پر افغان خاوره د پاکستان پرله پسې راکټي بريدونه څنګه ارزوی؟

۱۹ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۴۵ ق.ظ -

رحمت الله ابدالي د کندهار پوهنتون استاد

Rahmat Abdali

پاکستان هر کله خپلو ګټو ته د رسېدو لپاره لانجمن سياست ځکه غوره کړی، چي په دې توګه غواړي په سيمه کي د پايښت لپاره تازه نفس واخلي. دا که په قبضه سوي او لانجمن کشمېر کي وي او يا هم د ډيورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي. دوی په دې توګه غواړي په يوه او بل نامه د پنجاب سومي ګټي د پاکسان د “لا إله إلا الله “د سپېڅلي کلمې تر داعيې لاندي تامين کړي. که د ډيورنډ پر فرضي کرښه او يا هم د کشمېر پر لاندي سوو لانجمنو سيمو کي نښتو ته ځير سو؛ نو مطلق ټولي نښتي د اسلام په نوم د پاکستان لپاره د خواخوږۍ پر پار دستوري ترسره کيږي او غواړي په دې توګه د مسلمانو په ځانګړې توګه د پښتنو د ځوانانو احساسات تازه وساتي او د ضرورت پر وخت ئې د ځان په ګټه وکاروي. د څو کالونو راهيسي د ډيورنډ فرضي کرښي له هغه غاړي د افغانستان پر خاوره د راکيټو بريدونه کيږي؛ خو په دې وروستيو کي ئې زور ځکه اخستی او افغانستان ئې غبرګون ته وهڅوی، څو په مقبوظه خاوره کي د(پښتون ساتني غورځنګ) د خلګو له خولې ليري او پر ځای ئې دې جګړې ته توجه واړوي. له دې سره ترڅنګ پاکستان تل ويلي، چي (تحريک طالبان پاکستان) او نوري ورته ډلي، چي پاکستان کي د جنګ طرفداره دي، له افغانستان څخه حمايه کيږي، خو هيڅ کله ئې هم مناسب دلايل نه دي وړاندي کړي او د مناسبو د لايلو د نه موجوديت په سبب د دې غاړي پر غرنيو سيمو برېدونه کوي، چي ګواکي له دې سيمو څخه د دوی امنيت ته کواښ دئ. د دې برېدونو په ځواب کي مخکني ولسمشر ښاغلی حامد کرزي د خپل حکومت په دوران کي دا خبره کول، چي د افغانستان د لوري د راکيټي برېدونو ورته غبرګون به د هغه سيمو پښتنو ته مالي او ځاني زيان واړوي. دا خبره هغه وخت مطلق سمه وه، خو په اوس مهال کي د حکومت هغه دريځ ناسم؛ ځکه ده، چي دلته حکومت نه يوازي په اقتصادي توګه له خپل لوري څخه پاکستان تر فشار لاندي کړی؛ بلکي په نړۍ واله کچه د تروريزم سره د مبارزې په برخه کي د پاکستان درواغجن دريځ نړۍ والو ته ښودل، د خپلو حقونو له پاره د پښتنو غورځنګ هغه مسائل دي، چي د سيمي حالت د پخوا په پرتله تر ډېره د پاکستان په زيان او د افغانستان د دولت په ګټه دی او د دې امتياز په افغانستان کي ښه رهبرۍ ته ورکولای سو. نو؛ نو زه فکر کوم، چي داسي نښتي او پرله پسې بريدونه د دوی له لوري قصدي دي، خو تر ډېره بې تفاوته پاته کيدل، به زموږ د دولت حيثيت ته زيان ولري او بايد په مناسب وخت کي مناسب ځواب ورکړل سي .

 

بریالی رحیمي خبریال

Baryalai Rahemi

پر افغان خاوره بريد پر نړيواله ټولنه او امريکا بريد دى، خو دا چي هغوى ولي چوپه خوله دي، سوال دلته دی؟ پاکستان په خپل سر پر افغان خاوره د بريد کولو واک او توان نه لري او نه يې هم کولاى سي . افغانستان تر ٢٠٠٠ کال ورها خوا تر دې بدي ورځي او سياسي کړکيچونه تجربه کړي دي، خو بيا هم په مستقيم ډول هيڅ ګاونډي هيواد د دې چانس نه  دى ترلاسه کړى چي پر افغانانو بريد وکړي . نو دا ښکاره خبره ده چي د دې بريد تر شاه د يو ځواکمن هيواد يا نړيوالي ټولني لاس دى . پاکستان څنګه کولاى سي چي د نړيوالو ټولني او امريکايي ځواکونو په شتون کي پر افغانستان بريد وکړي. په داسي حال کي چي پاکستاني پوځ په خوست کي له هغه افغان سرتيرو سره په جګړه بوخت دي چي وسلي تجهيزات ، تنخوا او حتى د امنيتي سرتېرو ټولي اړتياوي امريکايان او نړوياله ټولنه ورکوي . نو زما په نظر چي دا بريد پاکستان نه، بلکي د امريکا بريد دى چي پاکستاني چارواکو ته يې طرحه ورکړې ده، تر څو وښيي چي افغانان نه يوازي د نړيوال تروريزم، بلکي د ګاونډيانو له جدي ګواښ سره مخ دي، نو بايد دوى په افغانستان کي دايمي پوځي اډې ولري . امريکا د خپلي بقا او په افغانستان کي د تل لپاره د اوسيدو يوه داسي لاره لټوي چي افغانان کمزوري وښيي او خپل موجوديت اړين وبولي نو په همدې خاطر يې د پاکستان د يوه بريد په اړه هم هيڅ ډول اقدام ندى کړى . د تيري دوشنبې په ورځ په افغانستان کي د غوڅ ملاتړ د ماموريت عمومي قوماندان نيکولسن په کندهار کي وويل چي پر پاکسنان به سياسي او ډيپلوماتيک فشار زيات کړي، تر څو د افغانستان په سوله کي رول ولوبوي. نو کله چي امريکا د طالبانو لپاره پر پاکستان فشار راوړلاى سي پر پاکستان ولي فشار نسي راوړلاى چي ددوى په موجوديت کي پر افغان خاوره او ځواکونو بريد ونه کړي . نو دا مالومه ده چي په دې کار کي د ځواکمنو هيوادونو سياست نغښتى دى او غواړي افغانانو ته په دې ډول خپل موجوديت اړين ثابت کړي .

بصيرالحق عادلد پوهنتون استاد

عادل

 پر افغان خاوره د پاکستان لخوا راکټي بريدونه نوې خبره نه ده. دا بريدونه هر وخت او پرلپسې کيږي چي د درنو مالي زيانونو ترڅنګ کله کله ځاني زيانونه هم لري. دا ښکاره او په ثبوت رسېدلې چي بريدونه پاکستاني پوځيان کوي، په دې اړه پاکستان حکومت بې خبرې ښيي او افغان حکومت هم چپه خوله ده. زما په اند که د بريد ځواب بېرته ور نکړل شي نو دا بريدونه به روان وي او موږ به له لويو خطرونو سره مخ يو. کله کله د پاکستان لخوا بريدونو کي د کونړ ځنګلې اور واخلي چي ميليونونه افغانۍ تاوان ورسيږي. افغان حکومت ته پکار ده چي لومړى خو دې له ډيپلوماټيکو لارو دا ستونزه هواره کړي، که بيا هم بريدونه کيدل نو دبريد ځوال دې په بريد ورکړي.

 

شاه اغا اکرمي مدني فعال

akrmi

پر افغان خاوره د پاکستان راکټي بريدونو په دې وروستيوکي يو ځل بيا زور اخيستی دی، چي ښه مثال يې خوست ولايت دی چي پاکستاني پوځيان همېشه دا هڅه کړې چي د افغانستان جغرافيې ته ورننوځي او هغه هم د خپلې ولکي لاندي راولي او هغه د ځانه وبولي لکه د ډيورنډ کرښه، د پاکستاني پوځيانو لخوا په وار وار زموږ پر هيواد باندي راکټي بريدونه توغول سوي دي، چي زيات شمير مالي او ځاني زيان يې اړولی، دا د افغان حکومت د خارجي سياست د ضعف او کمزورتيا يوه بېلګه ده چي د هغه يو ګاونډی هيواد همېشه دا هڅه کوي چي د افغانستان خاوره تر خپل تسلط لاندي راولي، خو باالمقابل وهغه ته چا غاښ ماتوونکی جواب نه دى ورکړی. افغان حکومت څو واري په ډيپلوماتيکو ناستو کي دا ستونزه د پاکستان د حکومت سره شريکه کړې، خو هغه غوږ لا نه په ګروي، ځکه افغانان همېشه د پاکستان او د سيمي هيوادونو د ظلمونو څخه په تنګ راغلي، خو مشران مو چنداني سر نه خلاصوي. بلاخره عام ولس دېته مجبوره کيږي چي سلاح را واخلي او د خپل هيواد څخه ساتنه وکړي. که چيري افغان حکومت هغه ته بالمثل راکټي جواب ورکولای، نو نن به له داسي ستونزو سره مخامخ نه وای او له بلي خوا څخه دلته په افغانستان کي يو شمير داسي کړۍ او افراد او اشخاص سته چي د پاکستان خاوره او منافع ورته ډيره مهم دي، ځکه خو همېشه په دې هڅه کي دي چي خپل بادار پاکستان خوشحاله وساتي، ځکه نو د پاکستان سره د نيک چلند او ښه ګاونډيتوب غوښتونکي دي او نه غواړي چي پاکستان ښه رسوا سي. افغان حکومت ته پکار ده چي د دوی سره د زور چلند وکړي او خپلې اړيکي د امکان تر حده د پاکستان سره وشکوي او ځيني بنديزونه دي هم پر ولګوي او همدارنګه بايد د امنيت سورا ته د پاکستان د دغه ناوړه او له بين المللي قوانينو څخه د سرغړاوۍ او د دوو هيوادونو تر منځ د ناوړه ګاونډيتوب او پر افغان خاوره باندي د تيري څخه شکايت وکړي، تر څو په آينده کي د ورته راکټي بريدونو مخنيوی سوى وي.

 

حبیب امیري – مدني فعال

خبیب امیري - مدني فعال

په ختیځ ننګرهار او کونړ د پاکستاني ځواکونو وحشیانه راکټي بریدونه او پر وړاندې یې د حکومت چوپتیا د ننګرهار په لالپورې او ګوشتې او د کونړ په سرحدي ولسوالیو د پاکستاني ځواکونو له لورې د راکټي بریدونو شمیره تر زرګونو په اوښتو دی؛ د ترهګرۍ دا بېلګه په خپل ذات کي ډېره بې رحمانه او وحشیانه ده. پاکستان له ټولو نړیوالو اصولو په سرغړاوي، له کرښې پورې غاړه په افغان لورې هره ورځ بریدونه کوي، د دې بریدونو قربانیان عام ولس او بې وزله افغانان دي. پاکستان په سیمه کي د ترهګرۍ په تمویل تورن دی؛ خو نړیوال باید په دې پوه شي، چي پاکستان یوازې د ترهګریو تمویل نه، بلکي په خپله هم ترهګري کوي، له انډیا سره په اړیکو یې څه نه وایم؛ خو له کرښې دې غاړه افغان لوری ترې په تنګ دی،د طالب، داعیش او نورو وسله والو په رالیږلو خو یې زړه یخ نه سو، له تیرې یوې لسیزې راپه دې خوا اوس د کرښې په دې غاړه راکټیز بریدونه هم کوي. د اړونده سیمو اوسیدونکو ته د مالي او ځاني زیانونو اړولو سربیره یې زیاتره کورنۍ بې ځایه کيدو ته هم اړې کړې دي. له زیانمو کورنیو سره نه افغان حکومت او نه هم مرستندویه ټولنو د سرپناه په برخه کي مرسته کړې، سخت له بدبتختیو ډک ژوند کوي. که څه هم د دې راکټي بریدونو پروړاندې افغان حکومت څو ځله ځوابیه بریدونه هم کړي، د دوی دمخ ته راتګ مخه یې نیولې، پوستې یې ورته نړولي او پاکستاني ځواکونو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده؛ خو پاکستان د دې ټولو سربیره بیا هم په کراره نه کيني او ورځ تربلې په افغان خاوره راکټیز بریدونه کوي او د خپلو سومو موخو د ترسراوي لپاره هره ورځ زموږ د بېچاره ولس اوسیدونکو ته سرخوږی جوړوي. پاکستان ادعا لري، چي ګنې دې غاړې د وسله والو پټنځایونه دي؛ خو خبر نه دی، چي د ترهګریو ځاله د دوی تر حاکمیت لاندې د پېښور او کوټې سوراګانې دي، چي د وسله والو طالبانو او نورو جنګي ادرسونو په اعلامیو کي هره ورځ خپریږي او دا ادرسونه نه یوازې دا چي پاکستان ته مالوم دي؛ بلکي تمویلوي یې هم! موږ له خپل حکومته غواړو، چي د دې ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي، له نړیوالې ټولنې وغواړي، چي پاکستان ترهګریز فعالیتونه کوي، په تورلیست کي دې شامل کړي، خپلې مرستې دې ورباندې بندې کړي او د ډیپلوماټیکو اړیکو پالل دې ورسره پرې کړي. پاکستان په سیمه کي په بشرضدو فعالیتونو بوخت دی، د سیمې هیوادونه ترې په تنګ دي، که د بشري حقونو خواخوږي له دې بدبختۍ سیمه خلاصه کړي، هم به یې خپل ماموریت په ښه شکل ترسره کړی وي او هم په سیمه کي د نورو خلکو ژوند خوندي کړی وي. موږ په سیمه کي له پاکستانه په تنګ یو او نه غواړو چي داسې یو بې رحمانه ګاونډی ولرو.

 

سنګر همدرد – مدني فعال

سنګر همدرد - مدني فعال

 له کلونو راهیسې د پاکستاني پوځ لخوا د افغانستان پر خاوره تیری کيږی چي د ګڼو مالي او ځاني تاوانونو سبب کېږي او ډېر شمېر هیوادوال مو خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ سوي. دا خو ښکاره خبره ده، چي د پاکستان د پیدایښت نه راپدې خوا د پاکستاني دولتونو سیاستونه, کړنې او طرزلعملونه د افغانستان پر وړاندې تل له دوکو, چلونو او بدنیتیو ډکي وې او اوس هم دي. پاکستان تل د افغانستان د کمزوري کولو منزوي کولو او نړیوالو ته د کمزوري هيواد په توګه ښودلو کوښښونه جاري ساتلي. پاکستاني دولتونو په تېرو څو لسیزو کي د افغانستان د ناامنۍ رامنځ ته کولو لپاره له هر ممکنه لارې ګټه اخیستې ده، چي یو له هغو څخه د افغانستان په خاوره توغندیز بریدونه دي چي په دې سره غواړي د افغانستان په پر دولت خپل غوښتنې ومنې. همدارنګه د دې بریدونو په پای کي تل د پنجاب د پوځ د افغانستان خاورې ته دننه سوي او مخکي راغلي، چي په وار وار سره د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو له خوا پر شا تمبول سوي، چي عام وګړو هم پکي خپل رول لوبولی دی. او اوس چي د کوزې پښتونخوا افغانانو د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو لپاره هڅې پیل کړي، نو د پاکستاني پوځ بریدونو بیا زور اخیستی چي پدی سره غواړي د پښتون ژغورنې بهیر ټکنی او د کرښې دواړه خوا ته افغانان یو د بل پر وړاندې ودروي او خپلو شومو اهدافو ته پرې ورسېږي، خو له نېکه مرغه اوس ټول افغانان له پخوا ډېر متحد او په اتفاق دي چي انشاءالله د پاکستان د پوځ بریدونه نه یواځې دا چي د ناکامۍ سره مخ کېږي، بلکي ډېر تاوان به يې خپله پاکستان ته اوړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .