پاکستان هم پر هندی فلمونو بندیز لګولي

۲۳ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۲۰ ب.ظ -

له هغه وروسته چي د هندوستان او پاکستان تر منځ سیاسی او ډیپلوماټیکي اړیکي خراب حالت ته ولاړي، د دواړو هېوادونو پر سېنما یې هم مستقماً سیوری وغوړوه، د هند زیاترو سېنمایي ستورو پاکستان د ترهکرو په ملاتړ تورن کړ او د پر پاکستان د هند د حملي او په پاکستان کي د هندی فلمونو نندارې ته پر وړاندې کیدو د بندیز ننګه هم کړي وه.

لومړی نوی ډهلی هندوستان ته د پاکستان سېنمایي لوبغاړو په ورتګ بندیز ولګاوه او هغه ټول  پاکستانی ټلوېزیونی چینلونه یې بند کړل، چي په هند کي به یې ننداره کېدله او هم یې پاکستاني هنرمندان د هند څخه ویستل.

اوس د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چوهدری فواد حسین د ټویټر له لاري ټولو اړوندو ادارو ته امر کړی، چي په هیواد کي یې هیڅ هندی فلم نندارې ته وړاندې نه سي، هغه په ورته وخت کي پر فلمونو د بندیز تر څنګ مسوولانو ته لارښوونه کړی، چي په پاکستان کي د هر ډول هندی اعلاناتو او سندرو مخه ونیسی.

۷۱ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of