ټرمپ له ایراني وزیر سره د کیري لیدنې قهرولی

۲۳ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۵۵ ب.ظ -

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د جان کیري پر پټو لیدنو توند غبرګون ښودلی .

کیري، چې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و، ویلي د وزارت له دندې وروسته یې څو ځلې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدلي.

هغه د دې خبرې ترڅنګ پر ټرمپ نیوکه کړې، چې ولې یې د ایران پر وړاندې په یوازې ځان او د متحدینو له همغږۍ پرته اقدامات پيل کړي .

ټرمپ له جواد ظریف سره د کیري لیدنې ناقانونه ګڼلي او ویلي، چې داسې لیدنې د امریکا د ملي ګټو خلاف دي .

tr

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .