ټرمپ ، پوتین ته بلنه ورکړه چې واشنګټن ته ورشي

۱۴ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۵۴ ب.ظ -

د امریکا ولسمشر خپل روسي سیال ته بلنه ورکړې چې امریکا ته ورشي. امریکايي چارواکي وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې کړي او هغه ته یې د ټاکنو ګټلو ترڅنګ بلنه هم ورکړې ده. ټرمپ داسې مهال دا بلنه استولې ده، چې  د روسي جاسوس پر سر د ډيپلوماټانو د شړلو قضیه لا توده ده. اخوا امریکايي چارواکي ادعا لري چې د ټرمپ غوښتنه له دغه کړکیچ وړاندې وه. تر اوسه روسي لوري د ټرمپ د دغې بلنې په ځواب کې رسنیو ته څه نه دي ویلي. ټرمپ او پوتین

(15)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .