پر زړه او مغز د مالګې اغېزې ژباړه:حمیدالله حمیدي

۲۰ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۴۱ ب.ظ -

مالګه تر بل هر څه ډېر د زړه او مغز روغتيا ګواښي. زموږ بدن په ورځني ډول یو یا دوه ګرامه مالګې ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې ډېری خلک لږ تر لږه له اتو تر لسو ګرامو مالګه خوري. پر دې سربېره اویا سلنه هغه خواړه چې موږ یې د ورځې په اوږدو کې خورو، مالګه لري. مالګه د غذایي موادو اوبه ډېروي او په پایله کې د چاغوالي لامل کيږي. که د مالګې خوراک له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې را کم کړی، نو له روغتيا سره مو مرسته کوي. مالګه اشتهاډېروي نو هغه کسان چې غواړي وزن یې کم شي او غذایي رژیم یې نیولی وي، د مالګې خوړل دې کم کړي. په پایله کې که غواړی چې مناسب اندام ولری، مالګه کمه وخورئ. دغه راز نړیوال روغتیایي سازمان وایي، په ورځني ډول ټول لوی وګړي پنځه ګرامه مالګه خوري، که په دوامداره توګه دغهدول مالګه وخوړل شي ۲۳ سلنه د مغز د سکتې لامل کېدای شي او ۱۷ سلنه د دې امکان شته، چې یاد کس د زړه له حملې سره هم مخ شي. وروستيو څېړنو دا هم ثابته کړې چې له کچې زیاتې مالګې کارولو زيان تر سګرېټو څکولو هم ډېر دی.

no-salt

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .