژوند د بهبود لپاره کار وکړي؛ خو دا هر څه برعکس ثابت شول، د خلکو هیلي ورژېدې او په راتلونکي بې باوره شول. امنیتي ستونزي له لومړیو ورځو هم د نوملیکني د مرکزونو د امنیت اندېښنه وه، خو په کابل کي د مرګوني برید وروسته دا اندېښنې پسي زیاتي شوې. ـ د عامه پوهاوي کموالی په دې برخه کي چي څه ډول عامه پوهاوي ته اړتیا ده، نه دی ترسره شوی. ـ د راپورونو له مخي، د کمېسیون په انحصاریت نیوکي او په یو شمېر ولایتونو کي د استخدام په پروسه کي بې عدالتي، د سلیقو او روابطو په اساس ګمارنه، چي ګڼ ځوانان یې ناراضه کړي. اندېښنه دا ده، که چيري په دا ډول چي اوس نوملیکنه روانه ده، په همدا ډول مخ ته لاړ شي، ممکن تر ۳ میلیونه وګړي نوملیکنه وکړي، په درې میلیونه وګړو د ټاکنو ترسراوی ناممکنه خبره ده. ټاکني د ولسواکۍ اصل دی او باید چي ترسره شي، پرته له ټاکنو دمثبت بدلون بله لار نسته، حکومت، د ټاکنو کمیسیون، مدني ټولني او رسنۍ باید په دې برخه کي خپل ـ خپل مسؤلیتونه ادا کړي. حکومت دي د نوملیکني د مرکزونو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي، چي خلک په آرامه فضاء او په ډاډه زړه د نوملیکني مرکزونو ته ورشي. په ملي کچه دي د رسنیو له لاري عامه پوهاوی ترسره شي. د نوملیکني بهیر دې له یوې میاشتې تر دوه یا درې میاشتو وغځول شي. دټاکنو کمیسیون دې په عمل کي خپل استقلالیت ثابت کړي. دټاکنو کمیسیون ،مدني ټولنو ‘قومي مشران، ملا امامان دې همغږۍ سره کار وکړي، چي په ټولنه کي رامنځته شوې بې باوري له منځه له لاړشي.

 

حبيب الله ذکي د پوهنتون محصل

ذکي

که څه هم ډېری خلک له راروانو ټاکنو زړه تنګ ښکاري، بیا هم هره ورځ جوپې- جوپې خلک په ټاکنو کي د ګډون په موخه د نوملیکني مرکزونو ته روان دي او په ګمان یې د ډېرو کړکيچونو حل ټاکني دي. دا په داس حال کي ده، چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون روښانه کړې ده چي د روان کال د مېزان پر ۲۸ مه نېټه به د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکني ترسره کيږي. د اوس لپاره د رایي ورکوونکو د نوم لیکني بهیر په ولایتونو کي راپیل سوی، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په حواله، چي دا بهیر به ډېر ژر تر ولسوالیو هم وغځېږي. زه فکر کوم، چي د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټول هیواد په سطح د ۷۰۰۰ شاوخوا په شمېر د رایي ورکوني مرکزونه په نښه کړي، له بلي خوا ډېرو خلکو سره د ناامنۍ د تشویش تر څنګ، ټاکنو کي د ممکنه درغلیو په اړه هم سوالونه موجود دي. نو شونې ده، چي د رایي ورکوونکو شمېر به بې رنګه وي. زه د یو ځوان په توګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو ته وړاندیز کوم چي د ټاکنو بهیر کي دي د ولسونو اندېښنې لېري او په ټاکنو کي د عدم دخالت په اړه ډاډ ورکړي. دولت دي د رڼو ټاکنو په ترسراوي سره د خلکو زړونه او ذهنونه وګټي او د ټاکنو پر بهیر دي د خلکو بایللی اعتماد بیرته ورغوي.

 

فريد امرخېل د پوهنتون استاد

امرخیل

په افغانستان کي د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم ليکني بهير په داسي حال کي پيل شو، چي ټول افغانان د دې بهير په اړه ډېر کم عامه پوهاوی لري. حتی تر دې، چي ډېر کم شمېر افغانان نه پوهېدل، چي دا ځل نوم ليکنه په داسي ډول ده، چي د تېرو انتخاباتو برعکس دا ځل د رايو ورکولو لپاره د رايو ورکولو د کارت پر ځای تذکرې ثبتېږي او د تذکرو له لاري ټاکني کېږي او په دې ډول به د رايي ورکولو نوملړ ترتيب کېږي، چي دا مسئلې په ټاکنو کي د خلکو ګډون کمرنګه کړی دی، ځکه چي د افغانستان ډېری اوسېدونکي د تابعيت تذکرې نه لري، نو د دې موضوع په اړه بايد حکومت مخکي له مخکي خلکو ته عامه پوهای ورکړی وای، تر څو په ټاکنو کي د خلکو د ګډون کچه ډېره شوې وای. له بل طرفه د امنيت نه شتون هغه جدي موضوع ده، چي په ټاکنو کي به د خلکو ګډون پيکه کړي او ډېر خلک به د امنيتي ننګونو له امله ونه شي کړای، تر څو په ټاکنو کي ګډون وکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .