پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ولايت ٣٤٠ نور توغندي توغولي دي

۲۳ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۰۳ ب.ظ -

چارواکي وايي چې پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ولايت  ٣٤٠ نور توغندي توغولي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وايي، دا توغندي له پرون راهيسې ددې ولايت پر څلورو ولسواليو، دانګام، شلطن، خاص کونړ او مرورې توغول شوي دي.

هغه زياته کړه چې د توغنديو په دې  بريدونو کې خلکو ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو مالي زيانونه يې اړولي دي.

امنيه قوماندان وايي، يواځې له شلطن ولسوالۍ څخه ٤٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي، دغه راز له نورو ولسواليو څخه هم  ځينو کورنيو خپل کورونه پرېښودلي دي.

د يادونې ده چې پرون هم پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ١٨٤ توغندي توغولي وو چې له امله يې يو ملکي وګړى ټپي شوى و.

 کونړ توغندي ۱

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .