پاکستاني طالبانو د خپل دویم مشر وژل کیدل تایید کړل

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۵:۴۸ ب.ظ -

پاکستاني طالبانو تایید کړه، چې دویم مشر یې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی .

د دغو طالبانو ویاند اعظم طارق محسود ویلي، چې په سجنا مشهور خالد محسود تېره ۵ شنبه د شمالي وزیرستان په ګورواک سیمه کې په نښه شوی .

ویل شوي، چې د هغه پرځای مفتي نور ولي د پاکستاني طالبانو د تحریک مرستیال ټاکل شوی .

مخکې پاکستاني حکومت هم د سجنا د وژل کیدو خبر ورکړی و .

نوموړی په داسې حال کې وژل شوی، چې د پاکستان او امریکا اړیکې خړې شوي او پاکستان دا ډول بریدونه پر خپل ملي حاکمیت تیری ګڼي .

 tl

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .