پنټاګون: د افغانستان لپاره په ستراتيژي کې بدلون ته اړتیا نشته

۱۸ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۵۲ ب.ظ -

پنټاګون ويلي، د افغانستان لپاره په ستراتيژۍ کې بدلون ته اړتیا نه لري.     د امریکا پوځ مرکزي قومندې مشر، جنرال جوزف ووټل ویلي، په طالبانو پوځي او ټولنیزو فشارونو ښه ګټه ورکړې او اړتیا نه لري چې په کې بدلون راولي. ووټل وویل، پر طالبانو د پوځي، ټولنیز او سیاسي فشارونو کارول، ښې پایلې ورکړي. د غوڅ ملاتړ نوی قوماندان، جنرال سکاټ مېلر به د جګړې په تړاو خپله ارزونه وکړي، خو بیا هم په بنسټیز ډول په ستراتیژۍ کې به بدلون را نه شي. نوموړي همداراز افغانستان کې د غوڅ ملاتړ نوي قوماندان، جنرال سکاټ مېلر راتګ ته تمه ښودلې چې د جګړې په تکتیکي اړخ کې بدلون راشي. له دې سره، ووټل ویلي، له داعش ډلې سره د سولې پلان نه لري او په جوزجان ولایت کې تسليم شویو داعشیانو سره به د افغان حکومت په ملګرتیا حساب کتاب وکړي. ووټل وویل، د افغانستان حکومت موږ ته ډاډ راکړی چې تسلیم شويو داعشیانو سره به د جنګي اسیر په توګه چلند کېږي، که دوی جنګي جرمونه کړي وي او پرې ثابته شي، نو قانوني چلند به ورسره وشي. پنټاګون ۲۲

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .