پخپلو سیمو کي د پارلماني ټاکنو د رایو د مرکزونو کمېدل څومره معقول ګڼئ ؟

۲۸ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۳۷ ق.ظ -

مطیع الله شهاب، د ځوانانو په پارلمان کي د كونړ استازی

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لخوا د راتلونکو ټاکنو لپاره د رایه اچوني د مرکزونو کمول د مشخصو سیمو په اړه ناعادلانه ده، موږ او تاسو په تېرو ټاکنو کي ولیدل، چي د زیاتو سیمو خلک د رایي اچوني څخه محروم سول او بعضي خلک د لېري پرتو سیمو څخه د رایي اچوني مرکزونو ته لاړل او پر لاره یې د افغانستان دښمنانو د لاسونو ګوتي پرې کړې، حتا په کونړ او ځینو نورو ولایتونو کي یې څو نفره شهیدان هم کړل، همدا یې وجه وه، چي په نږدې سیمو کي ورته د رایي اچوني مرکزونه نه وه. د ټاکنو په ورځ د پاکستان پوځیان او د هغوى ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیان بریدونو ته لا دوام ورکوي، تر څو خلک د رایي اچوني مرکزونو ته لاړ نه سي. بله لویه ستونزه دا ده، چي بعضي زورواکي نوماندان پخپلو سیمو کي کوښښ کوي، چي د رایي اچوني مرکزونه په نښه کړي او خلک و وېروي، تر څو پخپله ګټه صندوقونه ‌‌‌‌‌‌ډک کړي. دغو مشکلاتو ته په کتو باید حکومت او د ټاکنو کمېسيون عدالت په نظر کي ونیسي او د خلکو لپاره نږدې د رايي اچوني مرکزونه جوړ او فعال کړي.

مطیع الله شهاب، د ځوانانو په پارلمان کي د كونړ استازی

مطیع الله شهاب، د ځوانانو په پارلمان کي د كونړ استازی

له حکومت، امنیتي ادارو، مدني بنسټونو او هغو ټولو ادارو څخه چي د ټاکنو په تړاو څارونکی نقش او مسؤلیت لري جدي غوښتنه کوو، چي د راتلونکو پارلماني ټاکنو په تړاو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دا پرېکړه په جدیت او مسؤلیت سره وارزوي، چي د رایه ورکوني مرکزونه کموي. که دا مرکزونه په ناعادلانه ډول کم سي، طبیعي ده چي له ولسواليو سره زیاتی کېږي او دا زیاتی بیا بدي پایلي لري، ځکه د ملت یوه برخه به ځان په نظام کي له استازي لرلو څخه بې برخي او محروم وګڼي .

حامد سلیم، د ځوان ټولنیز بنسټ غړی

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په مخکنیو ټاکنو کي له یو شمېر سیمو سره د مور او میرې چلند کړی، چي د دغه چلند یوه برخه د رایو د مرکزونو د کمولو په برخه کي و. اوس چي د ټاکنو خپلواک کمېسيون یو ځل بیا خبر ورکړی، چي په یو شمېر سیمو کي به په مختلفو دلایلو د رایي ورکوني مرکزونه کمېږي، د اندېښنې وړ ده. موږ تشویش لرو، چي دا پرېکړه هم عقدوي، سمتي، قومي او سیاسي رنګ ونه لري او د مشخصو سیمو د ځپلو او محرومولو په هدف اتخاذ سوې نه وي.

حامد سلیم، د ځوان ټولنیز بنسټ غړی

حامد سلیم، د ځوان ټولنیز بنسټ غړی

د دې لپاره چي دا پرېکړه له شک او ملاحظې څخه خلاصه سي، لازمه ده چي یاد شوی کمېسيون ولس ته د رسنیو له لاري په مشخص ډول د خپلي پرېکړي جزیات او دلایل ارایه کړي، تر څو ولس له بې باورۍ څخه خلاص او په باورمندانه توګه د ټاکنو له پروسې سره یو ځای سي. احیاناً که داسي ونه سي، پایلي به يې بدي وي، خلک به پر دغي ملي پروسې کم باوره سي، چي دا به ډېره خطرناکه او بده پایله ولري. د ټاکنو خپلواک کمېسيون باید د دغسي فضاء د ایجاد مخه په جدیت سره ونیسي او پرې نږدي، چي ولس پرې بې باوره سي. له حکومت، ملي شورا، مدني ټولنو، د ټاکنیز څار له نهادونو او نړیوالي ټولني ټولو څخه هیله لرو، چي په ټولو مواردو کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کارونه وڅاري او د نېمګړتیاوو د ښودلو تر څنګ د عاجل حل لپاره مشورې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي. زه په ننګرهار او لغمان کي د تېرو ټاکنو د رایو ورکوني د مرکزونو له کمېدو څخه بدي خاطرې لرم، خبریدم چي په ډېرو سیمو کي د امنیت باوجود د رایه ورکونې مرکزونه نه وو پرانیستل شوي، خلک هم د کلتوري قیوداتو او هم د اقتصادي او نورو مشکلاتو په وجه نه توانېدل، چي لېري سیمو ته د رایه ورکوني لپاره خپله او هم د خپلو کورنیو ښځینه غړي واستوي. هیله من یم، چي د دغي ستونزي د تکرار مخه په راتلونکو او نورو ټاکنو کي ونیول سي .

احمد ولي سرحدي، آزاد خبريال

ټاکني چي د ډيموکراټيکو ټولنو يو اصل دی، نو اړتيا ليدل کېږي چي د هيواد هر وګړی د خپل راتلونکي د ټاکلو لپاره په دې ملي پروسه کي پراخ ګډون وکړي او حکومت مسؤليت لري، چي د ټاکنو د پروسې د پلي کېدو لپاره د امنيت تر څنګ په نورو برخو کي اسانتياوي برابري کړي. که څه هم د هيواد امنيتي ځواکونه په خورا مېړانه د خلکو د امنيت په ساتلو کي زياتي قربانۍ ورکړي او تر ډېره بريالي ښکاري، خو د ټاکنو د مشروعيت لپاره د بشپړ امنيت تامينولو توان نه لري، نو حالاتو ته په کتلو سره د حکومت لوړپوړو مسؤلينو او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د رايي ورکولو مرکزونه کم کړي. زما په فکر، د رايو ورکولو د مرکزونو کمېدل د خلکو پر ګډون او د حکومت پر سياسي مشروعيت باندي بدي آغېزې شيندي او خلک د رايو ورکولو د پروسې او استازو د ټاکلو څخه محرومېږي.

احمد ولي سرحدي، آزاد خبريال

احمد ولي سرحدي، آزاد خبريال

امنيت چي د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره حياتي مسئله ده، بدبختانه تر اوسه پوري حکومت د دې پروسې لپاره هيڅ چمتووالی نه دی نيولی، ځکه چي د نامشروع حکومت مشران اشرف غني او عبدالله عبدالله په خپلو کي د قدرت پر وېشلو او خپلو سياسي مخالفينو ته په دسيسو جوړولو اخته دي او د هري ورځي په تېرېدو د حکومت او ملت تر منځ واټن زياتېږي، امنيتي فضاء د ګډوډۍ سره مخ او د ټاکنو پر پروسه باندي د عامو وګړو باور کمېږي. که حکومتي مسؤلين غواړي چي ولس ته خپل حق ورکړي، لومړی بايد په امنيتي حالت کي سمون راولي، د دسيسو جوړولو پر ځای دي د رايو ورکولو مرکزونه زيات او ټولو خلکو ته د رايي ورکولو زمينه برابره کړي، تر څو خلک پر دغه پروسه باوري سي او حکومت بيرته خپل بايللى ولسي باور او سياسي مشروعيت ترلاسه کړي. د رايو ورکولو د مرکزونو کمول د حکومت او ملت دواړو په تاوان دي، ځکه چي د ټاکنو په ورځ به زياتره وګړي د رايو ورکولو او استازو ټاکلو څخه محروم وي او هيڅکله به بيا پر ولسواکۍ باور ونه کړي.

زين الله ستانکزی، خبريال

تر ټولو مهمه دا ده، چي اول په سيمه کي د امنيتي ستونزو حل ته پاملرنه وسي، ځکه ډېري سيمي همدا اوس د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندي دي او ډېری خلک مو هم هلته دي، هغوی نه سي کولای چي د ټاکنو په ورځ ځانونه د دولت تر واک لاندي سيمو ته د رايي کاروني لپاره ورسوي او نه طالبان هلته مرکزونو ته د جوړېدو اجازه ورکوي. نو په دې لحاظ هغه مرکزونه چي د ټاکنو د کمېسیون لخوا د هلمند لپاره په ځانګړي ډول د لښکرګاه ښار ناوې او ګرشک ولسواليو لپاره ځانګړي شوي فکر کوم، د همدې مېشتو خلکو لپاره بسنه نه کوي. په دغسي حالاتو کي چي شپږ ولسوالۍ له سره سقوط دي، د پنځو ولسواليو يوازي څلور دېوالونه د امنيتي سرتېرو په لاس کي او د يوې نظامي پوستې شکل لري، ملکي ادارې نسته، خلک تګ راتګ نه سي کولای. لنډه دا چي اوس يوازي د لښکرګاه ښار او د ګرشک او ناوې ولسواليو لږ او ډېري سيمي امن دي. که د هغو ناامنو ځایونو لپاره موږ د مرکز د پرانیستل کېدو غوښتنه کوو، نو دا ښکاره ده چي درغلۍ ته لاره هوارول دي، اول دي حکومت په سيمه کي پراخه عمليات وکړي، خلکو ته دي د رايي اچوني زمينه برابره کړي، بيا دي مرکزونه ډېر سي.

زين الله ستانکزی، خبريال

زين الله ستانکزی، خبريال

دا چي له پيله هلمند ته د امنيت په شتون کي ۲۴۶ مرکزونه ورکړل شوي او په اوس کي چي امنيتي ساحه بېخي پر نشت حساب ده، ۱۸۶ مرکزونه ورته ځانګړي سوي، چي دا مرکزونه بېخي بسنه کوي.

عبدالحق ځواکمن، د هلمند ولس مدني ټولني مشر

تاسو وګورئ چي د افغانستان نفوس ورځ تر بلي ډېرېږي او ډېر سوی هم دی، د افغانستان په بيارغونه کي پرمختګونه سوي دي، نو باالاخره د دې پر ځای چي د ټاکنو کمېسيون مرکزونه ډېر کړي موږ وليدل چي دوی خپل مرکزونه کم کړل.

عبدالحق ځواکمن، د هلمند ولس مدني ټولني مشر

عبدالحق ځواکمن، د هلمند ولس مدني ټولني مشر

دا خپله خلکو ته د تشويش وړ ده، د دې پر ځای بايد مرکزونه ډېر سوي وای، خصوصاً په لښکرګاه ښار کي بايد ډېر سوي وای، ځکه ښار پراخه سوی دی، دغه راز ولسوالۍ پراخي سوي دي او مرکزونه بايد ډېر سوي وای. تاسو وګورئ د افغانستان خلک امکانات نه لري، چي لېري ساحو ته ورسي او رايي ورکړي او د امنيتي ستونزو له امله هم نه سي کولای چي دوی ولاړ سي. نو غوښتنه مو دا ده، چي بايد هري ولسوالۍ ته تر لسو ډېر مراکز ورکړل سي، تر څو د خلکو ستونزي راټيټي سي او خلک په اسانۍ سره وکولای سي رايه اچونه کي برخه واخلي. که دا کار ونه سي، نو په ټاکنو او رايه اچونه کي به ستونزي رامنځ ته سي. دا هم د اندېښنې وړ ده، چي ولي په هلمند کي مرکزونه کم سول،  دا خپله خلک بې باوره کوي، نو هيله مو دا ده چي پر دې پرېکړه بيرته غور وسي، تجديد نظر پرې وکړي، د خلکو نفوس ته په کتو سره بايد مرکزونه ډېر سي، د درغلۍ مخه نيول کېږي او هر څوک په اسانۍ سره رايه اچونه کولای سي.

احمد رښتين، ټولنيز فعال

پارلماني ټاکني يقيناً هغه پروسه ده، چي د هيواد په سطحه هغه استازي د قانون جوړوني دنده په غاړه لري، په انتخاب کي يي بايد هر وګړى ډېر دقت وکړي.

احمد رښتين، ټولنيز فعال

احمد رښتين، ټولنيز فعال

دا چي اوس د ټاکنو د رايو مرکزونه کم سوي دي، زما په نظر چي يو پر ځاى پرېکړه سوې، ځکه چي نظارت به هوسا او اسانه وي، د هر وکيل نظارت کوونکي بې شمېره وي، يو خو به هغه کم سي او بل د درغليو مخه پکي نيول کېداى سى. که چېري د ټاکنو مرکزونه ډېر وي، هم د ټاکنو کمېسيون مصارف کېږي هم د وکيلانو، اوس مخالف وسله وال هم د ټاکنو مخالفت په جدي توګه نه کوي، ځکه چى د عامه خلکو ستونزي ګوري او ويني او هر عام وګړى کولاى سي، چى خپله رايه ورکړي. دا طرحه چي د دولت لخوا جوړه سوې پر ځاى او د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا سره لويه همکاري ده او بل چي خوشبختانه د هيواد وګړي مو د هيواد په برخليک ټاکلو پروسه کي په پوره مينه او لېوالتيا اشتراک کوي، اوس نو نوماندان کولاى سي، چي مرکزونو ته د موکيلينو پر اشتراک کردګي باندي لا تمرکز وکړي، تر رايه ورکوونکي په شفاف ډول سره وړ اشخاص پخپله نمايندګي دولت ته معرفي کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .