پر ټليفون ډېرې خبرې کول روغتیایي ستونزې زيږوي

۱۵ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۰۳ ق.ظ -
هره ټولنه د اړیکو او خبرو کولو جلا فرهنګ او دود لري. د دوی د مخامخ مجلس او ټلیفوني مکالمو ډول هم سره توپیر لري، خو که ځینو افغانانو ته متوجه شوي یاست، په ټليفون کې یې ستړي مشي او بیا خدای پاماني ان څو دقیقې وخت نیسي، دوی له دې نه دي خبر چې په ټليفون کې اوږدې خبرې نه یوازې دا چې د وخت او پیسو ضياع ده، بلکې وژونکې جسمي او رواني ناروغۍ هم پیدا کوي. یوه تازه څېړنه وايي چې په ټلیفون باندې اوږده مکالمه د مغزو سرطان پیدا کوي. په څېړنه کې موندل شوې چې پر موبایل ټلیفون د ورځې نیم ساعت (۳۰ دقیقې) او یا له دې څخه زیاتې خبرې کول د مغزو د سرطان احتمال زیاتولی شي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هغه ډله خلک چې د لسو کلونو او یا له دې ډېر وخت راهیسې موبایل ټليفون کاروي، د مغزو په وده کې يې نا منظموالی رامنځته کېږي. اما دا څېړنه په تمامه معنا ځینو نورو پروفیسرانو ته د منلو نه ده او هغوی پرې ملاحظات لري. څېړنه پر ۵۰۰۰ هغو کسانو ترسره شوې چې موبایل ټلیفون کاروي او پر ۵۰۰۰ داسې کسانو چې موبایل نه لري. وروسته معلومه شوې چې د لومړۍ ډلې خلکو د مغزو رشد نسبت دویمې ډلې ته له ستونزو سره مخ و. 9C6FF2A2-EFD4-433A-A3EB-37F1FB83C752_w1023_r1_s-660x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .