ټرمپ: له شمالي کوریا سره جنجال ممکن ختم کړم

۲۰ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۳۰ ب.ظ -

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شمالي کوریا سره د اټومي جنجال پر سر یې د احتمالي هوکړې خبر ورکړی .

نوموړي نن په یوه وینا کې د دغه هېواد له رهبر سره خپلې احتمالي لیدنې ته په اشارې سره دا خبره کړې .

ټرمپ د امریکا پر مخکینیو ولسمشرانو نیوکه کړې، چې د ناسم بهرني سیاست له کبله له شمالي کوریا سره د اټومي پروګرام په اړه یې هوکړې ته نه دي رسیدلي .

هغه ویلي، ممکنه ده چې نړۍ ته د یوه مهم جنجال د حل په اړه د هوکړې زمینه برابره کړي .

د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا د لېوالتیا خبر ورکړی، چې له امریکا سره مخامخې مذاکراې ته چمتو شوې ده .

ګومان کیږي، چې دوه میاشتې وروسته به د شمالي کوریا ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره وویني .

trr

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .