پاکستان کې د رسنیو آزادي بدتره شوې

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۴۱ ق.ظ -

په پاکستان کې د خبریالانو د دفاع کمېټې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې د رسنیو آزادي بدتره شوې ده، ځکه د دوی په وینا د پاکستان پوځ په خاموشانه خو اغېزمن ډول په فشارو رواړلو، ګواښونو او نورو اقداماتو سره د خبرونو خپرول محدود کړي دي.

په هغه راپور کې چې نن خپور شو راغلي، چې د پاکستان پوځ معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي د مخنیوي، د ځان سانسور کولو هڅونې او نورو مستقیم او غیر مستقیم ګواښوونکو فعلایتونو په لړ کې د خبریالانو د فعالیتونو مخه نیولې ده.

41524158_2022125734475688_8802061618000166912_n

د دې راپور له مخې هغه خبریالان چې پر چارواکو نیوکې کوي، تر برید لاندې راځي او حتی توقیف کېږي. دغه راپور په روان کال کې په پاکستان کې د یو شمېر خبریالانو سره د مرکو پر اساس چمتو شوی دی.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .