پاکستان: موقتې کابینې لوړه وکړه

۱۵ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۲۵ ب.ظ -

د پاکستان د موقت حکومت کابینې نن رسماً د لوړې مراسم پر ځای کړل .

دوی ته ولسمشر ممنون حسین او موقت لومړي وزیر ناصرالملک په ولسمشریزه ماڼۍ کې لوړه ورکړه .

په نوې کابینه کې شمشاد اختر، عبدالله حسین هارون، سید علي ظفر، محمد یوسف شیخ، روشن خورشید او محمد اعظم خان د بېلا بېلو برخو وزیران ټاکل شوي .

د موقت حکومت مشر ناصرالملک ویلي، چې نور وزیران به هم زر اعلان کړي .

د ناصرالملک حکومت دنده لري، چې د درې میاشتو په موده کې سراسري ټاکنې رامنځته او د نوي حکومت د جوړیدو لاره اواره کړي .

p

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .