پاکستان په ۱۲ میلیارده ډالر پور اخیستو پسې لالهانده دی

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۰۷ ب.ظ -

د پاکستان لومړی وزیر وایي، هېواد به یې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق او ملګرو هېوادونو د شاوخوا ۱۲ میلیارډ ډالرو مرستې غوښتنه وکړي، څو د خپلو پورونو ورکولو په برخه کې را ولاړې شوې ستونزې هوارې کړي.

43657172_2056552504366344_6308035583079874560_n

عمران خان دغه څرګندونې په یوه ټلوېزیوني وینا کې کړې دي او وايي، چې د پاکستان د بودیجې کسر دا مهال بې ساري کچې یعنې ۱۸ میلیارده ډالرو ته رسیدلی او ددې هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمې هم تېره میاشت اته میلیارده او ۴۰۰ میلیون ډالرو ته را لوېدلې دي.

 د ده په خبره ډېره ګرانه ده چې د روان کال تر پایه د اخېستل شوېو پورونو ټول لګښتونه پوره کړو. هغه په بودیجه کې د میلیاردونو ډالرو کسر د مخکیني حکومت ډالۍ بللې ده او وايي هڅه به وکړي پاکستان له دغه بحراني حالت وژغوري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .