پاڼه لرونکې سبزۍ مو د دماغي سکتې له ګواښ څخه ژغوري!

۱۷ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۱۱ ق.ظ -
په دې برخه کې د شويو څېړنو له پايلو سره سم هغه کسان چې پاڼې لرونکې سبزيانې خوري، د نورو په نسبت ۶۴ سلنه له دماغي سکتې خوندي وي. څېړنه کې پر نږدې ۷۰۰ هغو کسانو ازموينه شوې ده، چې مغزو يې وينه کوله يا په کې وينه ګډه شوې وه، د هغوی د عمرونو اوسطه اندازه ۵۳.۷ کلونه ده. څېړنه کې څرګنده شوې ده، چې دماغو کې د وينې پيدا کېدل د دماغي سکتو ۳۲ سلنه نيسي. د دماغو د دا ډول سکتو ۹۳ سلنه ناروغان هغه دي، چې د لوړ فشار له کبله ورته دا سکته را ولاړه شوې ده. پاتې ۷ سلنه يې د نورو لاملونو له مخې دي. څېړونکو څرګنده کړې ده، چې د شنو پاڼو لرونکې سبزيانې پر نورو درملنو سربېره د دماغي سکتو مخه هم نیسي، نو ځکه بايد ډېرې وخوړل شي. وړاندې نورو څېړنو ښودلې وه، چې دغه ډول سبزيانې مخونو ته ښکلا ورکوي او د بدن دفاعي سيستم هم پياوړی کوي. اذان 8_0-660x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .