پر لويو لارو د ماين د خطر اندېښنې، د غزني – پکتيکا پر لاره تېره مياشت لس ملکيان وژل شوي

۲۰ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۲۰ ب.ظ -

پر لويو او عامه لارو د ماين د خطر اندېښنې لا هم پر ځای پرتې دي، اکثره وخت د ماين قربانيان ملکي وکړي وي.

تر اوسه پورې سره له دې چې د ماين پاکۍ په اړه لسګونو مؤسسو ميليونونه ډالر مصرف کړل خو لا هم ماين عامو افغانانو ته جدي ګواښ دی او هره ورځ د سپين ږيرو، ماشومانو، ښځو او ځوانانو ژوند ګواښي.

تېره يوه مياشت کې د غزني – پکتيکا پر لاره د ماين د چاودنو له امله لس ملکي وکړي وژل شوي دي.

د پژواک د راپور په حواله، شاوخوا شپږ مياشتې مخکې وسله والو طالبانو د غزني پر اندړو ولسوالۍ بريد وکړ چې له امله يې طالبانو د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ وتړله، خو د عامو خلکو يو شمېر موټر اوس هم پرې تګ راتګ کوي.

د غزني د والي وياند رسنيو سره خبرو کې ويلي، طالبانو د غزني- پکتيکا پر لويه لار ماينونه خښ کړي دي.

هغه وايي چې دغه ماينونه ډېرى وخت د ملکي خلکو پر موټرو چاودنه کوي چې له امله يې يواځې په تېره يوه مياشت کې لس کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((په فرعي لارو کې يې هم ماينونه ايښي دي، هلته په مياشت کې هم يو ځل حکومتي ځواکونه نه تېرېږي، نو معلومداره ده چې قربانيان به يې ملکي وګړي وي.))

نوري دا هم وويل چې طالبانو د غزني- پکتيکا لويې لارې پنځه کيلومتره قير سړک اړولى دى او ماينونه يې په کې ايښي دي.

دغه راز د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي حشمت الله رسنيو ته ويلي، طالبانو خلکو ته ويلي چې په عمومي لار به تګ راتګ نه کوي؛ ځکه چې ماينونه په کې ځاى پر ځاى شوي دي.

هغه زياته کړه: ((شپږ مياشتې مخکې طالبانو دغه لار ونيوه، هماغه وخت يې په کې ماينونه ايښي دي چې اوس هم ځينې نابلده موټروانان پرې تګ راتګ کوي.))

همدارنګه د اندړو ولسوالۍ د چنګاه سيمې اوسېدونکي محمدالرحيم بيا پر حکومت نيوکه کوي چې د شپږ مياشتو په موده کې يې ونه شو کولاى چې دغه لار بېرته د خلکو پر مخ پرانيزي.

نوموړى زياتوي: ((زموږ د کليوالو پر موټر د ماين چاودنه وشوه، دوه تنه په کې ووژل شول څو تنه نور ټپيان شول، دغه لويه لار ټوله له ماينونو ډکه ده.))

بلخوا طالبان هم پر دغه لار د ماينونو شتون تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته وويل چې په دې وروستيو کې پر دې لار نوي ماينونه نه دي ځاى پر ځاى شوي.

هغه وايي: ((پخواني ماينونه شته، نوي ماينونه نه دي په کې ځاى پر ځاى شوي، موږ کوښښ کوو چې د ايستلو لپاره يو پلان جوړ کړو.))

د يادونې ده، غزني د افغانستان د نا امنه ولايتونو له ډلې دى چې شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې طالبانو پرې ډله ييز بريد وکړ چې له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

۹ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed