پاکستان دامریکا دنوې ستراتیژي په هکله غبرګون وښود

۱ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۵ ق.ظ -

۱۶

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي دخپلې کابینې غونډه رابللې وه چې د جنوبي اسیا په اړه د امریکا پر سټراټیژۍ

 

ښاغلي عباسي د خپلې کابینې دغه غونډه تر هغې وروسته رابللې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په لومړي ځل د جنوبي اسیا، په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه خپله   سټراتیژي اعلان کړه  ټرمپ د سټراټیژۍ د اعلانولو پر مهال پر پاکستان سختې نیوکې وکړې. ډونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا په اړه د خپلې سټراټیژۍ د اعلانولو پر مهال پر  پر پاکستان سختې نیوکې وکړېاو دا هېواد یې له وسله والو سره په ملاتړ تورن کړ او ویې ویل  دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت د وزیر اعظم عباسي په مشرۍ تر دغې غونډې وروسته په یوې خبرپاڼه کې د امریکا په سټراټیژۍ کې پر پاکستان د لګېدلو تورونو په اړه خواشیني ښودلې او وايي چې د غونډې ګډون‎والو ترهګري د ټولې نړۍ مشترک دښمن بللی، د دغه پدیدې د له‎منځه وړلو لپاره یې د هڅو پر جاري ساتلو ټینګار کړی، پاکستان همدا شان یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات یوازینۍ لار د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ مذکرات بللي او زیاتوي چې په دغه هېواد کې ۱۷ کلنې جګړې سوله پرځای نه کړای شوه او ښايي په راتلونکي کې هم له دې لارې دا چار ناشونې وي.له بلې خوا بیا په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډېوډ هېل هم د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه اصف سره لیدلي او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې سټراټيژۍ په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .