پنځه مغزيانې چې ستاسي پر روغتيا اغېزه کولای شي

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۲۹ ب.ظ -
ژباړه: عزت الله ذکي – کېدای شي مغزيانې ستاسي د خوراکي توکو يوه لويه برخه وي، مګر يوه ورځ به لږ شمېر مغزيانې وکولای، چې ستاسي پر سلامتيا زيات اغېز وکړي. ماکاډاميا: د هغو کسانو لپاره، چې د کوليسټرول د کچې سره مبارزه کوي، ماکاډاميا وړ مغزيانه ده. د کاناډا هيواد د کلېنيکي تغذيې د مرکز د څېړني په اساس د ماکاډاميا خوړل کولای شي د کوليسټرولو کچه راکمه کړي. ماکاډاميا د «فلاونوائید» څخه ډک دي، چې يو ځل مصرف يې په «انټي اکسیډینټونو» بدلیږي. فندق: دغه مغزيانه زموږ سره د «ويټامين E» په لوړوالې کې مرسته کوي، چې د پوستکي د روغ ساتلو، ورېښتانو او نوکانو لپاره کليدي بلل کيږي. «ويټامين E» په بدن کې د ادراکي کمښت سره هم تړاو لري او ښايي د «ډيمينټيا» او «الزايمر» ناروغيو په مخنيوي کې غټ رول ولوبوي. فندق همداراز «فوليک» لري، چې د اميندوارۍ پرمهال د کوچني د ستون فقرات او مغزي ودې سره مرسته کوي. په فندق کې «تايمين» هم شتون لري، کوم چې په لويانو کې د اعصابو د ادراک او سنجوونې په فعاليت کې مهم رول لوبوي. بادام: بادام «فاسفورس» لري، کوم چې ستاسو په بدن کې دوهم ترټولو غوره مينرال دی. د بادامو خوړل ستاسي د بدن د نسج په ترمیمولو کې مرسته کوي، هډوکي پیاوړي ساتي، DNA او RNA تولیدوي او همدارنګه د زړه ضربان منظم ساتي. کاجو: د سویلي افریقا د شمال لويدیځ-پوهنتون د مطالعاتو په اساس، کاجو د ویني د فشار کمولو لپاره غوره مغزيانه ده. ددغه پوهنتون يوې څېړنې ښودلې، چې د (۲۰) فيصده کاجو درلودونکی غذايي رژيم «ميتابوليک-سينډروم» او د وينې فشار ښه کوي. سربېره پر دې په کاجو کې په لوړه کچه د چاغښت «اسيډونه» هم موندل شوي، چې کولای شي د عصبي سيسټم د پياوړتيا سره مرسته او د فشار سره مبارزه وکړي. چهارمغز: که مو کوم وخت د مطالعې پرمهال د خوړو لټون کاوه، نو چهارمغز وآزمايئ. د «انډريوز-پوهنتون» يوې څېړنې معلومه کړې، چې د چهارمغزو خوړل په مغز کې د استدلال او استنباط د زياتوالي لامل کيږي، کوم چې دا ثابتوي چې چهارمغز ستاسي پر ذهن مثبت او ګټور اغېز لري. چهارمغز د «اوسپنې» او «پروټين» څخه ډک دي او د «ماکاډاميا» مغزيانې په څېر د زړه لپاره هم ګټور دي، ځکه چې دوی د وينې د فشار په کمولو کې زياته مرسته کوي.
۱۶۳ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed