پاکستان: پروېز مشرف په ټاکنو کې د ګډون چانس ترلاسه کړ

۱۷ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۴۰ ب.ظ -

د پاکستان پخوانی پوځي دیکتاتور پروېز مشرف، چې په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی و، بیرته یې د دغه ګډون حق ترلاسه کړ .

د هغه مدافع وکیل نن د پېښور په محکمه کې د ده په اړه د سترې محکمې د پریکړې پرضد خپله دعوه کامیابه کړه .

د پېښور محکمې ریس ثاقب نثار د محکمې د غونډې په پای کې وویل، چې مشرف د محکمې غونډه کې د ګډون په شرط هېواد ته له راستنیدو سره نه نیول کیږي .

هغه دا هم وویل، چې مشرف په ټاکنو کې د نوماند په توګه برخه اخیستلی شي .

د پاکستان مسلم لیګ په نوم د مشرف ګوند ویلي، چې هغه به له اختر څخه وروسته هېواد ته ور وګرځي .

mo

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .