ټنبلي مو هيلې وژني

۲۱ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۱۰ ب.ظ -

ژباړه: حمیدالله حمیدي

 ټنبلي او د ستړيا احساس یوه طبيعي خبره ده؛ خو دغه څه هغه وخت ستونزمن او زموږ پر زیان تمامېږي چې په عادت مو بدل شي. ټنبلي د انسان موخې او راتلونکې له خاورو سره خاورې کوي. کېدای شي په یوه ورځ او یوه میاشت کې مو خپلې دغه ستونزې ته پام نه شي خو کله چې کلونه پرې تېر شي  پر زیان به یې هله پوه شئ چې په خپل ژوند کې مو څومره فرصتونه او چانسونه له لاسه ورکړي دي. کله مو چې موخې روښانه کړې، د یوه

AppleMark

ښه مهالوېش په لټه کې شئ. هره ورځ د هغه کارونو په لټه کې اوسئ چې موخې ته مو نږدې کولای شي  او ورو ، ورو مو دغه کارونه درته په ورځنۍ دنده بدل کړئ. په دې ډول سره په پرمختګ پیل کوی، موخې مو شکل پیدا کوي او ژوند درته په زړه پورې کېږي. کله چې ژوند درته په زړه پورې شو، نو د کار کولو شوق در سره پیدا کېږي چې په پایله کې به مو له ټنبلۍ ځان ژغورلی وي. دغه ټکی هم باید له پامه ونه غورځوئ چې «اسودګي اوارمتیا د هغه خلکو خیال دی، چې په رښتیا سره یې وړتیا ولري».

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .