پر وچکالۍ د هلمند اضطراري کمېټې بېړنۍ غونډه وکړه

۲۱ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۰۹ ق.ظ -

د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان په مشرۍ د اضطرار کمېټې غونډه کې، پر وچکالۍ ، د کجکي بند پر اوبو، د خپلسرو برومو یا څاګانو د مخنيوي، د ځمکي لاندي د اوبو د کموالي او د راتلوونکو څو کلونو لپاره د اټکل شوي وچکالۍ په اړه مفصلي خبري وشوې.

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل: اړوند ریاستونه چي له خلکو سره په مرستو او د اوبو په تنظیم کي کار کوي، د یوه متخصص ټیم له لاري دې، د احتمالي وچکالۍ لپاره د تدابيرو او د کورنیو د بیځایه کېدو په برخه کي دي څورمره ژر، چې کېدلای شي خپلي طرحي د ولایت مقام سره شریکي کړي، ترڅو مرکز ته ولېږل شي.

41475887_239010503477733_920543604726824960_n

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه په دې ورستیو کي د اوبو استعمال په بې ساري ډول ډېر شوی او د مالوماتو پراساس چي هلمند کي اوبه هم کښته تللي، ځکه ژورې څاګاني بې شمېره پرې وهل شوي په دې برخه کي باید عام خلک تر هغوی پوري دا پیغامونه ورسوي. که همداسي خپلسرې او ژورې څاګاني او برمې مو ایستلي او څو فصله کښتونه مو پرې کول، نو لرې نه ده چي هلمند کي دي د څښلو اوبه هم ستونزمنې شي.

په غونډه کي یو شمېر مسُولینو د راټولو شوو مالوماتو پراساس وویل: چي د څو کلونو لپاره د آسیا په خاص ډول افغانستان کي د وچکالۍ اټکل شوی د کجکي اوبه تر بل هر وخت لږ شوي چي پخوا له د نورو ولایتونو د واورو او بارانونو دوامداري اوبه ورته راتلې خو اوس په مطلق ډول اوبه نشته یوازي ذخیره مصرفیږي، دښتونو کي په بې رحمه ډول خپلسري څاګان ایستل شوي او څو فصله پرې کري چي که همدا حالت داسي روان وي هلمند به تر ټولو لومړی ولایت وي چي وچکالي به يې سخت وځپي.

د اضطرار کمېټې پدې غونډه کې د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې له لوري د روانو مرستو په اړه هم مفصلې خبرې وشوې، چې تر بحث وروسته پرېکړه وشوه: ددې لپاره چې ځينې شکايتونه او معلومات شتون لري، چې ګويا ددې مرستو له لارې ځينې کانديدان د ځان په ګته کمپاين کوي، نو له همدې کبله دې دا پروسه تر ټاکنو پورې ولاړه وي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .