ټرمپ:چین مو له شمالي کوریا سره رامنځته شوی تفاهم خرابول غواړي

۱۹ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۴۲ ق.ظ -

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اندیښنه ښودلې، چې چین ممکن له شمالي کوریا سره د دغه هېواد په رامنځته شوي تفاهم کې د ګډوډۍ هڅه وکړي .

هغه په ورته وخت کې هیله مندي ښودلې، چې د شمالي کوریا مشر به ورسره د لانجمن اټومي پروګرام د کنټرول لپاره یې کړو ژمنو ته ژمن پاتې شی .

ټرمپ په ورته وخت کې خبرداری ورکړی، چې که چین دغه هڅه وکړي، پایلې به یې ورته ښې نه وي .

ټرمپ او کیم جونګ اون د تېر جون په ۱۲مه په سینګاپور کې تاریخي لیدنه لرله .

دواړو لورو د اړیکو ښه کیدو ژمنه او په دې برخه کې د ځینو اقداماتو ټینګار وکړ .

چین د امریکا اقتصادي سیال دی، چې دغه هېواد یې په نړیواله کچه د خپلو اهدافو لپاره خنډ ګڼي .

چین په دې اړه نظر نه دی ورکړی .

trr

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .