پاکستان د خوست جلغوزي په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۵۶ ق.ظ -

د خوست د جلغوزو د ټولنې مشر وايي، د دغه ولايت جلغوزي په ناقانونه توګه پاکستان په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي.

حاجي فضل وايي، د ايراني پانګه والو سره خبرې روانې دي ترڅو هرات کې د جلغوزو د پروسس يوه فابريکه جوړه کړي.

نوموړی وايي چې په اټکلي ډول به سږ کال د خوست پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه نېږدې ۱۰ زره ټنه د جلغوزو محصولات ترلاسه شي چې تېر کال دا شمېر اوه نیم زره ټنه و.

11849377_1503180326673502_1064020275_n

جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتو او عایداتي توکو څخه شمېر کېږي چې تر ډېره بریده اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .