پر انټرنيټ د کنټرول او څار قانون څومره مهم گڼئ؟

۳ ثور , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۲۵ ب.ظ -

نوید افغان زوی يو تن سياسي فعال

انټرنيټ یو له هغه مخکښه شبکو څخه ده چي له امله یې نړۍ په یوه واړه کلي بدل شوې. د انټرنيټ له برکته خورا سخت کارونه په آسانه ډول ترسره کېږي. زموږ په هیواد افغانستان کي هم له انټرنيټ څخه په پراخه پېمانه ګټه اخیستل کېږي، خو په بېلابېلو شکلونو ښه او بد. دا چي په افغانستان کي په انټرنيټ د څار لپاره کومه ځانګړې پروسه او یا هم طرحه نشته، نو اکثره وګړي ورڅخه ناوړه ګټه پورته کوي. له انټرنيټ څخه مثبته ګټه د پرمختګ، پوهي او ترقۍ لپاره ښه لاره ده، خو په خورا تعصف سره باید ووایم چي زموږ په هيواد کي له انټرنيټ څخه خورا ناوړه ګټه اخیستل کېږي. آن تر دې چي ملي امنیت او د هيواد په سطح عمومي ګټو ته زیان اړولی شي. دا چي اوس په افغانستان کي د انټرنيټ د څار پر قانون کار کېږي او دا قانون به ډېر ژر جوړ شي، د دې قانون ګټي به دا وي، خو البته که نړیوال معيارونه په پام کي ونیول شي: اول انټرنيټ به خلک په مناسبه بیه ترلاسه کوي.

نوید افغان زوی يو تن سياسي فعال

نوید افغان زوی يو تن سياسي فعال

دوهم انټرنيټي شبکې به په مناست او معياري ډول خدمات وړاندي کوي. درېيم دا چي هيواد مو سنتي او اسلامي ټولنه بلل کېږي، نو په دې اساس به د اساسي قانون سره سم په فحشا او غیراخلاقي سایټونو بندیز ولګول شي. څلورم دا چي انټرنيټ اکثریت کاروونکي له ځواني طبقې څخه دي یعني نجوني او ځوانان یې ډېر کاروي، نو دوی به له فکري انحراف څخه په آمان کي وي. پنځم د هغه سایټونو په فعالیت به بندیز ولګول شي چي د ملي امنیت او هيواد په زیان واوسي او همدا ډول به نور هغه فعالیتونه چي په مختلفو برخو کي د خلکو په زیان تمامېږي بندیز به پرې ولګول شي. پورته ټکو ته په کتو سره پر انټرنيټ د څار قانون یوه ګټوره او ښه لاره ده چي په عملي کېدو سره به یې انټرنيټي خدمات معياري شي او له انټرنيټ څخه به ګټوره او مثبه ګټه واخیستل شي.

روزي محمد زابلى، مدني فعال

پر انټرنیټ د کنټرول او څار قانون له څو اړخونو مهم دی: لومړی دا زموږ په حقوقي نظام کښي یو نوښت او تجدد دی، ځکه زموږ حقوقي نظام ځیني خلاګاني لري، موږ په ځینو فرعي مسایلو کي مشخص قوانین نه لرو، د دغي خلا د ډکولو لپاره دا ډېر زیات مهم او باارزښته ګام دی. دوهم، افغانستان د بیان د آزادۍ، د مطبوعاتو او په ټوله کښي د عامه او ټولنیزو رسنیو د آزادۍ په یوه نوي پړاو کښي قرار لري.

روزي محمد زابلى، مدني فعال

روزي محمد زابلى، مدني فعال

له بده مرغه د دغي آزادۍ حدود خلک سم نه پېژني او یا په درست ډول ورته معرفي سوي نه دي، نو ځکه ډېری وخت پر عامه او ټولنیزو رسنیو داسي څرګندوني کېږي چي هغه د هیواد د عامه نظم، ملي گټو او ملي ارزښتونو سره په ټکر کښي وي. پر انټرنیټ د څار قانون گټه به دا وي چي داسي کړني او څرګندوني به کنټرو کړي کوم چي هغه ملي گټي ننګوي. درېیم، دا چي د بشري ژوند په دې پرمختللي عصر کښي نړۍ د انټرنیټ په مټ د یوه کوچني کلي غوندي راکوچنۍ سوې ده او گڼ شمېر سهولتونه یې رامنځته کړي دي، خو بدبختانه ورسره سم گڼ انټرنیټي جرایم هم رامنځته سوي دي. پر ټولنیزو رسنیو (فېسبوک) مستعار اکونټونه او بیا له دې لاري معزز شخصیتونه او بنسټونه توهینول، د خلکو شخصي حریمونو ته ننوتل او دا حریمونه ماتول او آن په لوړه کچه بانکي غلاوي او مالي فسادونه هغه څه دي چي دا مهال تر ډېره د انټرنیټ په مټ ترسره کېږي. پر انټرنیټ د څار قانون به وکولای سي چي د دغو لویو جرایمو مخنیوی وکړي، چي دا د ټولنیز ثبات او د حریمونو په خوندي کولو کښي معقول اقدام دی. په نتیجه کښي ویلای سو چي پر انټرنیټ د څار قانون د یوې لویي فکري او ټولنیزي انارشۍ (ګډوډۍ) په له منځه وړلو کښي خورا لوی رول او اهمیت لري. دولت باید دې چاري ته خپله توجو یوازي تر قانون جوړولو پوري محدوده نه کړي، بلکي د قانوني موادو د عملي کولو برخي ته هم زیاته پاملرنه وکړي. دا د سانسور او د بیان د آزادۍ د نقض په معنا نه ده، ځکه خورا پرمختللي او مترقي هیوادونه هم د بیان د آزادۍ او عامه رسنیو د آزادیو د کنټرول لپاره په خپلو حقوقي نظامونو کښي مشخص قوانین، اصول او کوډونه لري، ځکه بې بندوباره آزادي پخپله د گډوډیو د رامنځته کولو لپاره د بستر هوارول دي. په همدې هیله چي پر انټرنیټ د څار قانون ژر جوړ او عملي سي!

شاه آغا اکرمي، د کندهار پوهنتون محصل

پر انټرنیټ د څار او کنټرول قانون زه مهم ګڼم، ځکه چي اکثره د انټرنیټ کاروونکي د بیان د آزادۍ څخه ناوړه استفاده کوي او څه چي یې زړه غواړي هغه لیکي او ترسره کوي یې.

شاه آغا اکرمي، د کندهار پوهنتون محصل

شاه آغا اکرمي، د کندهار پوهنتون محصل

د لوړپوړو او محترمو اشخاصو سپکاوى پکښی کوي، که په نوموړي شخص کي دا عیبونه موجود وي او که نه وي، خو دوى یې خپل د زړه بړاس پکښي کاږي، اوس که دا سي یو قانون موجود وي چي پر دوى باندي څار او کنټرول ولري او بېله کوم ثبوت څخه چي کله یو شخص په یو چا پسي کومه لیکنه کوي او یا هم وحشت او ترهګري ته خلک رابولي او د بیان د آزادي څخه ناوړه استفاده کوي، نو که بل موقع دغه څارونکي د نوموړي شخص ټول انټرنیټي فعالیتونه بند او له قانون سره سم د نوموړي شخص سره حساب وکړي. که یې چېري حقایق نه وه لیکلي، خپل د لیکني اړوند او کوم ثبوت یې هم نه لرل، نو باید د قانون سره سم نوموړي شحص ته سزا ورکول شي. که موږ او تاسو وګورو د نوري نړۍ لوړپوړي چارواکي داسي انټرنیټ کاروي چي یا خو يې خپل پر نامه او اړوند ارګان باندي کوم انټرنیټي ادرس نه لری یا یې که لري هم، نو داسي استفاده ځني کوي چي بل شخص ته پکښي زیان ونه رسېږي او نه هم ده ته، خو دلته معامله برعکس ده، لوړپوړي دولتي چارواکي مو یو په بل پسي شایعات خپروي او یو د بل د کارونو سپکاوى کوي او عامو خلکو ته خپل شخصیتونه سپک معرفي کوي، ځکه تر اوسه داسي کوم انټرنيټي څارونکي او قانون وجود نه درلود چي پوښتنه ځني وکړي او یا یې هم د فعالیت اجازه ورنه کړي. دلته اکثره دولتي چارواکي مو خپل د ارګان ځني مهم رازونه پر فېسبوک یا نورو شبکو خپروي لکه کله چي یو لوړپوړى دولتي چارواکى کوم ځای ته سفر کوي، نو وختي لا د خپل سفر موقعیت، د تګ وخت او خپل موخي بیانوي، چي دا باید انټرنیټي څارونکی بند کړي، ځکه چي ډېرى وخت دښمن له همدې معلوماتو څخه په استفاده سره خپل اهدافو ته ځان رسوي او په آساني سره نوموړى چارواکى په نښه کولاى سي او بل انټرنیټي کنټرولوونکي باید د کم عمره هلکانو ټول انټرنیټي فعالیتونه بند کړي، ځکه چي اکثره ناوړه استفاده ځني کوي او بې لارۍ ته يې تشویقوي او تر ټولو مهمه لا دا ده چي اکثره ملحدین او نور شپه او ورځ په دې لټه کي دي چي څنګه د مسلمانانو اذهان ورمغشوش کړي، نو ډول ډول بې ځایه او بې بنیاده تورونه او سوالونه پر اسلام او مسلمانانو باندي تړي چي دا باید مطلق بند شي.

عبدالمتين متين، خبريال

په انټرنیټ کي ګڼي ټولنیزي رسنۍ رامنځته شوي، چي اوس نو د هري ورځي په تېرېدو ټولنیزي رسنۍ زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ګرځي. انټرنیټ ډېری خلک د خبرونو اونورو ګټورو معلوماتو د ترلاسه کولو او له نورو سره د شریکولو په موخه کاروي.

عبدالمتين متين، خبريال

عبدالمتين متين، خبريال

روښانه خبره ده چي په اوسنيو وختونو کي د ټکنالوجي په مټ داسي وسايل منځته راغلي دي چي هر څوک کولاى سي په ډېر کم وخت او لږ مصرف سره يو د بله سره په اړيکه کي سي. افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دى چي اوس پکي زيات کارونه د عصري ټيکنالوجۍ لکه موبايل، کمپيوټر او انټرنيټ په مټ ترسره کېږي. دا چي د نړۍ خلک له همدې ټيکنالوجي څخه څنګه ګټه اخلي؟ تر لمر روښانه ده، خو په افغانستان کي له بده مرغه له عصري ټيکنالوجي څخه په هغه اندازه چي بايد ترې ګټه واخيستل سي،  سمه ګټه نه ده پورته سوې. انټرنيټ د اوسنۍ نړۍ د مهمو ضرورتونو څخه دى، د ټولي نړۍ وګړي انټرنيټ د ورځني کاروبار يوه وسيله ګرځولې، حکومتونو ته يې بدلون ورکړى، نوي نسل ته يې د تعليم تر ټولو ښه او آسانه زمينه برابره کړې، خو يو شمېر کسان بيا سته چي د انټرنيټ څخه غلطه ګټه پورته کوي، بانکونه لوټوي، شخصي دښمنۍ پکښي پالي، قومي او ژبني توپېرونه ايجادوي. تېره اوونۍ د مخابراتو وزارت اعلان وکړ چي پر يو داسي انټرنيټي سافټوير کار کوي چي هر څوک پر انټرنيټ د ملي ګټو خلاف عمل ترسره کړي مشخص او عدلي ارګان ته يې معرفي کوي. د دې سيسټم په جوړولو سره به په افغانستان کي پر انټرنيټ د کنټرول تر ټولو ښه او غوره لار وي او زه د افغان حکومت دا کار د ستايلو وړ ګڼم.

اجمل درمان، ليکوال او ژورناليست

يو ټول منل شوی حقيقت دی چي رسنۍ د يو هيواد څلورم ستر ځواک او قوه تشکيلوي، نو طبعي ده چي له دغه ځواکه سالمه ګټه واخیستل شي. د افغانستان د تېري يوې نيمي لسيزي لويه لاسته راوړنه همدا د رسنيو او بيان آزادي يادېږي، خو له بده مرغه ځينو خلکو او کړيو بيا د رسنۍ او بيان له آزادۍ غلطه ګټه پورته کړې او د همدغو رسنيو له لاري يې د ولس له احساساتو منفي ګټه اخيستې ده.

اجمل درمان، ليکوال او ژورناليست

اجمل درمان، ليکوال او ژورناليست

ښه بېلګه يې په هيواد کي د نظامي جګړې تر څنګ د وسله والو له لوري تبليغاتي جګړه ده چي په پرېمانه کچه يې له برښنايي رسنيو د حکومت او افغان ولس په خلاف منفي تبليغ کړی دی. همدا اوس هم په لسګونو داسي برېښنايي رسنۍ شته چي د هيواد او افغان ولس دښمن يې پر مټ د خلکو ذهنيتونه له منفي تبليغاتو ډکوي او ځوان نسل مو بې لاري کوي. که تاسي لږ د وسله والو مخالفينو اړوند فېسبوک پاڼو، ټويټر پاڼو، ويب سايټونو او نورو برېښنايي رسنیو ته سر ورښکاره کړى، نو دا حقیقت به درک کړى چي په دې وخت کي څومره اړتيا ده چي پر رسنيو په ځانکړې توګه په انټرنيټي او برېښنايي هغو څار وشي. موږ اوس هسي تش په نوم د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت لرو، تر اوسه يې هيڅ داسي فېسبوکي، ټويټري او بله انټرنيټي پاڼه نه ده بنده کړې چي د افغانانو تر منځ مذهبي، قومي او ژبني بې اتفاقۍ ته لمن وهي او يا د خلکو او نظام په خلاف ولس ته منفي تبليغات کوي. نو اوس که حکومت غواړي چي د نظامي جګړې تر څنګ له دښمن څخه په تبليغاتي جګړې کي هم ډګر وګټي، نو لازمه ده چي د هيواد د دښمنانو د منفي تبليغاتو د هغه مرکزونو چي په انټرنيټ خپروني لري؛ څار وکړي او له منځه يې يو سي.

عثمان غني، مدني فعال

پر انټرنيټ باندي د دولت څار او کنټرول قانون دا چي انټرنيټ یو نړیوال جال دی، هغه چي د نړۍ ټول پوهنتونونه او حکومتي ادارې سره تړلي دي. انټرنیټ د یوې نامنظمي او شیندلي ټولني لپاره یو ښه سوغات دی. د کم مصرف انټرنیټ له برکته یو کوچینی غږ هم لري ځایونو ته رسېدلی سي.

عثمان غني، مدني فعال

عثمان غني، مدني فعال

افغان دولت په انټرنیټ د کنټرول طرحه هم مثبتي پایلي لري هم منفي، خو تر ډېره حده که یې د چین، پاکستان او ایران هیوادونو غوندي کنټرول ولري، نو مثبته پایله به ولري، ځکه چي د انټرنیټ څخه د ترهګرۍ د فعالیتونو لپاره استفاده یو لوی مشکل دی، خو د دولت له لوري پر انټرنیټ کنټرول به د جرمونو د اداره کولو لپاره یو ښه اقدام وي، ځکه اوسنى انټرنیټ مخالف نظریات، جرایم، د مذاهبو سپکاوی، غیرسالم انتقادونه، غیراخلاقي انځورونه او شخصیت سپکونه دا هغه څه دي چي په ټولنه کي بې اتفاقي، ضدیت او د ځوانانو د فکرونو خرابولو او عصبي تکالفو پیدا کېدلو لامل کېدای سي. د انټرنیټي جرایمو کنټرول لکه against data. Multi media  او داسي نور جرایم یو ښه اقدام دی، خو بل طرف د دولت دا ډول اقدام یو لړ مشکلات هم لري، د بیان په ازادي باندي محدودیت، په دې قانون سره به د بیان ازادي سانسور سي، ټول واک به دولت سره سي او ممکن امنیتي ادارې انټرنیټ د سیاسي ګټو لپاره استعمال کړي او کېدای سي محرم معلومات له نورو هیوادونو سره شریک کړي او همدا راز به د دولت ناخوښي لیکني، فلمونه، نظریې بندول د ازاد بازار او د دیموکراسي سره په ټکر کي راځي، چي دا خپله د کپیټلیزم نظام اساسي اهداف دي. نو کپیټلیزم نظام نه غواړي چي دا کار ترسره سي او افغانستان هم د دغه نظام پیروي کوي، خو د دې هر څه سربېره په پای کي ویلای سم چي د دولت دا ډول قانون جوړول ممکن ښه نتیجه ولري

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .