په افغانستان کي ولي د روغتیا په برخه کي بنسټيز کارونه ولي نه دي سوي؟

۲۷ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۳۸ ب.ظ -

محب الله زغم: د طب ډاکټر او ليکوال

 دا موضوع څو دليلونه لري: يو دا چي زاړه پال پخواني ډاکټران د نويو پرمختګونو او نوي نسل په مقابل کي خنډونه جوړوي. دوهم دا چي د اساسي قانون پر اساس دلته روغتيايي خدمتونه وړيا دي او په دې سيستم به دولت هيڅکله مناسب او ښه روغتيايي خدمتونه وړاندي نه کړي، هيڅ یو دولت دا کار نه سي کولای، ځکه چي خورا ډېري پيسې غواړي. بله موضوع د روغتيا په نويو پرمختلليو څانګو کي د کدرونو روزل دي.

محب الله زغم: د طب ډاکټر او ليکوال

محب الله زغم: د طب ډاکټر او ليکوال

سره له دې چي په مختلفو برخو کي ډېری بورسونه راغلي او ډاکټران مو نورو ملکونو ته د نويو مهارتونو د زده کړي لپاره ولېږل سول، خو چي بيرته راغلل خپله پوهه او تجربه يې له نورو سره شريکه نه کړه، ځکه چي دلته د انحصار دود لا ژوندی دی. او له بلي خوا په دولتي روغتونونو کي داسي وسايل شتون نه لري، چي د هغوی له مهارتونو کار واخيستل سي، ځیني ډاکټران بيا په خپل شخصي لګښت خارج ته ولاړل او نوي مهارتونه يې له ځانه سره راوړل، چي اوسني پرمختګونه د همدوی برکت دی. :

ډاکتر عبدالباري پوپل: د اراکوزيا پوهنتون استاد

دا چي په افغانستان کي د روغتيا په برخه کي بنسټيز کارونه نه دي سوي عمده لاملونه يې عبارت دي: د روغتيا په برخه کي د بوديجې کموالی، په روغتيايي ادارو کي فساد، په ولايتونو او ولسواليو کي د روغتيا په اړه د خلکو د پوهاوي د کچي ټيټوالی او دې ورته نور هغه لاملونه دي، چي د روغتيايي خدماتو د چټکتيا او په دغه برخه کي د بنسټيزو کارونو مخه يې نيولې ده.

ډاکتر عبدالباري پوپل: د اراکوزيا پوهنتون استاد

ډاکتر عبدالباري پوپل: د اراکوزيا پوهنتون استاد

بل لامل د روغتيا په برخه کي د شته کسانو فساد، غلا او د بوديجې بې ځايه او ناسم لګښت هم کېدلای سي، چي د روغتيايي پرمختيا مخه ونيسي. د خلکو بېغوري، د امنيت نه شتون هم يو هغه لامل دی، چي په لېري پرتو سيمو کي يې د روغتيايي پلان د عملي کېدو مخه نيولې ده. زما په اند، که په روغتيايي برخه کي بوديجه يو څه زياته سي، د فساد مخه ونيول سي او هغو سيمو کي چي ناامني دي له مخالفو ډلو او د سيمي له خلکو سره په همغږۍ روغتيايي خدمات پراخ سي، نو د روغتيا په وړاندي شته ستونزي به راکمي سي.

روح الله رشيدي: مدني فعال

سوال مو لږ عجیب راته مالومېږي، ځکه چي که نورو برخو ته فکر وکړو مثلاً اقتصاد، پوهنه، امنیت، او ….. نو په ډاډ سره ویلای سم چي د دې ټولو په نسبت د روغتیا په برخه کي ډېر کار سوی، موږ الحمدلله په هر ولایت، هره ولسوالي کي د روغتیا لوی او واړه مرکزونه لرو، چي ياد مرکزونه تر ډېره له ځینو مهمو وسایلو هم برخمن دي، خو دا په دې مانا هم نه ده، چي موږ د روغتیا په برخه کي هیڅ ستونزه نه لرو او ټولي ستونزي مو حل دي، اوس راځم ستاسي د سوال اصلي ځواب ته، موږ بدبختانه د یوه غیرمنظم او په فساد ککړ حکومت رعیت یو او دا ستونزه نوې نه ده، له کله نه چي دا هيواد د حامد کرزي په مشرۍ د موقتي ادارې تر واک لاندي سو او ورسره سم د نړیوالي ټولني بې حده نغدي مرستي راماتي سوې له همدې سره جوخت فساد، غلا، چور او رشوت د دې هیواد د دولتي واکمنو او حتا عامو وګړو کاروبار او عادت جوړ سو، چي تر اوسه لا دا مظلوم ولس ورڅخه رنځ وړي.

روح الله رشيدي: مدني فعال

روح الله رشيدي: مدني فعال

نو زموږ د صحت د برخي مسؤلین هم له همدې بدمرغه عادت(فساد) څخه پاک پاتي نه سول او د روغتیا وزارت مو هم د فساد ښکار سو او همدا علت دی چي د نورو وزارتونو غوندي د روغتیا وزارت هم په هاغه اندازه چي باید سوي وای خدمات وړاندي نه کړل. بله ستونزه دا ده، چي موږ د مسلکي ډاکترانو له نه شتون سره مخ یو او د دې ستونزي پړه ځکه پر لوړو زده کړو وزارت وراچوم، چي د خصوصي پوهنتونونو څخه فارغ کېدونکي تش په نوم ډاکتران، چي باید ډاکتران نه سوداګر ورته وویل سي، د همدې وزارت بې کیفیته محصول دی، چي د خلکو پر ژوند د لوبو کولو لپاره یې په درجنونو-درجنونو تولیدوي او د روغتیا وزارت هم ورته لاس تر زني ناست دی او تماشه یې کوي، یوازي تماشه نه، بلکي په روغتونونو کي يې مقرروي او د خلکو له ژوند سره د لوبو کولو زمینه ورته برابروي. هغه پیسې چي دې غیرمسلکي، بې تجربې او تش په نوم ډاکټرانو ته د معاش په ډول ورکول کېږي، که د طب پوهنځیو او خصوصي پوهنتونونو پر کیفیت ولګول سي، نو ستونزي به حل سي. همداسي نوري ډېري ستونزي سته چي بیانول یې وخت نیسي. په ټوله کي باید ووایم، چي د روغتیا وزارت او د روغتیا هر کار کوونکی اوس د یو سوداګر په څېر دی، د ولس پر روغتیا تجارت روان دی، له نرسه تر ډاکټره د روغتون تر رئیسه، ټولو د ناروغ جېب ته سترګي نیولي وي او له لویه سره دا نه غواړي چي د ناروغانو ستونزه حل سي، ځکه که ستونزه حل سي، د دولت روغتونونه د دې وړتیا ومومي چي د ناروغانو مشکلات حل کړي، نو بیا د ډاکټر صاحبانو خصوصي روغتونونه او دواخانې هغه ګټه چي اوس یې کوي، نه سي کولای او په دې وطن کي چي ملي، انساني او اسلامي احساس بېخي د منځه تلو په حال کي دی او هر سړی یوازي خپلي ګټي ته فکر کوي، که څه هم د بل په مرګ یې جیب ته یو څه راځي هم درېغ نه ورباندي کوي، نو دلته به ستونزي ولي نه وي؟ دلته به ولس ولي نه کړېږي؟.

سمېع الله نوري: د طب پوهنځي محصل

دا جوته خبره ده، چي په افغانستان کي د روغتيا لپاره بنسټيز کار نه دی سوی، سره له دې چي دلته ميلياردونه ډالر ولګېدل، چي تر ډېره پر روغتيايي برخه هم مصرف شوي، خو بنسټيز کار ونه سو. يوه لويه ستونزه دا هم وه، چي دلته ډېر کار او په هره برخه کي کار ته اړتيا ليدل کېده، ښايي همدا لامل يې وي، چي هر کار سرسري وسو او څنګه چي پکار وه هغسي کار ونه سو.

سمېع الله نوري: د طب پوهنځي محصل

سمېع الله نوري: د طب پوهنځي محصل

زموږ په هيواد کي سره له دې چي نور ډېر پرمختګونه رامنځ ته سول، خو روغتيايي برخه مو تر اوسه کمزورې ده، ډېری شخصي روغتيايي مرکزونه فقط پر اعلاناتو ولاړ دي او دولتي روغتونونه مو د ناروغ سم تشخيص او درملنه نه سي کولای. تر اوسه پوري زموږ د هيواد ناروغان، پاکستان، هند او يو شمېر نورو هيوادونو ته د درملني لپاره راځي لوی لامل يې همدا دی، چي موږ تر اوسه يا امکانات نه لرو او يا مسلکي ډاکټران نه لرو، که ووايم چي روغتيايي خدمات مو په يوه سوداګريزه بڼه بدل سوي دي، نو مبالغه به نه وي.

حميدالله منصيف: ټولنيز فعال

دا ټولو ته څرګنده ده، چي زموږ هيواد د څلورو لسيزو جګړو او تاوتريخوالي څخه وروسته خپلي ټولي زېرمي په بېلابېلو برخو کي: لکه روغتيا چي ترجګړو مخکي يې هم لږ زېرمي په لاس کي درلودې، له لاسه ورکړي. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رامنځ ته کېدني او د نورو تحولاتو سره د روغتيا سکټور هم د حکومت د پاليسۍ په بنسټ په خپل زېربنايي جوړښت لاس پوري کړ، چي د ارزښتمنو لاسته راوړنو څخه يې د خدمت وړاندي کول خوار، غريبو او لېري پرتو خلکو او سيمو ته ګڼل کېږي. خو د افغانسنان د اسلامي جمهوري دولت د رامنځ ته کېدو سره هم د دولت په وړاندي په روغتیایي بنسټیزو خدماتو وړاندي کولو کي ځیني موانع موجود وي لکه فساد، امنیتي ستونزي او مالي امکانات، چي د دغو لاملونو له وجه د روغتیایي خدماتو په هکله بنسټیز کارونه نه دي سوي.

حميدالله منصيف: ټولنيز فعال

حميدالله منصيف: ټولنيز فعال

نو د افغانستان اسلامي دولت ته په کار ده، چي لومړي د اداري فساد په وړاندي جدي مبارزه وکړي او وروسته د روغتیایي سکتور په برخه کي پانګونه وکړي، تر څو هغو لېري پرتو سیمو ته هم روغتیایي خدمات وړاندي سی او درېیم چي امنیتي ستونزي دي هغه ته د هغه منطقې د خلکو سره د اړیکو په واسطه د حل لاره پیدا کېدلای سی. لکه څرنګه چي یې موږ فعلا شاهدان یو په هغو سیمو کي چي د دولت مخالفین حاکمیت لري، اما د روغتیایي سکتور پروژې عملي کېږي، چي یو مثال یې د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالي ده.

سيد قدوس هاشمي: مدني فعال

په افغانستان کي د طالبانو له سقوط څخه وروسته په اقتصادي لحاظ د آزاد بازار سيستم حاکم سو، چي دې کار نه يوازي په اقتصادي لحاظ، بلکي په نورو لحاظونو هم ډېر زيانونه واړول. د بېلګي په ډول، په روغتيايي برخه کي د دولتي بنسټونو د پياوړي کولو پر ځای خصوصي هغو ته ډېره پاملرنه وسوه. دا کار له دې کبله هم وسو، چي د روغتيايي چارواکو ځينو يې خصوصي روغتونونه او نور مرکزونه لرل، دوی هم ترجېح ورکړه چي د دولتي روغتيايي سيستم پر ځای د دوی خصوصي مرکزونه ډېر مخته لاړ سي.

سيد قدوس هاشمي: مدني فعال

سيد قدوس هاشمي: مدني فعال

پردې سربېره مافيا او زورواکو هم د روغتيايي بنسټونو د پرمختګ مخه تر خپله وسه پوري ونيوله. د دې ټولو په راس کي زموږ دولت له بده مرغه پياوړې روغتيايي تګلاره نه لرله، بهرنۍ مرستي هم صحیح همغږي نه سوې، چي پايله يې دا ده وينو سمه مثبته نه ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .