پاکستان او امریکا له افغان سولې سره همکاري ډېروي

۱۶ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۰۱ ب.ظ -

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت مرستیاله ایلس ویلز پرون پاکستان ته تللې وه او هلته یې په افغانستان کې د سولې په پروسې کې د همکارۍ په اړه له پاکستاني لوري سره خبرې کړې دي.

نوموړې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره لیدلي دي. دواړو لورو د افغان سولې تر څنګ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

45491668_2094731960548398_7631045291621220352_n

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په سیمه کې پراخ بدلونونه را روان دي او امریکا له پاکستان سره په ګډه د سیمې په سوله او ثبات کې ونډه اخلي.

هغه ویلي افغانستان د ټولې سیمې لپاره مهم دی، خو پاکستان هڅه کوي چې تر هر څه وړاندې له امریکا سره خپلې اړیکې سمې کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .