پرماشومانو رحم کول او دمشرانو د درناوی کولو اهمیت

۱۹ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۲۶ ق.ظ -

لیکوال : ډاکتر حنیف

بسم الله الرحمن الرحیم

له حضرت عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي نبی اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل چي:

هغه څوک له مونږ څخه نه ده چي زمونږ پرماشومانو رحم ونه کړي، او زمونږ دمشرانو عزت ونکړی او أمربالمعروف ونه کړی او نهی عن المنکر ونکړی.

تشریح: په دې حدیث شریف کي د څلورو شیانو په ډېر ټینګارسره اهمیت بیان شوی ده.

اول : پر ماشومانو رحم کول.

دوم : دلویانو درناوی کول.

درېیم امربالمعروف

څلورم نهی عن المنکر.

ددې څلورو شیانو اهمیت رسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم په ځانګړی ډول(انداز)سره بیان کړی دی،هغه داچي که کوم څوک په دې شیانو سره عمل نه کوي،هغه له مونږ یعنی دمسلمانانوله ډلي څخه نه ده.

خبره داده چي د اسلام ډېرې غوښتنې دي،یوازي دا ویل چي زه مسلمان یم، دمسلمانۍ لپاره کافی نه ده،د اسلام دین د سراسر د ښېګڼو مجموعه ده، اسلام له ټولو سره په ښیګڼه کولو امرکوي ،د انسان له کوچنیانو سره هم کارپیدا کیږي اوله لویانوسره هم .

ـــ ــــــــــــــــــــــــــــــــ

مشکوة المصابیح ،ص ۴۲۳ +الترمذي شریف

233254ds

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .